افغانستان

طالبانو د «دوحې تړون» په اړه د امریکا د دفاع وزارت څرګندونې بې اساسه وبللې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): طالبانو له دوحې تړون څخه د سرغړونې په تړاو د امریکا ددفاع وزارت(پنټاګون) د ویاند څرګندونې بې اساسه وبللې او یاد تړون ته یې خپله ژمنتیا یوځل بیا څرګنده کړې ده.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند «جان کربي» پرون د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناسته کې طالبان د تاوتریخوالي په نه کمولو، القاعده سره د اړیکو لرلو په ګډون یو شمېر مواردو کې د پاتې راتلو له کبله د امریکا سره د سولې تړون ته په نه ژمنتیا تورن کړي وو.

بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د امریکا د دفاع وزارت د ویاند دغه څرګندونې رد کړي او هغه یې له حقیقت څخه لرې بللي دي.

ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې طالبان د دوحې تړون ټولو برخو ته ژمن دي او له خپل اړخه یې عملي کوي.

مجاهد دغه راز د روانې ستونزې د یواځیني حل په توګه د دوحې تړون بللو ترڅنګ په امریکا هم غږ کړی چې یاد تړون په کلکه مراعات کړي:

«اسلامي امارت د دوحې تړون ټولو بندونوته کلکه ژمنتیا لري، او له خپله لوري يې عملي کوي.

د دوحې تړون عملي کول د روانې لانجې یواځني حل لاره ده. له امریکا څخه هم غواړو چې د دوحې تړون په کلک رعایت کړي.»

دا په داسې حال کې چې نن د روسیې پلازمینې مسکو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د مذاکراتي ټیم غړي شیرمحمد عباس ستانکزي د یوې خبري ناستې پرمهال د پنټاګون د ویاند څرګندونې د هغه خپل شخصي نظر بللی او څرګنده یې کړه چې د دوحې تړون د ښه عملي کولو لپاره د طالبانو او اړونده امریکايي چارواکو تماسونه په ورځني ډول سره دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx