افغانستان

پکتيا: د‌ کمپاين عسکرو يو ځل بيا دوه ملکي وګړي شهيدان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د هيواد په بېلابېلو سيمو او په ځانګړې توګه د لويې پکتيا په ولايتونو کې د ځانګړو عسکرو له لوري د ملکي وګړو په کورونو او کار ځايونو بريدونه نژدې هره ورځ دوام لري او ملکي وګړي په نښه کيږي.

تېره شپه يو ځل بيا د کمپاين عسکرو د پکتيا ولايت وزې ځدراڼ ولسوالۍ ديري خېلو سيمې په  بار کلي کې د ملکي وګړو په کورونو چاپه وهلې او د داؤد په نامه يو ملکي وګړی يې پخپل کور کې شهيد کړی دی.

همدا راز يادو عسکرو د اجار په نامه يو بل ملکي وګړی هم په ياد کلي کې شهيد کړی دی.

د سيمې خلک وايي چې وژل شوي کسان دواړه ملکي وګړي وو او د ورځې يې خپله خواري مزدوري کوله او کومې وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.

په لويه پکتيا کې د کمپاين په نامه عسکر چې د امريکايي ځواکونو له لوري روزل شوې ملېشې دي نږدې هره ورځ په دې ولايتونو کې ملکي او مسلکي وګړي پخپلو کورونو او کارځايونو کې په نښه کوي.

په تېره يوه مياشت کې نږدې پنځوس تنه ملکي وګړي د کمپاين عسکرو له لوري، پخپلو کورونو، کارځايونو او لارو کې وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x