روغتیا

د کرونا واکسین ترلاسه کولو وړاندې او وروسته، دغه «۱۰» شیان په پام کې ونیسئ!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): کرونا ویروس په نړۍ کې د ۲.۱ ملیون زیاتو کسانو د مړینې او له ۱۰۰ ملیونو زیاتو د اخته کېدو لامل شوی، په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي پر وړاندې یې ګڼ شمېر کسانو ته واکسین چمتو کړي.

ځینې هېوادونو له خلکو غوښتي که غواړي واکسین ترلاسه کړي ځانونه راجستر کړي، په داسې حال کې چې په ځینو هېوادونو کې ددې لپاره یو معیار ټاکل شوی چې د واکسین په اخیستو کې لومړیتوب لري او موافقه یې کړې چې روغتیایي کارکوونکي، بوډاګان او هغه کسان چې اوږدمهالې ناروغۍ لري په لومړي سر کې ورکړل شي.

که چیرې تاسې هم د هغو کسانو په لیست کې یاست چې ژر واکسین اخلئ، نو د روغتیا سازمان داسې ۱۰ مشورې ورکوي چې یو کس یې باید له واکسین وړاندې او وروسته په پام کې ونیسي.

لومړی

باید د خپلو لومړیتوبونو ترمنځ پوهه شئ چې څوک زیات د واکسینو مستحق دی، که تاسې یاست له طبي چارواکو سره اړیکه ونیسئ.

دوهم

د واکسینو نه اخیستلو په اړه ستاسې پریکړې، معلومات یا غلط فهمیانې بې اساسه دي، که څه هم پر ټولنیزو رسنیو ددې په اړه یو شمېر ناتایید شوي او بې سرچینې خبرونه خپاره شوي او لا خپریږي.

دریم

که له کرونا ناروغۍ بیرته رغېدلي هم یاست باید واکسین واخلئ.

څلورم

که چیرې هممهاله پر ویروس اخته او یا له داسې کوم کس سره مخ شوي یاست چې پر دغې ناروغۍ اخته وي د واکسین اخیستلو لپاره له تګ څخه ډډه وکړئ.

پنځم

که تاسو له ویروس څخه رغېدلي یاست او له یوې میاشتې تیرېدو وروسته هم ددغې ناروغۍ ځینې نښې لرئ، باید واکسین واخلئ، په ځانګړي ډول که تاسې د ستړیا، دردونو او سر دردۍ ستونزې لرئ.

شپږم

باید په پام کې ولرئ چې لږ تر لږه د واکسین دوهم ډوز ۱۴ ورځې وروسته واخلئ، په ځینو واکسینو کې دغه موده نوره ډیره ده.

اووم

که چیرته کوم حساسیت یا ځانګړې الرجي لرئ، یا مو د نورو واکسینو ترلاسه کولو وروسته ستونزې موندلې وي، د کرونا واکسین اخیستلو دمخه مسلکي کسانو یا روغتیا پوهانو ته خبر ورکړئ.

اتم

وروسته له دې چې تاسې د واکسینو لومړی ډوز واخلئ له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو په طبي مرکز کې انتظار وکړئ، تر څو ډاډ ترلاسه کړئ چې واکسین هیڅ ډول حساسیت نه لري او یا هم د موټر چلولو توان لرلی شئ.

نهم

د واکسین دوهم ډوز اخیستلو کې غفلت او سستي مه کوئ، ځکه چې ددې یو خوراک اخیستل ممکن تاسو ته د ویروس څخه روغتیا درنکړي.

لسم

که تاسو واکسین ترلاسه هم کړئ، که هغه لومړی ډوز وي یا دوهم، باید ماسک اغوستلو ته دوام ورکړئ، ټولنیز واټن مراعات کړئ او لاسونه پریمنځئ.

ساینس پوهان لا هم پر کرونا ویروس د راپورته شویو بدلونونو څخه ویره لري، تر دې دمه کرونا ویروس په ۲۰۲۰م کال کې ۳۸۰ زره جنیاتي بدلون رامنځته کړی، دوی ګوري چې نړۍ دا مهال د ویروس پراختیا او بدلون سره په سیالۍ کې ده، ددې غوره حل دا دی چې بېلا بېل فعالیتونه، تعاملات او سفرونه ودروي او د واکسینو تولید ګړندی کړي.

اوسمهال ګڼ شمېر اروپایي هېوادونو په همدې خاطر چې د ویروس نوي نسل خپریدو مخه ونیسي ګرځېدل منع او سفري بندیزونه وضع کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx