افغانستانسولې اړوند خبرونه

سپينه ماڼۍ: بایډن هم له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته ژمن دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا د نوې ادارې له جوړېدو سره هم مهاله د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې د برخلیک او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د خروج په اړه پوښتنې راپورته شوې دي؛ سپینه ماڼۍ وایي، بایډن لا هم له افغانستانه د ځواکونو ایستلو او هلته د عملیاتو کمولو ته ژمن دی.

دغه څرګندونې د سپینې ماڼۍ ویاندې «جېن فساسکي» تېره ورځ یوې خبري ناستې ته کړې دي.

نوموړې ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا بایډن هم په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر کمولو او هلته د عملیاتو د کچې ټيټولو ته ژمن دی، وویل «ما د خپل هیواد د ملي امنیت شورا له ټيم سره په دې اړه ځانګړې خبرې نه دي کړي؛ خو بایډن لا هم دې برخې ته ژمن دی.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د بایډن اداره وایي په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوی تړون بیا ځلې ارزوي او ګوري، چې طالبانو تر کومه بریده خپلې کړې ژمنې عملي کړې دي.

د امریکا دفاع وزارت هم طالبان کړې هوکړې ته په نه ژمنتیا تورنوي او د می میاشتې تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو ایستلو ته د نه چمتووالي خبر ورکوي.

ورته مهال کابل حکومت په بیا، بیا له امریکایي چارواکو غواړي، تر څو له طالبانو سره د شوي تړون په هکله بیا ځلې غور وکړي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخه ونیسي.

اشرف غني وايي، د بایډن اداره به په نږدې راتلونکې کې یو ټیم کابل ته ولېږي، تر څو د افغان سولې پروسې په اړه له حکومت سره بحث وکړي او تر څنګ به یې امریکا د افغان سولې لپاره ګمارلي ټیم کې د خلیلزاد تر څنګ نوې څېرې ځای کړي.

طالبان بیا وايي، دوی لا هم له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمن دي او د افغانستان د کړکېچ حل په مذاکراتو کې ویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په کار خو دا وه چه بایدن دا خبره علنی ونه وایی ، که نه د کابل غلامه اداره به له مرګه مخکی ومړی همدا اوس یی ځنکدن دی

همت

«سپینه ماڼۍ وایي، بایډن لا هم له افغانستانه د ځواکونو ایستلو او هلته د عملیاتو کمولو ته ژمن دی.» دا څه معنا؟
زه چي وايم د عملياتو کمول د عملياتو د نه کولو او بندولو سره ډېر فرق لري؟ محترم الحاج صاحب تر ګودر دمخه ګاولي کښل ښه نه دي. اصلي خبره د پردي غليم د ښکېلاک د خاتمې ده. خو دا به تر بدو بتره وي چي زموږ هيواد يې لکه د انګرېزانو پرمهال د استعمار د پوځي قوې له شتونه پرته مستعمره وي. خپه کېږه مه دا ډېره مهمه وطني مسئله ده لږ په احتياط ږغېږه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx