لیکنېنظــر

سوله که اوربند؟

نورمدين بلخېل

سوله یو اصلي او اوربند یوه فرعی پدیده ده، که څوک وایي چې زه اوربند غواړم خو سوله نه، نو ټول خلک به ور پورې وخاندي، ځکه دی خو به یا د سولې او اوربند په سم مفهوم نه پوهیږي او یا به د شیطانت له مخې ځانته غلطه لاره پیدا کوي، کوم چې هیڅ حساس انسان به په دې قانع نه شي، انسان طبعا غواړي چې د خپلو غوښتنو سره سم ژوند وکړي خو که چېرته نوره دنیا ور سره تعامل وکړي.

په دې وروستیو کې چې د افغان سولې خبرې ګرمې شوي دي، ور سره د اوربند موضوع هم د ځینو خلکو او په خاص طور د ارګ چارواکو له خوا په تکرار تکرار په خولو راځي، آن تر دې چې ځینې وخت نارې وهي چې موږ اوربند غواړو خو سوله نه، زما په نظر دا ډېر ضعیف او ټیټ منطق دی چې یو څوک د سوله نه غواړي خو ولې د نورو څخه دې د اوربند او ډزبند هیله وکړي، اشرف غني او ټیم یې یو همداسې ډول غږوي، کوم چې تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې او نه به بغیر له سولې طالبان اوربند ته غاړه کیږدي، خو ښاغلی غني بیا هم خپل بلبلوار تمرین ته دوام ورکوي.

سوله د ټولو افغانانو ارمان دی، خو غني خپله ټوله انرژي بیا په هغه څه مصرفوي چې په واقعیت کې سوله نه بلکې د یو څو ورځو یا هفتو اوربند دی، د امریکا او طالبانو د سولې د سیاسي توافق لاسلیک څخه څه کم یو کال تیریږي، که چېرته دا دومره وخت فقط او فقط د سولې په خبرو لګیدلې وای نو طبیعي ده چې اوس به یو تلپاتې اوربند ته رسیدلي وای، خو متأسفانه دغه ستر فرصت په دې ضایع شو چې اوربند_اوربند_اوربند.

زما په نظر طالبان تر هغه اوربند نه کوي چې تر څو طالبان د افغان حکومت سره یو سیاسي توافق ته نه وي رسیدلي، خو دا چې افغان حکومت او په خاص طور ارګ د سیاسي توافق څخه ډار لري نو معلومه خبره ده چې که چېرته طالبان اوربند هم وکړي، خو غني به په پلمو پلمو خبره له اصل موضوع څخه لرې کوي.

د محمد اشرف غني تحصیلي عمر ته په احترام سره زما په نظر هغه به د افغان سولې په برخه کې د یوه سالم سیاستوال په څېر ثابت نه شي، بلکې تر ډېره د یوه جنجالي انسان په څېر د افغانانو په منځ کې وپیژندل شي، دا یو حقیقت دی چې په اوسني افغانستان کې پښتانه قاطع اکثریت دي، خو په دولت کې یې ونډه یو څو فیصده ده، داسې معلومات مې هم اوریدلي چې ځینې تعلیم یافته پښتانه له دې وېرې چې څوک ورته په سیاسي او ټولنیز ژوند او چارو کې مشکلات ایجاد نه کړي په خپلو کاغذي او الکترونیکي تذکرو کې پښتون نه، بلکې تاجک او نور… لیکي چې دا خپله د پښتون قوم لپاره ستره ضربه ده، خو غني آن دومره بې وسه شو چې خپله خاوره کې د خپل قوم لپاره هویت نه شي تثبیتولی، په هر صورت زه نور په دې خبره نه پاتې کېږم ځکه دا یو اوږد بحث دی.

محمد اشرف غني د اوربند خو ملا عبدالغني برادر بیا د سولې غږ کوي، کله طالب ته وایي ته د قطر د سولې توافق خلاف عملي کوې، خو خپله د قطر د سولې توافق نه مني، مګر وروسته یې ومني، قانون اساسي او نظام سره کرښه ګڼي، خو سبا خپله همدغه قانون خپله ماتوي او د نظام د اصولو خلاف د سیاسي ګټې په خاطر بله معامله کوي، جهادیانو ته د لوټ او تالان پېغورونه ورکوي خو دی او اداره یې خپله په اداري او ټولنیز فساد کې تر ستوني غرق دي او آن تر دې چې دا هم ویل کیږي چې د کابل هوایي ډګر څخه په بې نومه او بې نښانه طیارو کې کومو بهرنیو هېوادونو ته ملي شتمنۍ او پیسې انتقالوي، طالبانو ته د ملکي خلکو د وژنې وایي خو که دده نه حساب واخیستل شي نو د طالبانو په نسبت څو چنده زیات د ده په وسیله وژل شوي دي، طالبان وایي موږ خپل جنګیالي د وطن او حق لپاره قربان کړي، خو دی وایي زه د نیویارک او واشنګټن د امنیت لپاره خپل افغانان سرتیري قربانوم، دی د خپل ځان لپاره باعزته سوله غواړي خو د طالب لپاره بې عزته، دی طالب ته د پاکستان ګوډاګی وایي، خو د خپل ځان په اړه لکه ملایېکه داسې فکر کوي، ده ته ځان تر ټولو تحصیل یافته بولي خو طالب ته د بې سیواده نوم استعمالوي، دا ټول هغه الفاظ دي چې په افغانستان کې یې د جنګ د اوږدیدو ضامنه برابره کړېده.

په نتیجه کې ویلی شو چې د محمد اشرف غني په وجود کې به د سولې خبرې د ډېرو ننګونو سره مخ شي ، ځکه هغه اوس هم په اوسني حکومت کې د طالب داسې ادغام غواړي چې دی په کې پاچا پاتې شي، کوم چې امکان به ونه لري، خو بیا هم د کامیابۍ چانس شته، افغانان باید ناهیلي نه شي، ځکه غني تر ډېره متوازن شخص نه دی، سوله هغه پدیده ده چې له هر څه زیات ارزښت لري، هیڅ شی باید ور سره مقایسه نه شي، که دا د افغانستان موجوده متقلب انتخابات وي او یا هم د یو څو ښځو حقوق، یا هم د بیان ازادۍ دروغجن او پردي اصول؛ سوله د هر افغان ارمان دی، اوربند هم ښه خبره ده، خو اوربند هیڅکله د سولې تله کې نه اچول کیږي، د سولې د ارادې په نشتون کې اوربند کوم ارزښت نه لري، خو کله چې سوله تضمین شي اوربند خپل قیمت پیدا کوي، طالبان د غني د اوربند غږ ته ځکه ځواب نه ورکوي چې غني کې د سولې اراده نه ویني، غني اوس هم د نورو فرصتونو په امید ناست دی، خو په دې نه پوهیږي چې اوسنی فرصت به هم وبایلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx