افغانستان

افغانستان د نړۍ د پنځلسو مفسدو هیوادونو په ډله کې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د رونټیا نړیوال سازمان د تازه څېړنو د پایلو پر بنسټ افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د پنځلسو مفسدو هیوادونو په ډله کې راغلی.

د روڼتیا نړیوال سازمان د خپلو تازه څېړنو پایلې اعلان کړې دي، چې په اساس یې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۱۷۹ هیوادونو په ډله کې ۱۶۵م ځای نیولی دی او په دې توګه د نړۍ د پنځلسو مفسدو هیوادونو په قطار کې راغلی.

د روڼتیا د نړیوال سازمان د راپور په بنسټ، افغانستان که څه هم د جنوبي اسیا له ترټولو مفسدو هیوادنو څخه دی؛ خو په دې وروستیو کې یې د فساد ضد مبارزه کې پرمختګ هم کړی دی.

د راپور له مخې افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې څه ناڅه پرمختګ کړی دی او تمه ده راتلونکی کال به دا وده نوره هم زیاته شي.

د روڼتیا نړیوال سازمان حکومت ته وړاندیز کړی، چې له فساد سره مبارزې ته کار ووايي او په دې برخه کې داسې خپلواک بنسټونه رامنځته کړي، چې له سیاسي لاسوهنو څخه لیري وي.

ارګ د روڼتیا نړیوال سازمان د راپور په اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له فساد سره د حکومت جدي مبارزه ددې لامل شوې، څو افغانستان له فساد سره په مبارزه کې ښه مقام واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

CHI MASHAR GHAL KASHAR GHAL SHE
DA GHLAH DA GHLA A BA CHOK TAPOS KAWEENA

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x