روغتیا

د کرونا پر ضد «نوواوکس» امریکایي واکسین ۹۰ سلنه فعال دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په لړ کې امریکایي شرکت نوي واکسین چمتو کړي چې په وینا یې د ناروغۍ پر وړاندې ۸۹.۳ سلنه فعالیت لري.

بي بي سي د برتانیا د طبي چارو مدیر فرګوس والش له خولې لیکي، د «نوواوکس NOVAVAX» شرکت لومړي واکسین چې په برتانیه کې یې لومړنۍ ازموینې ترسره شوي د کرونا ویروس پر وړاندې لوی تاثیر ښودلی دی.

د برتانیا لومړي وزیر بورس جونسن دغه لاسته راوړنه ستایلې او په وینا یې په برتانیا کې د درملو تنظیمي اداره اوسمهال لا هم واکسین ارزوي.

د برتانیا حکومت وایي، تمه کیږي د درملو او صحي پاملرنې محصولاتو تنظیمې ادارې لخوا د یادو واکسینو د کارونې له تصویب کېدلو وروسته د روان کال په دویمه نیمایي کې ورکول پېل شي.

د نوواوکس واکسین په برتانیا د طبې ازموینو په دریمه مرحله کې چې پر رضاکارانو وازمویل شول، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په مخنیوي کې ۸۹.۳ سلنه اغیزناک ثابت شوي دي.

په دغه ازموینو کې له ۱۸ کلنۍ تر ۸۴ کلنۍ کسان شامل وو، چې له برخې یې د ۲۷ سلنو عمرونه له ۶۵ کلنۍ پورته وو.

په برتانیا کې د واکسین چمتو کولو مسؤول ناظم الزهاوي وایي، «وروسته له دې چې ما په خپله د نوواوکس واکسین په ازموینو کې برخه واخیستله، زه ددې مثبتو پایلو په اړه ډیر خوښ یم، زه په ازموینه کې د زرګونو رضاکارانو مننه کوم چې له دوی پرته د واکسینو پایلې ښودل ناشونې دي».

برتانیا له دې وړاندې د آکسفورد «استرازینیکا» واکسینو ۱۰۰ ملیونه ډوزه، او د فایزر-بیونټيک واکسینو ۴۰ ملیونه ډوزه ِغوښتنه کړې وه چې دا مهال په برتانیا کې ورکول کیږي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې برتانیا د درې شرکتونو واکسین په بیړني ډول هېواد کې په زرګونو کسانو ته ورکړې دي، او د بي بي سي د راپور له مخې تمه لري تر راتلونکې جولایي میاشت پورې د نوواوکس ۶۰ ملیونه نور واکسین هم ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx