ادبي لیکني

ولسي مشاعره؛ څو یادونې!

طارق بدر

وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون په هڅو جوړه شوې مشاعره له نن ټکي اسيا رسنیزه شوه، چې خواله رسنیو کې يې خورا تود هرکلی وشو؛ په لوګر کې تر مشاعرې وروسته دې هڅې یو ځل بیا دا وښوده چې اسلامي امارت د نظامي مبارزې تر څنګ پر قلمي مبارزې هم باور لري او د قلم خاوندانو ته په درنښت ګوري، خو دا ګامونه وروسته له هغه اخیستل کېږي چې د تېر کال په اختریز پیغام کې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري قلموالو ته ځانګړې یادونه شوې وه، هڅې يې ستایل شوې وې او د ژمن پاتې کېدو توصیه ورته شوې وه!

د لوګر مشاعره د خپل ډول لومړنۍ هغه وه، چې د جمهوریت له چتره راغلي فرهنګیان يې هم برخه وال و، خو وروستۍ مشاعره چې د فرهنګي کمیسیون لوړپوړي چارواکي يې برخه وال و باید له هره اړخه د فرهنګي هڅو سلامت مظهر واوسي.

که د فرهنګي کمیسیون ویډیويي اصداراتو ته وګورو که له الاماره، منبع الجهاد یا هم الهجره نه خپرېږي په خورا لوړ کیفیت او عالي ډیزاین؛ همدارنګه که چاپي بهیر ته وګورو په ډېرې سختۍ به پکې د خو ځای پیدا کړل شي، خو متاسفانه په دې مهمه غونډه کې چې خواله رسنیو کې يې پراخ پوښښ وموند ګڼې داسې نقطې وې، چې د یو ډول بېړني حالت، ګډوډۍ او منډې تصور لیدونکي ته ورکول کېږي، خو له بله اړخه د مشهورو شاعرانو او فرهنګي ملګرو ګډون بیا دا ندېښنه کموي او سړی باوري کېږي چې دلته منظمه غونډه، له امنیتي اړخه خوندي او په پوره اطمینان ترسره شوې.

د دې مشاعرې لومړۍ برخه چې یو ساعت او څه باندې ۲۳ دقیقې په ویډیويي بڼه خپره شوې، په دقت مې ولیدله، له عالي شعرونو، خوږو ترنمونو او د فرهنګي کمیسیون د مشرتابه پیغام مې په دقت واورید، خو ځينې نقطو ته باید پام شوی وای:

•دا مشاعره د ولسي مشاعرې په نوم جوړه او خپره شوې، خو زه تر مشاعرې وړاندې د «ولسي» مختاړي ترکیب ته اندېښنه کې شوم، ولې دا مشاعره ولسي ده؟ که يې د جوړونکو مقصد دا وي چې ولس جوړه کړې منطقي ځکه نه ده چې د فرهنګي کمیسیون تر چتر لاندې او د ډېری مجاهدو شاعرانو پکې برخه اخیستې، مشهور جهادي شاعران پکې برخه وال و؛ که مقصد دا وي چې شعري کیفیت يې ولسي و، نو د ولسي شاعرۍ او دلته د وړاندې شویو شعرونو تر منځ ډېر واټن دی موږ په ادبیاتو کې دا ډول شعرونه دیواني بولو، بوللې، لنډۍ او سروکي د ولسي شاعرۍ نمونې دي، نو ښه به دا وای چې دا مشاعره یوازې ادبي مشاعره معرفي شوې وای، ولسي پیوند يې اغېزناک نه ښکارېږي.

•مشاعره د ونو په منځ کې پر یو خړ میدان، بې له کوم بینر، شعار، لوګو یا معلوماتو جوړه شوې، که پر سټیج یا هم د سټیج شاته یو بینر باندې حد اقل د مشاعرې له پورته نوم سره برابر یو ښه راغلاست لیکل شوی وای، ښه به و؛ مهمه خو دا وه چې باید واضح لیکل شوي وای، د افغانستان اسلامي امارت، د فرهنګي چارو کمیسیون، مشاعرې ته ښه راغلاست! خو که د ځینو ملحوظاتو له مخې امارت ټایټل نه لیکل کېده، حد اقل داسې یو بینر باید وای چې پرې لیکل شوي وای، مشاعرې ته ښه راغلاست!

•د مشاعرې د دې نږدې یو نیم ساعته برخې ویاند خوږ ژبی شاعر ښاغلی مشفق حریتمل دی، خو ګډونوال او هم د مشاعرې لیدونکي اورېدونکي د شاعرانو تر منځ فاصله کې د ویاند له لوري اوږده اوږده شعرونه ستړي کوونکي دي، ویاند باید جذاب، متبسم او حاکم وي، خو دلته داسې ښکاري لکه مشرانو چې پر ویاند احسان کړی وي، چې د غونډې ویندوۍ يې ورسپارلې ده؛ د دې تر څنګ مهمه نه ده چې د شاعر د را وغوښتو لپاره ویاند سلامت شعر ورته ووايي، مثلاً همدې برخه کې له یو تن وروسته ښاغلی حریتمل د ټکور صاحب سلامت غزل د فاصلې په ډول وايي، چې بیا بل شاعر را وغواړي!

•همدارنګه د فرهنګي کمیسیون یو تن چارواکی مولوي صاحب عتیق الله عزیزي چې ښاغلی ویاند يې تر ورغوښتو مخکې د جنوب ختیځې حوزې فرهنګي مسؤل معرفي کوي، خو چې کله ترې مننه کوي د شمال ختیځې حوزې مسؤل يې بولي؛ لفظي تېروتنه ده، نه تیاری دی  که وارخطايي!؟

•د غونډې ډیزاین پخپله سوال بر انګیز و، مناسبه دا وه، چې کله ښاغلي جنتي تلاوت خلاص کړ، د فرهنګي چارو کمیسیون مرستیال ښاغلی وثیق باید د هرکلي، پیغام او خبرو لپاره غوښتل شوی وای، ور پسې مولوي صاحب عزیزي او بیا مشاعره پیل شوې وای، د مشاعرې په منځ منځ کې خبرې نه خوند کوي نه مناسبې دي.

•د دې تر څنګ له هر شعر وروسته ترنم مناسب ډیزاین نه و، حد اقل له دوو شعرونو وروسته که ترنم ته موقع ورکړل شوې وای، ښه به وه، که ترنم کوونکي ډېر و، نو مناسبه دا وه، چې د ترنم لپاره يې بېله برخه ځانګړې کړې وای، چې یو بل جالب نوښت به و!

•له ګډونوالو پرلپسې د شور، غږ او احساساتو د څرګندونو هیله کېږي، چې ښايي لیدونکی دوه برداشته واخلي، یا فضا شاعرانه نه وه، چې ګډونوالو د زړه له اخلاصه، د واه وه، بیا يې ووایه،الله اکبر غږونه کړي وای، یا هم د مشرانو ګډون خلک یو ډول ادب ته اړ کړي و او مشرانو دا حساس نه و ورکړی چې هغوی خپلواکي احساس کړي!

د دې ټولو با وجود د فرهنګي کمیسیون دا ډول اقدامات یا هم په داسې غونډو کې د فرهنګي مشرانو ګډون لوی نوښت او مهم ګام دی، دا ډول هڅې د اسلامي امارت فرهنګي څېره لا په ډاګه کوي او ښيي چې د نظامي سرتېرو قربانۍ خپل ارزښت او قلمي مبارزه خپل ارزښت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx