نړۍ

اسرائیلیان په غزه کې هر بم په چکچکو بدرګه کوي

نن ټکی آسیا: له څو ورځو د اسرائیلو له لورې په غزه کې لسګونه مېرمنې او ماشومان شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د اسرائیلو له لوري د دې بریدونو اړوند ډنمارکي خبريال آلن سورنس پخپله ټویټر پاڼه کې له پورته انځور سره ليکلي چې ګڼ شمېر اسرائیليان غزې ته څېرمه ښار سدورت ته راټول شوي دي، چې په غزي د بمونو ننداره وکړي.
نوموړی وايي چې دلته راټول شویو اسرائیلیانو له ځانو سره ټول لازم توکي راوړي او د غونډۍ له سره په غزه د بمونو ننداره کوي.
ډنمارکی خبريال آلن سورنس لیکي: «د سدورت سینما، دلته د غونډۍ په سر راټول شوي اسرائیلیان چې کله په غزه کې د چاودنې غږ واوري سره چکچکې کړي.»
د یادولو وړده چې له څو ورځو راهیسې د اسرائیلو له لوري په غزه کې پرلپسې بریدونو د مسلمانانو غوسې راپارولي او په لوږه ـ تنده – روژه کې يې د اسرائیلو دغه وحشت غندلی دی.
د اسرائیلو له لوري ډېر بریدونه په روغتونونو او عامو کورونو شوي دي، ویل کېږي چې د اسرائیلو دوه تازه بریدونو پنځه فلسطینیان شهیدان کړي  چې یو برید يې د غزې د معیوبینو په یوه مرکز شوی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ويلي چې د نړۍ هیڅ فشار به دوی د غزې له بریدونو منع نه کړي.
بل پلو په فرانسه، اندونیزیا او ځینو نورو هېوادونو کې د مسلمانانو له لوري د اسرائیلو د بریدونو د غندنې لاریونونه شوي دي.
د ترکيې لومړي وزیر رجب طیب اردوګان بیا په بشري مدافعینو غږ کړی چې د غزې چيغې دې واوري، نوموړي پرون د روژه ماتي یوغونډې ته وویل چې اسراييل پر غزه د خپلو تروريستي بريدونو په ترڅ کې څلور سوه ټنه بمونه پر غزه وروي او تر اوسه يې له سلو زيات فلسطينيان شهيدان کړي، مګر د هيچا زړه پرې درد نه کوي، نو چېرې دي هغه د بشري او انساني حقونو ټيکه داران؟
نوموړي وویل چې له ځینو هېوادونو سره يې اړیکي نیولي چې باید اسرائیل خپل بریدونه ودروي. د ده په خبره که چېرته اسرائیل خپل بریدونه ونه دروي دوی به ورسره هر ډول سیاسي اړیکې د تل لپاره غوڅې کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې مسلمانانو ځوانانو د اردوګان دغه حرکت ستايلی او د نړۍ د نورو مسلمانو هېوادو له مشرانو يې غوښتي چې له اردوګان سره خبره یوه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

د افغانستان د چرسی اوردو دیموکراتان دی راشی او دغه ظلمونه دی وګوری بیا دی د امریکایانو ملاتړ وکړی بیا دی له امریکایانو سره یو ځای په بیس کی ډوډی وخوری بیا دی د امریکایانو په اشاره د مجاهدو طالبانو په کورو نو او په عامو مسلمانانو د شپی چاپی وا چوی او ولسی خلک دی شهیدان کړه د الله تعالی د دین دشمنانو سره دی مرسته وکړی په غزه کی په مسلماناوو شوی ظلمونو غمونو باندی غم جن یو خو غصه مو د امریکاغلامانو تالی څټو تش په نوم واکدارانو ته رازي امریکایان خپل غلامان په دی خوشحالوی چی… نور لوستل »

مدثرخکسار

اللہ دی اسرائیل اوددوملگری تباہ اوبربادکی تول واہ امین

vesal

ډیر خواشحاله شوم چی د دمظلومو فلسطینیانو لخوا په یهودی اسراییلو د ګولی باران شوی او انشا الله چی دهغه معصوم ماشومانو اراوح ګانی به ورباندی خوشحال شوی وی او ژوندیو به ورته چک چکی کړی وی دیهودانا لپاره دخدای له لوی پر اسراییلو داسی د ابابیل په شان فوځیان او دګولیو بمبار د غواړم چی کله اسراییل + انګلیس او امریکا له نرړی محوه شول بیا د نرړی دمعصومو مسلمانو ماشومانو ارواح ګانی د الله ج په دربار کی خوشحالی کوی او وایی چی ای لویه خدای ستا ثنا او صفت ادا کوو چی ستا حضور ته راغلو او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x