افغانستان

بلخ کې د دولتي عسکرو یو کنډک مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د بلخ سیمه ییز چارواکي ددې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د توغندويي برید له امله درېیمې لوا دویم کنډک قومندان نصرت الله یمن د وژلو خبر ورکوي.

دا پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ غرمه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د بلخ ولسوالۍ په علم خیلو سیمه کې طالبانو د دولتي عسکرو یوه قرارګاه تر توغندويي بریدونو لاندې راوستله.

سیمه ییزې سرچینې په وايي، په دغه توغندويي برید کې د دویم کنډک قومندان ډګرمن نصرالله یمین په ګډون ۱۵ دولتي عسکرو او د ملي امنیت کارمندانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسئول حنیف رضايي په دغه توغندويي برید کې د ډګرمن نصرالله ترڅنګ د ملي امنیت د یو عسکر د وژلو او څلورو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې له دې برید وروسته دولتي عسکرو ته امر شوی چې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت غوره کړي او په طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې خبرداری ورکړی، چې ټول هغه دولتي مرکزونه او پوستې به د خپلو بریدونو موخه وګرځوي، له کومو ځایونو څخه چې په ملکي خلکو او عامه تأسیساتو توپچي بریدونه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx