نړۍ

بلوچستان: یوایراني قومی مشردځلوروملګرو په شمول ووژل شو

iranian_tribal_elder_shot_dead(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۳۱)کوټه: دبلوچستان ایالت تربت ولسوالي کی له ایران سره پرپوله ماندبلو ښارګوټي کي موټرسایکل سورو وسلوالو دعبدالرزاق بلوچ پرموټرباندی ډزي وکړی چی له کبله یی په موټر کی سواره ټول کسان ووژل شول، په سیمه کي دپاکستاني عسکرو یوه چارواکي رسنیو ته وویل برید دومره تیزترسره شوی وو چي حتی دعبدالرزاق بلوچ ساتونکی ونه توانیدل ترڅو بریدکونکو باندی جوابی ډزی وکړی.

چارواکي وایی تراوسه پوري دبرید لامل نده څرګند شوي البته عبدالرزاق بلوچ دایران په خاوره کي ځیني شخصي دښمني درلودي، امنیتي چارواکو وژل شوی کسان کوم روغتون ته رسولی دي اودپیښه په اړه یی څیړني پیل کړی دي.

له بله لوري دکراچي کوټي پرلویه لاره لسبیلي ته څیرمه اوتل کی دوه وژل شوی کسان موندل شوی دي پولیس وایی دواړه وژل شوی کسان په مرمیو باندي لګیدلي دي، پولیسو وژل شوی کسان کوم روغتون وړیدي، هلته دواړه کسان دشربت خان مري اوزمان خان مري په نوموسره پيژندل  شوي، ویل کیږي دواړه کسان دروان کال اپریل میاشتي پر ۳۰ نیټه دنامالوموخلګو له لوري تښتول شوی ول.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x