افغانستان

عباس ستانکزی: د سولې په وړاندې یواځینی خنډ د اشرف غني حکومت دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، د سولې په وړاندې یواځینی خنډ د اشرف غني حکومت  دی او که چیرته بین الافغاني مذاکرات پایلې ته ورسیږي، نو په خبره یې د نوي اسلامي حکومت رامنځته کېدو په صورت کې به د نورو بدلونونو ترڅڼګ د اشرف غني حکومت هم پای مومي.

شیرمحمدعباس چې نن د جمعې په ورځ یې د روسیې پلازمینه مسکو کې خبري ناستې ته وینا کوله وویل: که همدا نن اشرف غني له جګړې لاس واخلي، استعفا وکړي او نوي اسلامي حکومت ته غاړه کیږي، مونږ تیار یو چې د سولې نوي حکومت سره خبرو ته کینو او په همدې اساس مونږ مذاکرات کوو.

نوموړي دغه راز وویل، چې د دوحې تړون له مخې به یو نوی اسلامي حکومت جوړيږي او د هغې د څرنګوالي په اړه پرېکړه په افغانانو پورې تړلې ده.

د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا د طالبانو په حکومت کې به جعفري فقهې سره څرنګه تعامل کیږي، ستانکزي ویلي، چې د «افغانستان اسلامي امارت» د اسلامي اصولو په رڼا کې ټولو مذاهبو او اقلیتونو ته په حق باندې قایل دی او دلته به هیڅوک نه پایمالیږي.

د خپلو خبرو په جریان کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او مرکچي پلاوي غړي عباس ستانکزي یوځل بیا وویل، چې د کابل حکومت مشران او حتی بین الافغاني مذاکراتو ته ورغلی مذاکراتي ټیم یې په خپل منځ کې په یوه طرحه سره متفق نه دي، بلکې د کابل حکومت مشر اشرف غني هڅه کوي چې په یوه او بله بهانه خپله پنځه کلنه دوره پوره کړي.

د امریکا ددفاع وزارت(پنټاګون) د هغو څرګندونو په هکله چې طالبان یې دوحې تړون په نه ژمنتیا تورن کړي وو، ستانکزي هغه د امریکايي چارواکو شخصي نظر بللی او زیاته کړې یې ده چې د دوحې تړون د عملي کولو لپاره هره ورځ ددوی او امریکايي جهت مسئول چارواکي په تماس کې دي او هڅه کیږي چې تړون په پوره توګه عملي شي.

داچې آیا طالبان همدا اوس د اشرف غني حکومت له هیئت سره په دوحه کې خبرې کوي که څرنګه د طالبانو د هیئت غړي څرګنده کړې، چې طالب مرکچي پلاوی په دوحه کې له کابل نه ورغلي پلاوي سره د نوي اسلامي حکومت په جوړېدو خبرې کوي، د کوم له مخې چې به د اشرف غني واک پای ته رسیږي او داسې اداره به رامنځ ته کیږي چې د ټولو افغانانو د باور وړ وي.

د سولې خبرو د اوږدېدو او اوربند په هکله نوموړي ویلي، طالبان سوله غواړي او اوربند به هم وکړي، لیکن اشرف غني د خپل واک د غځولو په خاطر خبرې اوږدوي او نوې پلمې نیسي.

د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم د واک او اختیار په هکله شیرمحمد عباس ستانکزی وايي، چې د کابل مذاکراتي ټیم اصلا واک نه لري، ځکه دوی دلته په خبرو بوخت دي او هلته ولایاتو کې دولتي عسکر د طالبانو پرضد پوځي عملیات زیاتوي.

په کابل ښار او ولایاتو کې د دولتي عسکرو د ترور په هکله د طالبانو د مذاکراتي هیئت غړي قاري دین محمد حنیف ویلي، چې جګړه اصلا د کابل حکومت عسکرو پیل کړې ده او په خبره یې همدغه اجیر عسکر امریکایانو تربیه کړي، وسله یې ورکړې او د ملکي افغانانانو په کورونو شپنیو چاپو ته هم هغوی هڅوي، نو په داسې یوه صورت کې جګړه په طالبانو تحمیل شوې ده، ځکه طالبان یوازې د خپل ځان او خلکو دفاع کوي.

د طالبانو د مذاکراتي هیئت غړی او د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزی په داسې مهال د کابل حکومت اشرف غني د سولې په وړاندې د یواځیني خنډ په توګه یادوي او د اشرف غني د حکومت د لرې کېدو په صورت کې خبرو ته آماده ګي ښيي، چې تیره ورځ د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم غړي هم د اشرف غني د لرې کېدو او نوي مؤقت حکومت د راتلو خبره کړې وه.

د کابل مذاکراتي ټیم غړي محمدامین احمدي لخوا په غږیز پیغام کې د حکومت پلویانو ته ویل شوي ؤ، چې هسې خواري مه کوئ، نوی مؤقت حکومت راتلونکی دی او اشرف غني به خامخا له واکه لرې کیږي، ځکه په خبره یې اشرف غني اوس د نړیوالو هم خوښ نه دی او د لرې کولو خبره یې د وخت موضوع ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حتمآ یی روسی ماما ورته دا خبری ورښودلی چی داسی ووایه. کله روس ته منډی وهی او کله ایران ته. د دوحی خبری او اتری یی داسی سره پریښی دی.

ګوم نام

نو دا د ## مطلب دا چی دا شل کاله وژل دی همدی لپاره کول ؟؟ نو دا خبر به دی اول کوله تاسی خو ویل چی امریکا او بندیان دی اوس ولی دا خبره شوه؟؟

طوطی

ګوری به که غنی د مسکو او ترکې په غونده کی له منځه لری شی بیا به همدا طالب عباس پخوانی خلقی ګوری چی څه وایی. بیا به وایی هیڅ د حکومت پخوانی کسان نه منوو عسکر خویی نه منو ځکه چی مونږه سره یی جنګونه کړی. اردو او پولیس باید له منځه ولاړ شی. دا خلک د پاکستان له پاره کار کوی د افغانستان په کیسه کی ندی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx