افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ: که غني استعفاء وکړي، افغانستان به د نويمې لسیزې حالت ته ولاړ شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د مرکچي پلاوي غړي «شیر محمد عباس ستانکزي» د نوي اسلامي نظام پر جوړېدو او له دندې څخه د غني پر لیري کېدو ټینګار وکړ؛ ارګ وایي، د طالبانو غوښتنې د افغانستان د «دښمنانو» غوښتنو ته ورته دي او که غني کار پرېږدي افغانستان به د نویمو لسیزو حالت ته ولاړ شي.

ستانکزی او ورسره پلاوی چې روسیې ته په رسمي سفر تللی، هلته یې نن یوې خبري ناستې ته وویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په لاسلیک شوې توافقنامه کې د نوي اسلامي حکومت په جوړېدو توافق شوی؛ نو که چېرې غني واک پرېږدې او د نوي حکومت اطاعت ته سر ټيټ کړي؛ جګړه به پای ته ورسېږي.

د ارګ ویاند «دوا خان مینه پال» د ستانکزي څرګندونو ته په اشارې ویلي «حکومت د افغانستان له خلکو څخه مشروعیت اخیستی او د اساسي قانون له مخې د اشرف غني کاري دوره پاتې ده، چې په اړه یې قانون پوره وضاحت لري…که چېرې نظام ړنګ شي، موږ به نویمو لسیزو ته ستانه شو.»

د ارګ ویاند سره له دې چې ادعا کړې، د افغانستان خلک د شته نظام ساتل کېدل غواړي، تر څنګ یې طالبان هم تورن کړي چې د اوربند لور ته د تګ په ځای یې جګړه زیاته کړې.

یاده دې وي، چې ارګ داسې مهال د اشرف غني د استعفاء غوښتنې په وړاندې توند غبرګون ښيي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس باید په بین الافغاني مذاکراتو کې تر جوړجاړي او توافق وروسته افغانستان کې «نوی اسلامي حکومت» جوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx