افغانستان

دوهم تعقیب: طالبان وايي، د ننګرهار په موټربم برید کې پنځوس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر قرارګاه موټربم برید شوی دی.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر ويلي، طالبانو د هاموی موټربم په مرسته د عامه نظم ساتنې پر مرکز برید کړی، چې له امله يې څوارلس عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالبانو د دې برید مسؤوليت په منلو ويلي، چې په دغه موټربم برید کې پنځوس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، نن سهار ۵:۳۰ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه موټربم برید شوی، چې له امله يې ياده قرارګاه په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويلي، د شېرزادو په ګندمک سيمه کې د عسکرو دا مرکز د سيمې د خلکو لپاره د ځور او کړاونو لامل و او له همدې امله يې په نښه کړی دی.

طالبانو خبرداری ورکړی، که دولتي عسکر د عامو خلکو له وژلو او ځورولو لاس وانخلي، له دا ډول نورو بریدونو سره به هم مخ شي.

دا موټربم په داسې حال کې شوی،چې دولتي عسکرو په لنډو ورځو کې په شېرازدو او حصارک ولسواليو کې د پراخو عملياتو لپاره چمتووالی پيل کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د طالبانو دی کار ته به کوم### وایی چی آفرین؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx