دیني، سیرت او تاریخ

پېښور: په جامعه امام بخاري مدرسه کې د زده کوونکو ترمنځ د تقريري سياليو غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د افغان مهاجرینو اړوند جامعه امام بخاري مدرسه کې د مدرسې ادارې له لوري د زده کوونکو دعوتي وړتيا غښتلي کولو په موخه د تقريري سياليو او انعامونو د وېشلو غونډه  وشوه.

په دغې سيالۍ کې د مدرسې لسګونو زده کوونکو ګډون کړی و او يو شمېر بهرني مېلمانه هم ورته رابلل شوي وو.

په دغه سيالۍ کې پر دوو موضوعاتو «په اسلام کې د خپلوۍ پاللو اهميت» او «د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق» ويناوې وشوې.

 

د تقريري سياليو د ارزونې کمېټې د شيخ حبیب حضرت او شيخ خان محمد منصور په مشرۍ په دغه سيالۍ کې لومړي، دوهم او درېيم نمبر زده کوونکو ته د غورې وينا او نورو ګډونوالو ته د هغوی د تشويق په موخه انعامونه ورکړل.

د غونډې مشر مېلمه او د ارزيابي کمېټې مشر شيخ حبیب حضرت په خپلې وينا کې د زده کوونکو ويناوې وستايلې، د هغوی د جرئت، د دلائلو وړاندې کول، د خبرو تسلسل او اغېز يې حيرانوونکی وباله، د دعوت او داعي پر اهميت او اصولو يې لنډې خبرې وکړې او د زده کوونکو سربېره يې د مدرسې له مشر مولوي سردار اغا او نورو استادانو څخه مننه وکړه.

د سټېج چارې د مدرسې مشر استاد او د چارو سمبالوونکي مولوي محمد يوسف حسن خېل پر غاړه وې.

د يادونې وړ ده، چې پېښور ښار کې امام بخاري مدرسه د افغان ځوانانو د روزنې لپاره ستر او ځانګړی روزنځای دی، د مدرسې مشر او ورسره کاري ټيم يې شپه ورځ هڅه کوي، چې د اسلامي تراث کتابونه، علوم او د اسلامي ثقافت اصيل فهم خپلو زده کوونکو او نوي نسل ته ورسوي او په دې برخه کې نوموړې مدرسه يو امتيازي مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx