افغانستان

دولتي عسکرو په تیرو دوه اونیو کې ۳۵ ولسي وګړي «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د قطر پلازمینه دوحه کې پيل شوي بین الافغاني مذاکرات یو په ټپه ولاړ ته نږدې شوي، په افغانستان کې د روانو پوځي عملیاتو او دولتي عسکرو په هوايي او توپچي بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

په هغه تفصیلي راپور کې چې د ملکي تلفاتو په اړه د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا خپور شوی، یوازې په تیرو دوه اونیو کې د هېواد ۲۲ ولایاتو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي هېوادوالو پرضد د هوايي بمبار او مختلفو بریدونو ۴۲ موارد ثبت شوي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د دولتي عسکرو لخوا د پورته بریدونو پرمهال د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۳۵ ملکي هېوادوال «شهیدان» شوي او ۴۸ تنه نور ټپيان دي، چې په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.

ددې ترڅنګ د دولتي عسکرو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د ۳ بابه جوماتونو په ګډون د ۲۵ بابه کورونو د ویجاړولو ترڅنګ خلکو ته د ګڼو مالي زیانونو اووښتو خبر هم ورکړل شوی دی.

طالبانو د دولتي عسکرو لخوا په ملکي هېوادوالو هوايي او ځمکني بریدونه غندلي او د جنایت بللو ترڅنګ یې په نړیوالو بشري او حقوقي سازمانونو غږ کړی چې د ملکي هېوادوالو د وژنې په وړاندې خپل غږ اوچت کړي او په مخنیوي کې یې مرسته وکړي.

«همدا ډول په نړیوالو بشري او حقوقي ادارو بیا غږ کوي چې د ملکي خلکو د دغو بې رحمانه وژنو او تلفاتو په اړه خپل مسئولیت ادا او مخنیوی يې وکړي او د دښمن دغه راز ظلم وغندي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا په ملکي هېوادوالو او عامه تأسیساتو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو زور اخیستی، د کومې له امله چې د ملکي تلفاتو کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

تنهادین دۍ چه انسان له درنده حیوان لکه لیوه ،پرانګ،زمری اوداسی نوروڅخه انسانیت اودل سوزۍ ته راګرزو ی تاسوخپله فکروکۍ داشرفغنی اوحکومت اوددرندووکم فرق دۍ چه پردی ماشمانویی زړه نه سوځی سرونه خو دانسانانودی مازغه ددرنده ګانوپکښی دی کفارهم دغسی دی فقط اسلام دۍ چه انسان له حیوانیته بیلوی رحم دلی اوعدالت ته یی رابولی ،خومتئاسفانه نن مسلمانان هم له قرآنکریمه منحرف دی چه الله پرکفاروکامیابی نه ورکو ی الله په قرآنکریم کی فرمایی:زه به هیڅکله کفاروته پرمسلمانانوبرۍ ورنکم دالله په کلام کی دیوه بیښته تغیر نسته ولی موږنن اسلام تنهاږیره اوسپن کالی بولوچه په قرآنکریم کی هیڅ اهمیت نلری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx