افغانستان

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر قرارګاه موټربم برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر قرارګاه موټربم برید شوی دی.

يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، نن سهار ۵:۳۰ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې د ملي اردو او کومانډو ځواکونو پر قرارګاه موټربم برید شوی، چې له امله يې ياده قرارګاه په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو ځايي اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې چاودنه ډېره قوي وه، تر لرې ځايونو يې غږ اورېدل شوی او ويل کيږي، چې لسګونو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د دغې چاودنې مسؤوليت چا نه دی منلی.

دا موټربم په داسې حال کې شوی،چې دولتي عسکرو په لنډو ورځو کې په شېرازدو او حصارک ولسواليو کې د پراخو عملياتو لپاره چمتووالی پيل کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx