ادبي لیکني

“ويښې ګوتې تاند قلم” کتاب چاپ شو

“ویښې ګوتې تاند قلم” د هېواد نومیاليو  لیکوالانو په ګوتو لیکل شوی خورا په زړه پورې اثر  دی چې  په (۱۳۰) مخونو  په غوره کیفیت او ښایسته ډیزاین کې د الرائد خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوی.

کتاب یواځې د قلم په ارزښت او درنښت لیکل شوی چې د خپل ډول تر ټولو جالب کتاب دی.

د کتاب نور څرنګوالی خو به لوستونکو ته هغه وخت ورمعلوم شي چې کله یې په لوستلو سره د دماغ غرنۍ سیمه ګلورینه کړي، خو د غوره والي او محبوبیت یوه بېلګه یې د هیواد د نامتو علماؤ او تکړه لیکوالانو لیکنې او مقالې دي چې د قلم په ارزښت او درنښت را څرخېدلي.

کتاب ته د محترم ایمل عزیزي صاحب  یوې په زړه پورې سریزې هم ښکلا وربښلې ده.

په ځانګړې توګه  په کتاب کې د هیواد  مشهورو لیکوالانو قاری صاحب سعید زرمتی،  داد محمد ناوک،  محمد الیاس فاتح،  محمد عمر منیب، فضل باري مشفق، سعد کټوازی، موسی فرهاد، نصیب زدران، علامه محمدي او صفي الله رائد سربېره ډېرو ښو قلموالو  په زړه پورې لیکنې کړي.

کتاب به ډېر ژر د پېښور او کوېټې سربیره په ټول افغانستان کې خپور شي ان شاءالله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx