نظــر

اسلامي حکومت؛ کاپي که ابتکار!«لومړۍ برخه»

استاد محمد زمان مزمل

یوه هر اړخیزه پېژندګلوي:
اسلام او اسلامي حکومت پخپلو کې یوه ځانګړې رابطه لري اسلام منحیث عقیده او شریعت ضرورت لري چې هغه د یو نظام په حد کې د تمثیل چانس پیدا کړي.

اسلامي حکومت پخپل وار د اسلام د عقیدې او شریعت د دعوت او تطبیق یوه وسیله ده، یو عادي مسلمان یو فوق العاده عالم کېدای شي نظر دېته چې اسلام د یو وروستي او نړیوال دین په توګه چې د کلیاتو او جزیاتو کوم تفصیل لري ضرور نده چې پدغه تفصیل باخبره وي ولې اسلامي حکومت او د حکومت د تصمیم مراجع هاغه مکلفیت ده چې د اسلام نه یوه پراخه او مکمله پېژندګلوي باید ولري او تر ډېره زیات د قرانکریم او احادیثو د هغې برخې چې د مسلمانانو د عملي ژوند، د دوی د عزت او وقار او نړیواله جغرافیه کې د هغوی د تسلط او موقعیت او ددې نه پورته د نورو امتونو سره د رابطې په اړه راغلي دي پدې کې سیرت، تاریخ او بیا د خلفاوو تاریخ مهمه دویمه برخه ده.

د اسلام نه محدوده پېژندګلوي او یا د متنونو پورې هر څه محدودول هغه کمبود دی چې اسلامي حکومت به پکې په هر لحاظ د یوې نیمګړې تجربې خلاوې ښيي.

اسلام او اسلامي حکومت په همدې لحاظ تفاوت لري چې په اسلام کې له اسلام نه پرته په بل دین باوري انسان د مسلمانۍ شرف نشي حاصلولی، ولې اسلامي حکومت پخپل قلمرو کې او د خپل ځانګړي عدالت له مخې مسلمان،  مسیحي، یهودي، ګبروترسا ټول د یو مواطٍ(سیټیزن) په پوره حیثیت ځایولی او خوندي کولای شي چې حقوق او وجایب یې د همدې تړون له مخې د اسلام د بدیل برابر رول دی.

اسلامي حکومت؛ یو اکاډمیک چوکاټ:
اسلامي حکومت د پیغمبر ﷺ په دوره او بیا د خلفاوو په دوره کې د یوه غوره ماډل په چوکاټ کې وړاندې شو او له دغو تجربو نه د اسلامي حکومت رکائز او سرې کرښې جوته شوې چې د اسلامي حکومت د ماډل رکائز او سرې کرښې به په ګډه له نظره تېرې کړو ولې ددغو سرو کرښو دننه ددغو رکائزو چوکاټ او مطرح تحولات په هر وخت کې د امت د مصلحت مطابق محدودیدای هم شي او پراخېدای هم شي.
او دا چې د خدای پیغمبرﷺ ددغې سیاسي تَلې او سیاسي تَللو یعنې د مناسب سیاسي تدبیر ډېر څه امت ته پرېښودل معنا یې دا شوه چې اسلامي حکومت باید د وخت د تقاضا او د وخت د امت د ګټو مطابق روان او د وخت د امت او خلیفه په ګډ تفاهم او مشوره د یوې بدلې شوې نړۍ سره د تلو توان ولري او له خپلو مطرح مخالفینو سره د سیالۍ او امت ته د یو وزین مقام پیداکولو او ساتلو په مقصد د بلا مطرح انتخابونو په منځ کې هغه دریځ او هغه فیصله انتخاب کړي چې د امت مصلحت یې ایجابوي.

د حضرت عمر رضي الله عنه دا خبره انصارو ته: چې تاسې کې څوک شته چې له ابوبکر نه مخکې شي هغوی وویل نه.

نو حضرت عمر وویل دا خپله پدې تنګو شرایطو کې ایجابوي چې ابوبکر ته لاس د بیعت ورکړو.
عینې خبره ښایي په بل موقف او بل ظرف کې همدا اغیز ونه لري.

دا چې د خدای پیغمبر تکرار تکرار د امت مخکښ یارانو ته ویل چې څوک اولی لامر ته سپک ګوري او د هغوی درناوی چلنج کوي خدای به هغه سپک کړي او دا چې هغه مبارک ویل هغه حاکم حکمران چې د هغه نه خپل رعیت ناراض وي هغه یو فراري او عاصي بنده ده پدې معنا چې پیغمبر هغه ته دوه مشورې ورکړي اول چې ځان اصلاح کړي او رعیت پخلا کړي او دویم کوم حاکم چې له هغه نه رعیت ناراض وي له هغه نه خدای هم ناراض ده او هغه باید د همدې لارښوونې په اساس د خپل ظالم حکومت له ادامې لاس واخلي او استعفا ورکړي.

دا دواړه ښيي چې په دواړو خواوو کې په غلط تصرف قرنطین لګېدلی او دواړه لوري امت او خلیفه پکې د مسلح اقدام پرته د هرې اصلاح چاره پرانېستې لري.

ددې مقدمې وروسته باید پدې پوه شو چې اسلام همدا فوق العاده ځانګړنه لري چې هغه د حالاتو او بدلېدونکي بشریت سره د تلو او رهبري کولو دواړو ظرفیت لري.

امارت، جمهوریت، خلافت او امامت دا ټول پدې خاطر چې سیاسي واژې دي په اسلامي نړۍ کې په ډېرو هېوادو کې د واقعیت برخه شوي ولې درې یې چې خلافت، امارت او امامت دی دا په یؤ فقهي مباحثه کې ښایي امارت او خلافت یې په سني ماحول او امامت یې په شیعه ماحول کې د ترجیح او دلایل ولري.

ولې همدا مصطلحات هومره چې د مذهب فقها پرې تاوده چلېږي هومره د بحث وړ ندي.
د حضرت عمر نه مخکې ابابکر رضي الله عنه د خلیفه په لقب یادېده ولې وروسته چې دا سلسله اوږده شوه حضرت عمر رضي الله عنه یې د خلیفة خلیفة رسول الله په اوږد لقب یادؤه، یؤ مشر صحابي پکې وویل ولې خلیفه ته امیرالمؤمنین نه وایو دا ښه وړاندیز بېله جدل او مباحثې خلیفه او مشرانو خوښ کړ.

که همدا خبره اوسنیو فقهي مراجعو ته وړل شوې وائ د امت فقهاو به پرې د حضرت عمر دوره تېره کړې وای او یایې د قطر په جرګه کې بحث ته یوسو نو خدای خبر چې د قطر وزارت خارجه به په دغو عزیزانو دیرش عربي فطوره “سباناري” او دیرش عربي غداوې “غرمه ناري” مصرف کړي.
راځو د جمهوریت واژې ته دا پدې خاطر د یؤ مسلمان لپاره ځکه ستوغه ده چې د بل او پردي تهذیب نه راغلې او د امت مشرانو او د امت علماوو په دې تېره اوږده پېړۍ کې د خپلو ټیټو دریځونو او د سیاسي بدیل د خلا له مخې او د غرب په فشار همدې جمهوریتو ته لاره ورکړه اوس په اسلامي هېوادو کې د واقعیت برخه دي د پاکستان اسلامي جمهوریت،  د ایران اسلامي جمهوریت، د افغانستان اسلامي جمهوریت او ډېر نور.

بیاهم که همدغه له غرب نه راغلي کاپي شوي جمهوریتونه د نوولسمې او اتلسمې پېړۍ له مطلقه شاهیو سره پرتله کړو هغه چې د امت مشران علماء پکې بې اعتراضه تاوېدل راتاوېدل بیاهم دغه جمهوریتونه د عدالت د منطق له مخې تر هغو سلطنتو غوره وه.

یو څه باید په ډاګه ومنو چې په اسلام کې د ژوند، علومو او میاشت په اړه د کاپي کولو مانع هلته مطرح ده چې له اسلامي اصولو او د اسلام له رکائزو بهر وي له دې پرته نقل او کاپي د اسلام د نیمګړیتوب معنا نه ورکوي.

دا چې قران د سبا د ملکي تدبیر مثبته خبره اول رانقل کړې او بیا یې د ځينو مفسرینو په روایت چې دغه برخه ” وکذالک یفعلون “دا د خدای د کلام برخه ده خدای هم د هغې خبره تایید کړې.
دا خپله ښئي چې اسلام د مثبتو خبرو او مثبتو دریځونو ولو د دښمن لخوا ویل شوي یا نیول شوي وي په نقل او تایید کې حرج نلري.

پرون د افلاطون او ارسطو فلسفه زموږ د مذهبي نصاب جز شوه د یؤه تقلید له مخې ځینې فکر کوي چې ارسطو د کوم مسلمان فقهي خسر تېر شوی وي ولې ایډسن او انشټائن سره علماء حساسیت لري په داسې حال کې چې وروستي فیلسوفان د مخکینیو نه زیات پوه او بشرت ته یې ډېر خیر رسېدلی ده.

بیاهم د پورته واژو او پدې اړه به د افغانستان مجموع علمي مراجع چې پکې د طالب مشران هم شامل دي باید یؤه انتخاب کړي مګر نه په جګړه او نه د خلکو د وینو تویېدلو په قیمت.

نوربیا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
najeeb

مواطٍ=مواطن

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx