نظــر

اسلامي حکومت؛ کاپي که ابتکار! «درېيمه برخه»

استاد محمد زمان مزمل

اسلامي حکومت؛ یوه د وخت سره تلونکې تجربه:
اسلامي حکومت په تېره هغه چې په مدینه کې راغی او بیا تر راشدو خلفاوو پورې یې په سمه طریقه دوام وکړ دغې تجربې پدې اړه ډېر مسیر او هویت جوړونکي ارزښتونه په میراث پرې ایښي چې تر ټولو لوی پکې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت، داخلي تعامل، غزوات ،بهرنیو حکومتونو سره د رابطې پاتې میراثه او د هغه پسې د پاتې خلفاوو د اجراآتو او کړنلارو تعقیب او تر ټولو بله لویه پکې دا ده چې خلیفه او حکومت پکې د وخت مطابق او د کُلي اصولو دننه د نویو او بِکرو اجراآتو چانس لري.

د راشدو خلفاوو په دوران کې که په یؤ ژور نظر د هغوی اجراآتو، فیصلو او نوښتونو ته ورشو نو وبه ګورو چې یوه تجربه د بلې سره ډېر تفاوت لري او دا پکې د وخت او تحول هغه سوغات دی چې هر وروستي خلیفه ته یې د لومړي په نسبت د ضرورت او تحولاتو له مخې ورکړیدی، بلکې آن د خلیفه په انتخاب کې د ابوبکر رضي الله عنه د انتخاب په پرتله د حضرت عمر رضي الله عنه د انتخاب طریقې توپیر درلود همداسې د حضرت عثمان رضي الله عنه د انتخاب طریقې چې د مدبر حضرت عمر په توصیه یې کرښې واضح شوې هغه له دوو اولو انتخابو سره ډېر او متفاوت توپیر درلود.

د قادیسې د غنایمو د توزیع په مهال لوی عمر رضي الله عنه وویل:
دا مال او غنایم ستاسې حق دي او زه یې باید ستاسې تر کوره ورسوم او که ما دا له ځان سره وساتل او تاسې پکې مجبور شوئ بار بار زما تر درباره ځان راورسوئ نو ما به دربار یعنې سلطنت جوړ کړی وي او دا کار نه کوم.

او همدا ځای ده چې اسلامي حکومت د غربي جمهوریتو سره بنیادي توپیر لري دلته د امت امکانات د خلیفه د نوم، اعتماد، شهرت او بیا ټاکلو لپاره نه کارول کېږي ځکه دا کار د سلاطینو او نیمه غیر شرعي حکمرانانو او تر ټولو ډېر د غربي جمهوریت د هغو لویو سرمایه دارانو او د کمپنیو کار دی چې پخپلو مصارفو خلک اخلي او بیا حکومتونه د خپلو کمپنیو ،تولیداتو او وسلو د خرڅلاو په نمایندګیو بدلوي افغانستان او عراق یې لوی مثال دی.
وروسته د اسلام لوی خلیفه وویل:
په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې تویېدې هغه وویل: که له تاسو سره د امت د رفاه او خدماتو په اړه ښه نظریات او څه وي نو له ما یې مه سپموئ او بیا یې په وروستي خبرو کې وویل کوم څه چې زه یې ستاسو په اړه سوچ او ارمان لرم کاشکې تاسې لره علم وائ چې زما په زړه کې ستاسې د رفاه خدماتو په اړه څه ګرځي.

دا پکې د اسلامي حکومت دویمه ځانګړنه ده چې خدمات او رفاه د حکومت له اساسي دندو څخه دی، داسې نه چې د جهاد په عنوان راټول شوي امکانات، غاړکۍ په پېښور کې د مشرانو د هغه مرفه ژوند لپاره مصرف شي چې زیاتو یې پخپلو خلکو کې د پاکستان د صوبايي وزیر اعلی نه اوچت او بادبدبې چلېدل، داسې نه چې یو طالب وزیر پکې خپل وزارت ته د شهرنو د قصابۍ له کوڅې څو بشپړ پسان راوړي او ولس یې د سړکو پر غاړه پر بولانیو څري او یا دا چې د ناټو، اروپا او امریکا په خیرات حمایه شوي حکمرانان د ځان او ملګرو لپاره کابل پر اویاوو بلاحصارو او هغو سیمنټي تختو کلابند کړي چې دوی یې تر شا نه د فرشتې کوهستاني د وینې او ژوند د ساتلو مسؤلیت او شرف ولري او نه یې د پوهنتون د استاد شهید نیازي او نه د مظلوم شهید مژده او په زرهاوو نور چې هره ورځ د شهرنو د کوڅې د پسانو غوندې مري او دوی پکې لاپې وهي چې موږ جمهوریت راوړی.

دا تېره لویه مقدمه پدې اړه وه چې اسلام د اسلامي حکومت په اړه چې څه کلیات او ارزښتونه راوړي دي هغه پخپل ذات کې د اسلامي حکومت له پیل نه او بیا پدې اوږد تسلسل کې هغه د کاپي کولو لپاره د سیاسي عرف، اصولو کلیاتو او اجراآتو لویه میراثه لري چې باید هم کاپي شي.

ولې وخت او د وخت تحولات د اسلامي حکومت ستونزې او خدمات ، د خلفاوو هوډونه او ارمانونه پخپلو کې ډېر تفاوت لري او اسلام دغه سلسله د هاغو ابتکارونو او نوښتونو لپاره بستر ګرځولې چې د وخت حکومت او خلیفه یې په ارزښت، قیمت، کمولو او زیاتولو په شدت او نرمۍ، په معاهدو، جګړو او ټولو متحولو حالتو کې یې په فلسفه پوهېږي.

دا یوازې د حاکم لپاره نه بلکې په اسلام کې د قاضي لپاره هم په ډېرو برخو کې چې د مسایلو تفاوت یې ایجاد کړي همداسې د یوې نوې فیصلې ځای شته.

د همدې ځایه د حضرت سلیمان علیه السلام دا کار چې هغه په خپله پرمختللې پاچاهي او فوق العاده اجراآتو کې د ملکې تخت د سترګو په رپ کې اورشلیم ته راوړ او بیا یې په مرمري خیابان باندې د سبا د ملکې تېرول وه دا یې ټول د یؤه مذهبي دعوت وسیله کړل.

نن اسلامي حکومت د سیاسي طرحو، پرمختللو نظامونو ، د ویټو د دوران د ماورا القاره ای امپراتوریو سره د سیالۍ میدان او بې رحمه رقابت کې ځای پیدا کوي چې د اسلام او اسلامي حکومت په فلسفه اګاه انسان یې عمق او د تدریجي او پور مرحلو په عمق پوهېږي ځکه موږ د یوې سیالې تجربې نه دوه پېړۍ مخکې شاته شوي یو پدې معنا چې د عثماني خلافت وروستۍ پېړۍ د پرمختلونکي اروپا سره د سیالۍ لپاره پخپل لوی قلمرو کې نه صحیح سوچ درلوده او نه صحیح تدبیر او پرمخ نسکوره شوه.

مرسي هم همدا سوچ درلود چې مصر د یؤ اسلامي حکومت تجربې ته ننباسي، ولې د خادم الحرمین الشریفین او د خلیج د حکومتونو نه باوریو په هغو بندیخانو وسپاره چې مرسي رئیس پکې د یؤ څارنوال له تحقیق نه په میاشتو وتی نشي مصریان ښایي پوه شي چې دوئ به په کومه دنیا کې ژوند کوي لکه مجاهدینو چې کابل ته په تلو د فلسطین د ازادۍ خوب لیده.

له پورته باید دا زده کړو چې غرب او شرق په علمي او سیاسي تجربو هومره بسیا ده چې د یؤه نغد او سیال مقام پیدا کول پکې د مجاهد او طالب له وسې پورته بلکې د وخت خبره ده.
پرونی روم او فارس چې د مراحلو په حساب دواړه په کهولت کې وه دغه دواړه د نننیو قاره محاصره کوونکو امپراتوریو سره چې موږ او مسلمانان یې په منځ کې د یؤه اسلامي حکومت د ټوکولو هوډ کړی دا دواړه پخپلو کې ډېر تفاوت لري دا بېله خبر ده چې موږ نن په یؤویشتمه پېړۍ کې د خپلو اشغال شوو هېوادو په دننه د خپل بام نه له هغوی سره چریکي جګړې کوو او د ملتونو په مقاومت د هغوی د اشغال د ادامې شرایط تنګوو دا د اسلامي حکومت پورې هېڅ اړه نلري د خپل بام په سر د خپل هېواد لپاره جنګ دا هومره چې افتخار افرین ده دؤه برابره د ننګ او پېغور خبره ده چې ددې هېواد خلکو د خپل هېواد په ساتنه کې هومره غفلت وکړ چې اشغالګرو یې د کور تر دېوالو راورسېدل.

بیاهم که له هېواد نه د اشغالګرو شړل او وتل کوم افتخار شي تر موږ په کم مصرفه طریقه یؤ هندي هم خپل هېواد ازاد کړ پرون او تر موږ په ښه قربانۍ ویتنامي هم چې یؤ یې هم نه د توحید بیرغ داران دي او نه یې په هېوادو کې کورنۍ جګړې ته لکه زموږ په شان په بې ننګۍ کېوتل بلکې تر ټولو اوچت د عزت بیګویچ وړه بوسنیا وه چې د ښکرورو اروپایي امپراتوریو د قارا پیما توغندیو، ډیپوګانو په منځ کې بې ږیرې او لونګوټي عزتمنده بوسنیا ازاده او سرفرازه کړه چې د في سبیل الله خبره پکې رښتیا وئ نور دې دا مجاهد او طالب د ملت د ازادۍ جګړه پر ملت او موږ تکرار نه پلوري او پرېږدې دي چې دا ملت خپل سرنوشت په مکروه او یا مباح انتخاباتو وټاکي دا ځکه چې د اشغال ماتؤل د یؤ ملي ازادۍ هوډ دی او ددې پر نورو پاسلؤل کم اصل تهذیب ده.

منم چې د شوروي او امریکا ماته لویه خبر ده خو دا د هغوی په کور کې نده واقع شوې ایله مو د بام له سره د خپل کور دفاع کړې، همدا وجه او تفاوت ده چې د اسلامي بیرغ قهرمانانو افغانستان په جګړو واړوه او اوس یې هم راتلونکی مقدر معلوم نده، ولې په مقابل کې د پوتین روسیي په لنډ عمر کې منځني ختیځ او افغانستان کې د تېر مات شوروي نفوذ او اغیز ته ځان ورسوه.

ارګ ته په ننوتلو څه ننوتونکی مُلا یې څه امي دا فوق العادګي نه ایجادیږي چې ارګ ته په ننوتلو به کابل ددغه چین، روسیي او امریکا سیال شي هغه چې دا پنځوس کاله یې موږ په خیراتونو او مرستو ژوند تېروو.

منم چې د انساني عدالت په حساب موجوده امپراتورۍ او روان تمدن ژور کمبود لري چې د اسلام پرته ددغه کمبود ډکول یؤه ستونزمنه قضیه ده، د طالبانو تېر حکومت د فیصلو او ژر فیصلو له مخې یؤه نسبي ښه نمونه وه مګر دا هر څه ندي او نه باید ټول حساب پدې وکړو.

یو څه چې باید ټول یې ژور درک کړو چې د شعار مسلمانان یواځې په شعار دا دروند پیټی تر منزل نشي رسولی لکه د شوروي د ماتې په مهال یې چې راوړی پیټی په دوو هفتو کې له خپلو اوږو وغورځاوه.

د امت موقعیت ،غوښتنې او د وخت سره ددغه امت برابر روانول د حضرت عمر غوندې تدبیر غواړي ځکه موږ د یؤ ژور جاهلي ګاونډ په منځ کې یو.

هلته چې حضرت عمر رضي الله عنه یمن ته تلونکي والي ته وویل چې ته به هلته څه کوې؟
هغه وویل: حدود به تطبیقوم او د غله به لاس پرېکوم…

حضرت عمر والي ته وویل:
اول باید خلک ماړه کړې که تا د یؤه وږي لاس پرې کړ نو عمر به ستا لاس پرې کړي.
د لوی عمر دا سوال او دا ځواب دوه کتابه خبرې په خپل داخل کې لري.

دغه وږی او خیراتخور اسلامي امت چې اقبال یې تقدیر بدلول فرض ګڼلی وه دغه خیراتخور امت موږ ته د اسلام په نامه نامسلمانو حکمرانانو په میراث پرېښود.

همداسې په عام الرماء یعنې د کهتۍ په کال چې د لوږې او تنګو روزیو کال وه حضرت عمر د سرقې حد معطل کړ.

بلکې تر دې هم زیات هلته چې په همدې کال کې د امت د لوی بار او خدماتو په فلسفه اګاه مذهبي حضرت عمر د کال په اخر کې چې حالات بدل شول خلکو ته وویل:
که کهتي کمه شوې نه وائ او حالات بدل شوي نه وائ نو ما به د هر بډای په ورځني دسترخوان د هغوی د کورنۍ د غړو د شمیر برابر نور وږي ورشریک کړي وو.

لوی عمر د میلادي وومې پېړۍ په منځ کې د نسبتا یؤه ستوې او ناپېچلې ټولنې په دننه کې د انساني خدماتو او اجتماعي عدالت په رښتینې فهم د ناببرو حالاتو د تدبیر په اړه له خپل دین او د اسلامي حکومت د بشپړ مکلفیت په درک د تحول هغسې یو زړی فرمان مطرح کړ چې ته واا هغه په نوولسمه پېړۍ کې د لومړي جنګ بحران ځپلې نړۍ د پای کلونو په بدغونې ناورین ولاړ دی او د خپل طرف د ژوندي ساتلو لپاره تدبیر نیسي.

د لومړي جنګ د ترینګلي پړاو ناورین چې د یؤ ناسم تدبیر له مخې یې نیمه دنیا په کمونېستي غیر طبیعي تحول ودراوله چې نیمه پېړۍ یې دوام هم ونکړ.

سیاسي فقه چې د خلافت په تلو، بدلېدو او قومي خلافتو په راتلو کمزورې شوه د همدې ځایه د حضرت عمر دا ټولې خبرې اجراآت په تېره وروستۍ د مسلمانانو د مشر لپاره د یؤ عادلانه نظام په اړه هغه عمق او د تحول هغه پرانیستی چانس په ګوته کوي چې حضرت عمر رضي الله عنه پخپلو غوره اجراآتو کې د معترض او جدلي فقهاوو لپاره څه پرېنښودل او د سیاسي فقهې همدغه توانمند چانس وه چې ایراني ملت د خپل ظالم پاچا په تښتېدو د مدینې عدالت ته سر ټیټ کړ.

او همدا پکې هغه لویه بېلګه ده چې د امت اوسني مشران باید پوه شي چې ددوی اجراآت او سیاستونه دي چې دا امت یې د نورو دښمنو امپراتوریو په کمربند کې محدود، شل او له سیالۍ لویدلی ساتلی دی.

دا ټول چې وویل شول پدې خاطر چې زمانه له ځان سره د تحول، پېښو، ناببره حالاتو هغه درنه سلسله لري چې مناسب تصمیم پکې د وخت خلیفه په تدبیر، وسیع افق او د اسلام نه په یؤ صحیح فهم په حساب نیسي.

نوربیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx