نظــر

اسلامي حکومت؛ کاپي که ابتکار! «دوهمه برخه»

استاد محمد زمان مزمل

د همدې ځایه په مختصر انداز څو د رکائزو او سرو کرښو معرفي ته.

اوله رکیزه انتخاب:
د خدای پیغمبر د خپل ځایناستي په اړه د عامو لارښوونو پرته څه ونه ویل او د هغه د رحلت په اول سهار د هغه مهال د قوت مراجع چې د پیغمبر په جوار کې یې وزن او سرداري معلومه شوې وه د هغوی د زیات او بلا متفاوت نظر سره سقیفې “مشورو ځای” ته ننوتل بلا جنجالي بحث چې په سقیفه کې مخکې پیل شوی وه د حضرت ابابکر دې خبرې چې عربي ماحول او پرګنې د قریشو د مرکزي قوم پرته چاته په اسانۍ سر نه ټیټوي او د حضرت عمر دویم استدلال چې تاسې کې څوک شته چې د ابابکر نه مخکې روان شي،  هغه ؤ چې دې دؤه استدلالو مخالف مشران چوپ او لوی حضرت عمر له دغه فرصت نه په استفاده ابابکر ته لاس د بیعت ورکړ او نورو مشرانو هغه تعقیب کړ.

په مدینه کې د قوت د مراجعو پرېکړه د ټول امت پرېکړه شوه او پدې پرېکړه کې د امت سیاسي مسیر په یؤ نسبتا جمهوري نظام ته ورته بلکې د هغه نه پورته نظام په چوکاټ کې تعین شو.
وروسته په یؤ مناسبت کې لوی عمر د هغو کسانو په اړه باجراته حساسیت وښود چې د خلافت مسله یې خانداني او ارثي مسیر ته بوؤله او هغه پکې خپله تاریخي خبره غوڅه وکړه:
تاسې غواړئ ” په مدینه کې” هرېکلوسي نظام جوړ کړئ چې لوی هرېکلوس به مري کمکی هرېکلوس به یې ځایناستی کېږي.

د مدینې د خلافت نظام هغه مهال تر تېرو او تر څو نورو پېړیو پخپل دغه مترقي چوکاټ کې په دنیا کې مثال نه درلود خلیفه د ټولو vip امتیازاتو ځانګړنو پرته د ملت په منځ کې چا نشو موندلی.  پدې ډؤل دغه په اهلیت ،کفایت او د اکثریت په انتخاب ولاړ خلافت خپل نمونه هغه وخت دنیا ته وښودله او موږ ته په میراث پاتې شوه او هغه اقلیتونو چې بغاوت یې وکړ هغه ابابکر رضي الله عنه له همدې ځایه مات او سلامي کړل.

کله چې ابابکر پخپلو تلو شکي شو نو د تېرې تجربې د بې توازنه فضا په تأثر یې وغوښتل چې دا ځل د هغه چا لپاره پخپله او پخپل ژوند کې اعتماد او باور واخلي چې د خلیفه د ځایناستي لپاره یې له ټولو مناسب ګڼلی و تر څو د سقیفې جنجالي فضا تکرار نشي.

او د سقیفې د مشرانو په پرتله یې له ډېرو سره د حضرت عمر د خلافت په اړه مشوره وکړه او باور یې واخیست او دا پکې د دویم خلیفه د انتخاب لپاره یوه متفاوته لاره وه چې لومړي خلیفه پخپله د مدینې اهل حل والعقد دې پرېکړې ته برابر کړل او د هغوی لپاره یې یو کاندید ورکړ چې حضرت عمر وه.

په درېیم قدم کې کله چې حضرت عمر رضي الله عنه مرګونی زخمي شو هغه شپږ کسه کاندید کړل او هغوی یې مؤظف کړل چې د سقیفې او خپله د ابابکر د مشورو د مشرانو څو برابره نورو سره د درېیم خلیفه په انتخاب کې د خلکو رایه او باور واخلي او حضرت عثمان پکې درېیم خلیفه شو.
دا ټول یو شی ښئي او هغه دا چې د شرائطو د برابرېدو مطابق د اعتماد او رایې اخیستلو کمربند هر ځل تر لومړي پراخ شو او دا هم پکې ښکاري چې په دوو وروستیو انتخاباتو کې د کاندید مسله هم وه.

اوس چې دنیا په یؤ متآثر کوونکي مسیر کې روانه ده نه ښایي چې د څرګندو موانعو پرته سیاسي اسلام د خپلو خلکو او نورې نړۍ په منځ کې یؤ له وخت تېر او زوړ مذهب معرفي کړو او د اسلام د سیاسي رکائزو په مراعت او د اسلام د سرو کرښو دننه د انتخاباتو او کاندیدانو په متداوله طریقه کې د یو جذري مراقبت او تغیر وروسته په یؤه اصلاح شوې طریقه کې د یؤې تجربې په حیث ومنو.

د یو واقعیت د زغملو په حساب د امت علماوو د متغلب حکومت هم له جنګ نه ښه ګڼلی او د دویم خلافت سره یې د جنګ په ځای دویم هم په اندلس کې وزغامه.

د همدې ځایه خلیفه په اسلام کې امت انتخابوي طریقې یې د وخت سره طبیعي ده متفاوتې راغلي دي د خلیفه عزل هم د هماغې مرجع لخوا کېږي چې خلیفه یې نصب کړی.

همداسې یؤه بله قضیه چې امارت او جمهوریت سره پکې توپیر لري چې امیران مادام العمر پاتې کېږي دا هومره چې د مصلحت خبره ده د شریعت خبره نده ځکه د خدای پیغمبر وایې:
المسلمون عند شروطهم.
په اوس مهال کې او بیا په اسلامي نړۍ کې چې جمهوریتونه په شاهیو بدلېږي او د تنظیمو مشران پکې په سردارانو بدلېږي زه فکر کوم چې د توقیت خبره پکې د یؤه لوی مصلحت او د شاهي نظامونو د بدیل د مخنیوي په خاطر ښه دا ده چې امیران ،امامان او خلفاء د معینې مودې لپاره وټاکل شي په دې کې د شریعت د هېڅ اصل سره ټکر نشته.

په انتخاب کې لاندې شیان مهم دي:
۱-خلیفه باید سالم وي، عالم وي، تر ټولو غوره او اهل وي.
ولې ددویم او درېیمې درجې شخصیتونه چې پکې راشي مانع نشته د مرجوح امامت هم د فقهاوو له نظره صحیح دی.

دویمه رکیزه؛ ولي الامر خلیفه باید د مشورو پابند وي:
په دې معنا چې امیر باید ټیم “بطانه” او یا شورا ولري او اهل خلک انتخاب کوي.

درېیمه رکیزه:
ولي الامر خلیفه باید پخپل شخصي ژوند کې د قران او د سنتو د لارښوونو سره برابر روان وي.

څلورمه رکیزه:
اجراآت یې باید په عدل مبتني وي، په اسلام کې د عدالت بکسه د ارزښتونو یؤه درنه مجموعه لري چې تر ټولو لویه پکې دا ده چې په اسلام کې د خدای په نزد د حکومت په وړاندې د قاضي د میز په مخ کې ټول انسانان برابر حیثیت او مقام لري او د خلافت په دوره کې په دې اړه تر ټولو حسینې نمونې تاریخ ته پاتې دي.

په همدې خاطر حضرت عمر د یؤه عادي مصري پر مخ د څپیړې د قصاص لپاره د مصر د ځواکمن فاتح او ځواکمن والي عمرو بن عاص زوی قصاص ته حاضر کړ.

پنځمه رکیزه:
کار اهل ته وسپاري.

شپږمه رکیزه:
د امت اهداف او موخې تعقیب کړي چې په لاندې ډول دي:
د اسلام خپرول،  د شریعت تطبیق، د امت له پولو نه دفاع ،د امت خدمات او رفاه،  د تصحیح او اصلاح زغم یعنې د امت محاسبه او مراقبه ومني.
دویم ؛سرې کرښې:

۱-په اسلام کې د منتخب حاکم پر ضد مسلح مقاومت بغاوت دی ولو ظالم هم وي.

۲- د غیر مسلح مخالف یعنې چې څوک حکومت او خلیفه په نصیحت چلنجوي د هغه وهل، ګواښل، وژل د عدالت نه تخطي او غدر ده.

۳- د خپل حکومت پر ضد له بهرنیو سره تماس د هغوی کومک جلبول دا غدر او له امت سره خیانت دی.

ولې پورته چوکاټ او مسائل د ننني معاصر لوستي او سیاستوال د قناعت لپاره کافي ندي پدې خاطر د پورته مطالبو پر همدغه بستر په یؤه ازاده مناقشه کې غواړم چې د څو مختلفو عنوانونو لاندې د اسلام سیاسي فقه په دغه حساس ظرف کې چې په قطر کې پر هغه جدي بحث روان دی طالب مشرانو او د هغوی مخالفینو او د افغانستان لوستو ته وړاندې کړم.

نوربیا…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وَلَنْ يَّجْعَلَ اللّـٰهُ لِلْكَافِـرِيْنَ عَلَى الْمُؤْمِنِيْنَ سَبِيْلًا (141)سوره النساء آیات ۱۴۱.معنی:الله به هیڅکله کفاروته پرمسلمانانودکامیابۍ لارورنکی،آیا زموږ په مسلمانی کی شک دۍ اوکه ولی کفارپرموږغالب دی.په قرآنکریم کی خوشک نسته

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx