افغانستان

پنټاګون: طالبان له امريکا سره شوي تړون ته ژمنتيا نه ښيي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزارت «پنټاګون» وايي، د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن اداره به د مې مياشت تر لومړۍ نېټې پورې د ټولو امريکايي پوځيانو وتلو ژمن پاتې نه شي؛ ځکه چې طالبان له امريکا سره شوي تړون ته ژمن نه دي.

د پنټاګون وياند جان کربي ويلي، تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو په تړون کې راغلي وو، چې طالبان به پر بهرنيو ځواکونو برید نه کوي او د جګړې شدت به راکموي.

د جان کربي په وينا که څه هم طالبانو پر امريکايي ځواکونو بریدونه نه دي کړي، خو د جګړې شدت يې نه دی کم کړی او نه يې هم له نورو وسله والو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي دي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ تر پايه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر تر ۲۵۰۰ ته راښکته کړ او ټاکل شوې وه، چې د مې مياشت تر لومړۍ نېټې به دغه شمېر صفر ته راښکته شي،خو اوس د پنټاګون وياند ويلي، امريکا به تر دغې نېټې خپل ټول پوځيان ونه باسي، ځکه چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د پنټاګون وياند ويلي، واشنګټن لا هم له طالبانو سره شوي تړون ته ژمن دی، خو زياته يې کړه، «که حالات داسې وي، نو د خبرو پر مېز ناست کسانو ته يوې پایلې ته رسېدل به ستونزمن وي.»

جان کربي خبريالانو ته ويلي، واشنګټن ژمن دی، چې د طالبانو او کابل حکومت د پلاوي ترمنځ خبرې بريالۍ شي.

طالبان: له امريکا سره شوي تړون ته ژمن يو

تر جان کربي مخکې د امريکا د خزانې وزارت هم ويلي، چې طالبانو لا هم له القاعدې سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د امريکا د خزانې وزارت خپور شوی رپوټ رد کړی و او ويلي يې و، چې افغانستان کې د القاعدې د شتون ادعا بې بنسټه ده.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم هم ويلي، دوی له امريکا سره په شوي تړون کې پر ټولو ژمنو ولاړ دي او له امريکا يې هم غوښتي، چې دغه تړون ته ژمن پاتې شي او ټينګار يې کړی، چې دواړه لوري بايد د تړون عملي کولو لپاره خپله ژمنتيا وښيي.

طالبانو تر اوسه د پنټاګون د وياند څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx