افغانستان

نیمروز کې د پولیسو یو افسر د خپل عسکر په ډزو وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې د امنیه قومندانۍ یو لوړ پوړی افسر د خپل عسکر لخوا په داسې مهال وژل شوی، چې دواړه یوځای په ګزمه بوخت وو.

یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري آژانس ته ویلي، دا پېښه پرون شپه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د زرنج ښار دویمې امنیتي حوزې جنايي آمر څارنمن محمدحنیف په یو رینجر موټر کې له خپلو درې پولیسو سره یوځای په ګزمه بوخت ؤ، چې ناڅاپه د یو پولیس لخوا وویشتل شو او ځای پرځای ووژل شو.

د نیمرزو امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي چې بریدګر پولیس دا مهال په توقیف کې دی او څېړنې ورڅخه روانې دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې دغه پولیس ولې په خپل افسر ډزې کړي او وژلی یې دی؛ خو د پولیسو او دولتي عسکرو ترمنځ د نشه یې توکو او شرابو پراخ استعمال او اخلاقي فساد هغه لاملونه دي چې وخت ناوخته د پولیسو او عسکرو ترمنځ په وسله والو نښتو هم تمامیږي.

تیره اونۍ د کندوز والي عبدالستار میرزکوال هم په یوې وینا کې د طالبانو په وړاندې د دولتي عسکرو د «شکست» لوی لامل په توګه ویلي ؤ، چې دولتي عسکر، پولیس او ملي امنیت ټول نشه یان او شرابیان دي، چې د ماښام نه وروسته دده په خبره ټول «مرادریو» اخته وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx