افغانستان

تخار کې ۶۰ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): که له یوې په رسنیو کې د سولې مؤقت حکومت د جوړېدو خبرونو زور اخیستی، له بل پلوه د کابل حکومت په لیکو کې د «بې باورۍ» زیاتېدو له امله طالبانو ته د تسلیمیدونکو دولتي عسکرو او پولیسو شمېر کې هم ورځ تر بلې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په تازه مورد کې طالبان وايي، د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د څلورو قومندانانو په ګډون ۶۰ تنه دولتي عسکر او پولیس ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لنډ ټویټ کې د پورته شمېرې دولتي عسکرو د تسلیمۍ ترڅنګ ویلي، چې تسلیم شوو عسکرو ته د طالب چارواکو لخوا هرکلی ویل شوی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته د ګوتې په شمېر میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم په ټپه دریدلي حالت ته ورته دی، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

د تیر (۲۰۲۰م) کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته دغه لړۍ نوره چټکه شوې، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۶۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x