افغانستان

میدان وردګو کې د علیپور د ملیشو او پولیسو ترمنځ نښتې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نامسئوله وسله والو قومندان عليپور د ملیشو او پولیسو ترمنځ نښته کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا پېښه پرون د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ لومړۍ حصې ته یو شمېر دولتي عسکر د شیعه ملیشو قومندان عبدالغني علیپور د یو شمېر ملیشو د نیولو لپاره ولاړل، لیکن هلته د علیپور د پلویانو له مقاومت سره مخ شول او نښته رامنځ ته شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان الله داد فدايي له تیرو څو ورځو راهیسې د میدان وردګو ولایت بهسود لومړۍ او دویمې حصې ولسوالیو امنیه قومندانانو د معرفي کولو او هلته د پولیسو د پوستو په تحکیماتو بوخت دی.

نوموړی زیاتوي، پرون د جمعې په ورځ قومندان علیپور پورې اړوند یو شمېر نامسئول وسله وال د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ تعمیر ته څېرمه راټول شوي وو، په پولیسو او عامو خلکو یې ډزې وکړې.

هغه وايي، د لاریون په نوم د ګډوډۍ په دغه هڅه کې چې په خبره یې د سیمې له خلکو هم استفاده شوې وه، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او پنځه تنه پولیس، پنځه سیمه ییز خلک او اته تنه د علیپور ملیشو څخه ټپيان شوي هم دي.

آرین دغه راز څرګنده کړې چې د وضعیت د کابو کولو لپاره پولیسو هوايي  ډزې کړي او له پېښې سره په تړاو یې د علیپور ۶۸ تنه وسله وال نیولي او دا مهال په سیمه کې وضعیت آرام دی.

له بل پلوه په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ بیا ادعا کوي چې پولیسو په بهسودو ولسوالۍ کې په معترضو قومي مشرانو او عامو خلکو ډزې کړي دي.

نوموړی زیاتوي، له څه مودې راهیسې له بامیانو ولایت څخه یو شمېر کمانډو عسکر بهسودو ولسوالیو ته ورغلي، چې له امله خلک اندېښمن دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا د مهدي راسخ څرګندونې بې اساسه بولي او زیاتوي چې په ملکي خلکو ډزې د قومندان علیپور ملیشو کړې دي.

آرین د پېښې د لاروښانولو په خاطر سیمې ته د یو پلټونکي پلاوي د لیږلو خبر هم ورکړی دی.

په جنګي جنایاتو تورن قومندان عبدالغني علیپور چې پخوا د دولت پلوه اربکي ملیشو غړی ؤ، دوه کاله وړاندې په کابل کې د نا مسئولو وسله والو د قومندانۍ او اختطاف په تور پولیسو نیولی ؤ، چې وروسته بیا د اشرف غني د دویم مرستیال سرور دنش په ضمانت له بنده خلاص شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آیا کله هم طالبانو له علیپور یا لښکر فاطمیون سره مخامخ شوی؟ نه هیڅکله ځکه چی د طالبانو تړون له ایران سره دادی چی له فاطمیون او علیپور سره به جنګ نکوی ولو که ټول پښتانه په سیمه کی وټکوی. علیپور د کوچیانو ځمکی چور کړی، پښتانه یی له سیمی وښړل خو طالبان ورته څه ویلی نشی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx