نظــر

امریکايي جمهوریت او که انسان دښمني

اسدالله رزین

موږ مخکې هم ویلي و چې ټول لاسي صنعتونه تر پاته کیدو د له منځه تلو ډیر صلاحیت او وړتیا لري، خو د له منځه تلو وړتیا یې بیخي یقیني وي.

فرق نه لري چې دا صنعتونه د ژوندانه په فکري، ادبي، سیاسي او یا کوم بل اړخ پورې تړاو ولري.

له دې کبله چې صانع یې هم د پاته کېدو وس او واک نه لري، نو که کوم فکري یا بل صنعت که څه هم چې ډیر مشهور سوی، منل سوی او حتی د دین حیثیت یې هم پیدا کړی وي، خو چې په یوه محکم او باوري بنسټ تکیه ونه لري هغه خامخا که نن وي او که سبا د زوال په ګودرونو او مرګ په چولاوونو کې له منځه ځي او ورکیږي.

له دې کبله چې هغه انسانیت ته د ځواب ورکولو ژبه، منطق او مخ نه لري، هغه د یو چا او یا خاصې ډلې لپاره فکر او د هغو د ګټو لپاره صنعت وي.

د تاریخ په حافظه کې د ډېرو دغسې صنعتو نومونه شته، خو پخپله صنعت نشته او دغه ده نن په امریکا کې هم امریکايي جمهوریت یا بل زوال منونکی صنعت له سختې رسوایۍ او ذلت سره لاس او ګریوان دی. د زوال په دوړو سپیره ، د ورکې لارې ګوري او امریکایي ولس یې د ویر د ټغر د ویړیدو لپاره ځانونه چمتو کوي.

نړیوالو امریکا د جمهوریت جنت منلی و، خو د جوبایډن او ټرمپ له ټولو اصولو لرې سیالۍ و ښودله چې امریکا د جمهوریت او بوډۍ لپاره دوزخ ده.

د امریکایي جمهوریت د فرعوني کانګریس ودانۍ چې د انسانیت د سر او مال د خوړلو او هیوادونو د اشغالولو د جواز قوانین به یې تصویبول د یوه مسلح بغاوت په صورت کې تر برید لاندې راغله.

دروازې، کړکۍ او شیشې یی ماتې سوې تر (۶۰) تنو ډیره مرګ او ژوبله یې ولرله، په ډیری برخو یې یرغلګر مسلط سوو، د ویاندې (نانسې پلوسې) په میز له بوټو سر وګرزیدل، عسکري ځواک راوغوښتل سو، د ودانۍ په لومړي پوړ کې د چاودیدونکو موادو خبر تر لاسه سو.

د ټرمپ مرستیال (مائک پنس) او ځنې نور په تیښته بریالي سول، جو بایډن یاده ورځ د امریکا د تاریخ تر ټولو تیاره روځ وبلله او جوبایډن په امریکا کې د جمهوریت او بوډۍ د ناکامې او رسوايۍ منظره پخپلو سترګو لید.

دا په هغه پرتمینه ناسته یرغل و چې امریکایي جمهوریت به یې تمثیلاوه او د نوي ټاکل سوي ولسمشر (صهیونیست جوبایډن) د فتحې او جمهوریت او بوډۍ د برلاسي او رښتینولي اعلان به یی د جمهوریت په جنت کې جنتي امریکایانو او ټولې دوزخي نړۍ ته ور رساوه.
هغه نړۍ چې پرې منل سوې وه چې بایډن هم د نورو امریکایي ولسمشرانو په څېر د ټولې محکومې نړۍ ولسمشر دی، خو دا کومه عادي او یا اني پیښه نه وه، دا د (۱۵۰)کلو درد او غوسې اظهار و، دا د ملیاردونو بې ګناه انسانانو د شهادت او مرګ پوښتنه وه، دا د ملیاردو کونډو او یتیمانو د اوښکو او سلګیو د انتقامي جذبې لړۍ وه، دا د امریکا د نژدې نیمايي نفوسو بغاوت او د امریکا د ویشل کېدو د تصور پیلامه وه. ځکه چې بایډن (اتیا ملیونه او دولس لکه) رایې ولرلې او ټرمپ (اویا ملیونه او څلویښت لکه) رایې ولرلې.

امریکایي جمهوریت (۱۵۰)کاله نړۍ ته د جمهوریت درس ورکړ. یعنې امریکایي جمهوریت تر دغه  دښمن سرلیک لاندې د انساني نړۍ وچ او لانده، برسیرنې او لاندې زیرمې غلا کړې او د انساني غوښو او هډوکو ګولې به یې د انسان په وینو پورې کولې او ځپلې حیواني او ښکیلاکي ګیډې ته به یې ور اچولې.

له نړیوالو یې د ژوند او فکر حق سلب کړی و او ټوله آزاده انساني نړۍ یې د ځپلې غلامۍ په جارګي کې را ایساره کړې وه.

په مسلمانانو يې چې څومره سپکاوی لوراوه پرې ویی لوراوه، حتی د هغوی اسلامي هویت او تشخيص یې تر پوښتنې لاندې راووست.

د قرآنکریم د آسماني توب او تقدس پروا یې ونه کړه، د نبي کریم(ص) د هتک حرمت جنایت یې تر سره کړ، د ځنو بې غیرتو او ډ‌ارنو اسلامي چارواکو واک او په واک کې پاته کیدل یې د امریکایانو او اسرائیلو په احسان او تابعیت پورې و تاړه.

بیت المقدس یې د اسرائیلو پلازمیینه اعلان کړه.

د سعودي عربستان د موټر زغلولو په لوبو کې اسرائیلي موټر چلونکو فعاله برخه ولرله، ګناه یې فرهنګ او د ګناه حرمت یې خرافات او بې فرهنګي وبلله.

تر دغه نامه لاندې یې د ګناه بازار مست او ګرم وساته او اسرائیلو ته یې د منځني ختیځ د مشرتابه لاره هواره کړه.

امریکایانو د ځمکې مخ د هر انسان او په خاص ډول د مسلمان انسان لپاره د عذاب په تبۍ بدل کړ، پرې د اوسیدو سیب او هستي یې ترږ لوټ کړه.

د اړیکو مراندې یې ورو شلولې، د لیوه او میږې په بهانه ورننوتل او په هر اسلامي هیواد کې یې یوه شمالي ټلواله هم ولرله او د هغوی له لارې یې خپل ښکیلاکي فاسد عزائم او د وروڼو ولسونو د سره وېشلو او دښمن کولو فتنې یی پکې وکرلې، د فساد دودیده، نه باور او کافر کېدو فضا یې رامنځ ته او ښه یې وځلوله او څو ګوتو په شمار، دوی پیرلي او دوی جوړ کړي، غلو او بې ضمیرو ته یې په هر هیواد کې د حکومت تر نامه لاندې د هر جنایت د کولو اجازه ورکړه.

امریکایي جمهوریت په نورو بهانو هم نړۍ تر خپل ځنګانه لاندې کړې وه او د دوی له نظره ډېر لوی جرم جمهوریت او بوډۍ ته نه درناوی او په سپکه کاته و، لکه په زمبابوې کې چې یې اقتصادي بندیزونه ولګول او نور.

امریکایانو پخپل ټول تاریخ کې په دهشتګردۍ، ظلم، غصب او فرعونیت د جمهوریت پوښ وغوړاوه او تر دغه پوښ لاندې یې هم نړۍ وخوړه او هم د نړۍ سردار او مالدار سو او که د جمهوریت کلمه وڅیړله شي ډیر ژر به پوه سو چې جمهوریت د خبرو او تفاهم نوم ته هم ویل کیږي، خو په امریکایي جمهوریت کې جوبایډن او ټرمپ دغه اصل بیخي اصل ونه باله او په بله معنی بیخي له انسانیته منکر سول.

جمهوریت د خپل دود له مخې سیاسي مخالفت پیدا کوي، نه سیاسي دښمني، په داسې حال کې چې بایډن او ټرمپ د دښمنۍ تړون د جمهوریت په جنت کې جوړ، تود او ښه یې وایشاوه، چې امریکایان پکې وسوځوي.

دوی به ویل چې امریکایان ډیر ذهین او هوښیار خلک دي او ( ایف بي آی) او (سې آی ای) خو یې په هوا کې د کوترې بڼکې شمیرلای سي، خو د ۲۰۲۱کال د جنوري د شپږمې نیټې پیښو وښودله چې امریکایان نه ذهین او نه هم هوښیار خلک دي.

له دې کبله په دغه رنګه خطرناک او ترینګلي حالت کې نه جوبایډن، نه ټرمپ، نه مائک پنس، نه نانسي پلوسو او نه هم بل کوم هوښیار او ذهین امریکایي د عقل او تدبیر مظاهره وکړای سوای چې د بحران، بحران د اوږدېدو او امریکایي کیدو مخه و نیسي.

بلکې اپوټه یې د نور لمبې ایز کیدو لپاره تیل هم ور شيندل. یعنې د عسکري ځواک را غوښتل، خو سمه خبره داده چې دوی له پیله تر اوسه کوم نظام نه درلود او نه یې عقل اجازه تر لاسه کولای سوای چې را مخکې سي او نه هم د دوی عقل محض د دومره لوی کار د تر سره کولو وړتیا لرله.

دوی د خپلو مخکینو په پله پل کېښود او زور یې چلاوه او زور یې لکه څرنګه چې مخکینو ته ور خلاص سو. نور له دوی سره هم د خلاصیدو شیبې شماري.

هغه و چې خدای پاک (ج) دوی ته پخپل لاس او خپل کور کې هغه څه ورپېښ کړل چې دوی به نورو ته ورپېښول، چې نه یی مال او نه یې ځواک د مخنیوي وس و لرلو او ان شاء الله دا پیښه به په دوی کې تر هغو پیښه وې، ترڅو یې د غرور نشه ور ماته کړي او د کبر کاسه ور نسکوره کړې نه وي، د خدایي له دعوې په شا سوي نه وي او په ټوټو ویشله سوې نه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx