افغانستان

د امريکا د بهرنيو چار وزير له اشرف غني سره د سولې پر بهير غږيدېلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د کابل حکومت له مشر اشرف غني سره د سولې روان بهیر په اړه ټيليفوني خبرې کړي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې انټوني بلينکن له اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو پر مهال په هېواد کې د روانې جګړې په شدت او هدفي وژنو په زياتېدو اندېښنه ښوولې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې انټوني بلينکن د کابل حکومت له مشر سره د سياسي روغې جوړې، د ډيپلوماټيکو هڅو په چټک کولو او تلپاتې اوربند ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

يو شمېر څارونکي وايي، د بلينکن پر ځای بايد د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن د افغانستان سولې بهير په اړه له اشرف غني سره غږيدلی وای، خو ولسمشرۍ ماڼۍ هيله ښوولې، چې په لنډ وخت کې به د امريکا ولسمشر هم له اشرف غني سره په دې موضوع خبرې وکړي.

د ارګ په اعلاميه کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير له قوله ليکل شوي، چې د بايډن اداره به د تېر ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون بيا ارزونه هم کوي او په عين حال کې امريکا غواړي په دې پوهه شي، چې ايا طالبانو رښتيا هم له نورو بهرنيو وسله‌والو ډلو سره اړيکې پرې کړي دي که نه؟

اشرف غني او د هغه ټيم د بايډن ادارې وروستيو څرګندونو ته خوښي ښکاره کړې او وايي، چې د کابل او واشنګټن تر منځ د اړيکو نوی باب پرانیستل شوی دی.

خو د چارو څارونکي وايي، چې د بایډن په مشرۍ سپينه ماڼۍ به د کابل حکومت په غوښتنه له طالبانو سره تړون لغوه نه کړي او نه به د خپلو پوځيانو د ويستلو پروسه وځنډوي.

د پخواني حکومت تګلارې ارزول طبعي خبره ده

د افغان چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي له نن ټکی اسيا سره په خبرو کې ويلي، بايډن او ټرمپ دواړه د مختلف فکر لرونکي کسان دي او طبعي خبره ده، چې بايډن به د دوحې تړون سربېره د ډونلډ ټرمپ ادراې ګڼې تګلارې له سره ارزوي، خو دا په دې معنا نه شي کېدای، چې امريکا دې له طالبانو سره شوی تړون لغوه کړي او د عسکرو زياتېدو او جګړې غځولو پرېکړه دې وکړي.

د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی
د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی

د ښاغلي يوسفزي په وينا د عسکرو زياتولو او جګړې غځولو تجربې ډېرې شوي او امريکايان د کابل حکومت ډېر ښه پېژني او هيڅکله به د کابل حکومت د ژغورلو لپاره جګړې ته مخه نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx