شعـــــرونه

د تېر عمر حسرت/ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

اخ عجب ژر مي د عمر دوران تېر سو
پرې پوه نه سوم د ځوانۍ، مستۍ وار تېر سو

زما د هيلو ګل تازه پر غوړېدو و
چي د ژوند پر بڼ مي ډېر بد ناتار تېر سو

لکه اښمه د پسرلي چي ژر سي تېره
هسي زما د ځوانۍ وخت په تلوار تېر سو

په اته شپېته اتيا کلنی ايسم
دا په دې چي تريخ ژوندون پر ما خوار تېر سو

ما ويل پر ښکلو اخلم به خوندونه
خو چي ګورم بيا دوران د دې کار تېر سو

زړه مي اوس هم د ځوانۍ کارونه غواړي
خو دا ږيره وايي نه دا روزګار تېر سو

وايم راسه ځان له سره بيرته ځوان کړه
خو دوران د هغه ځوان کندهار تېر سو

پر وطن مو د خزان باد چلېدلی
وخت د می او د ساقي او ګلزار تېر سو

اوس خو ژوند نه دی تر مرګه رسېده دي
وښه ژوند ته وخت د نور انتظار تېر سو

انتظار د مرګ کوه هيلي دي پرېږده
بس ستا ژوند دغسي لنډ خوار وزار تېر سو

ای همته ! تنها ته دغسي نه يې
دغه ژوند دي هم پر مور او هم پلار تېر سو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx