ټکنالوژي

«ټولنیزې رسنۍ مو د موبایل جاسوسي کولی شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د روسیې د Telecom daily د معلوماتو شننې ادارې مشر او تخنیکي کارپوه ډینس کوسکوف خبرداری ورکړی چې ممکن د ټولنیزو رسنیو ځینې شبکې په ځیرک موبایل کې ستاسې جاسوسي وکړي.

کوسکوف رسنیو ته د خبرو پرمهال وویل: په عادي ډول کامرې او مایکروفون ته لاسرسی نشي کېدلی مګر په هغه کې وخت کې کیږي چې کاروونکی د ثبتولو پرمهال په خپله اجازه ورکړي.

په انسټاګرام او نورو ارتباطي شبکو کې یو شمېر کاروونکي د موبایل د کامرې او مایکروفون د استعمال اجازه ورکوي، دا په داسې حال کې چې ځینې کاریالونو ددې اجازې پرته کار نه کوي.

نوموړی زیاتوي، ټولو هغه شرکتونه چې ددوی کاریالونو سره ورته مسلې په پام کې نیولي وایي چې دا شیان تصادفي پېښې شوي چې باید داسې نو وای شوي.

«زه د ځیرک موبایلونو کاروونکو ته چې نه غواړي معلومات یې غلا شي سپارښتنه کوم، د غونډو، ملاقاتونو او داسې نورو اړینو وختونو پرمهال خپل موبایلونه بند او یا په داسې ځای کې کیږدي چې کامرې او مایکروفون یې خبرې ثبت نه کړي».

د ډینس کوسکوف په وینا، کاروونکي باید هغه څیزونو ته پاملرنه وکړي چې ددوی پر سکرین راڅرګندیږي، په ځانګړي توګه هغه خبرتیاوې چې په موبایل کې د ټکنالوژي فعالیدو خبرداری ورکوي، په داسې شرایطو کې باید له بشپړ احتیاط څخه کار واخیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx