افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د مؤقت حکومت پایله به «وینه بهېدنه» وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د مؤقت حکومت د اوازو په وړاندې توند غبرګون ښودلی او په خبره یې، تر دې وړاندې هم افغانستان کې مؤقت حکومتونه رامنځته شوي، چې په پایله کې يې خونړۍ جګړې شوې دي او وینې بهېدلې دي.

غني چې د «سپېن امنیتي ناستې» ته یې نن ماښام له ارګه خبرې کولې وویل، چې مؤقت حکومت د حل لار نه ده او نه هم په افغانستان کې دې ډول حکومتونو پایله ورکړې؛ ځکه دده له قوله، د «شوروي له ملاتړه د برخمن وروستي افغان حکومت مشر» ډاکټر نجیب له مؤقت حکومت سره موافقه وکړه؛ خو په پایله کې یې بشپړ نظام سقوط شو.

غني وړاندې ادعا کړې، چې دی د سولې مخالف نه بلکې «د سولې قهرمان» پاتې شوی او د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون په ګډون یې په دې لاره کې ستر ګامونه اخیستي دي.

نوموړي د حکومت له لوري خلاص شوي طالب بندیان تورن کړل، چې نوي سلنه یې د جګړې ډګر ته ستانه شوي او هغه «تعهد» په ځای شوی نه دی چې زلمي خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حکومت ته ورکړی و «اوس د خلاصو شویو طالب بندیانو نوي سلنه یې د جګړې په ډګر کې دي. زلمي خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موږ ته ډاډ راکړی و، چې د بندیانو له خلاصون سره به د جګړې د شدت کچه د پام وړ راټيټه کړل شي او اوربند به تامین شي؛ خو د بندیانو له خلاصون وروسته برعکس د جګړې کچه لوړه شوه.»

د غني له قوله، په نږدې راتلونکې کې به د امریکا د متحده ایالاتو د نوي ادارې له لوري یو ټیم د افغان سولې په اړه د بحث په موخه کابل ته راشي او تر څنګ به یې د افغان سولې لپاره په ګمارل شوي ټیم کې ځیني نوې څېري د خلیلزاد تر څنګ ځای کړل شي.

په افغانستان کې د ناټو عسکرو د شتون او یا خروج په اړه غني وویل، چې د ناټو تړون په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته لېوالتیا لري؛ خو د غني له قوله، ناټو په دې برخه کې د امریکا مرستې ته اړتیا لري او له دې مرستې پرته نشي کولای ماموریت روان وساتي.

د غني له لوري پورتنۍ څرګندونې وروسته له هغه دي، چې نن په مسکو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال «شیر محمد عباس ستانکزي» وویل، که غني له واک تېر شي او د نوي اسلامي حکومت اطاعت ته غاړه کښېږدي، په افغانستان کې به جګړه ختمه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا اوس خو لکه چه گلان وریژی چه موقت حکومت کی به وینه تویه شی

ملا جانان

غني په خپل انتخاباتي کامپاین کي تعهد کړی وو چي ټول طاب بندیان به بې قیدو شرطه خلاصوي. حال دا چي ۱۱۰۰۰ په شاوخوا کي طالبان تر اوسه د ده په بند کي دي. هغه یې یرغمل کړي دي او غواړي چي په مټ یې د اوربند غوښتنه په طالبانو ومني. هر موقف که کوچنی وي که غټ یو امانت دی چي باید درواغجن ته ونه سپارل سي. غني باید یا خو استعفاء ورکړي او یا دي دا بندیان بې قید وشرطه خوشي کړي. که دا دوه کارو کي یو هم نه کوي بیا دي نو خبري هم نه کوي.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx