ټولنیزه برخه

د فرض لمونځ او تهجدو ترمنځ څه توپير دی؟

ژباړه: شمس الرحمن اورياخېل

یو له خورا حیرانوونکو شیانو څخه چې ما د تهجد لمونځ په اړه لوستلی… هغه ډېرې اغېز لرونکې خبرې دي چې په اورېدو سره یې د بدن وېښته ودريږي.

د تهجد لمونځ یعني “د الله تعالى له طرفه بلنلیک”، د تهجد لمونځ ما د لاندې خصوصياتو له امله عجیب وموند:

– د فرض لمونځ لپاره رابلل د بنده (مؤذن) په غږ سره کیږي او تهجدو لپاره بلنه د مخلوقاتو د رب له طرفه کیږي.

ـ د فرض لمونځ لپاره د رابللو غږ (آذان) هر سړی اوري او د تهجدو لپارو د رابللو غږ (چې د الله تعالی له طرفه وي) احساس بعضې خلک کوي.

ـ د فرض لمونځ لپاره بلنه په “حی علی الصلاة” او “حی علی الفلاح” الفاظو سره کیږي او د تهجدو لپاره بلنه په ” هل من سائل فاعطیه” (ایا څوک غوښتونکی شته چې زه ورته ورکړه وکړم) سره کېږي.

ـ فرض لمونځ خو اکثر مسلمانان اداء کوي لیکن د تهجد لمونځ هغه څوک ادا کوي چې د مسلمانانو له ډلې  څخه الله تعالی منتخب او خوښ کړي وي.

ـ فرض لمونځ کله بعضې خلک د ښودنې (ریاء) لپاره کوي او هر چه د تهجد لمونځ ده نو دا څوک  د الله تعالی څخه علاوه د بل چا لپاره پټ نه کوي.

ـ د فرض لمونځ په ادا کولو کې د انسان فکر د دنیا په کارونو یا د شیطان په وسوسو کې مصروف وي او د تهجدو لمونځ په وخت کې د انسان اړیکه د دنیا څخه پریک او اخرت طرف ته متوجه وي.

ـ  فرض لمونځ چې انسان مسجد کې ادا کوي نو کله یې مقصد دا وي چې مسجد کې به فلانکی هم ووينم او فلانکی خبره به هم ورسره شریکه کړم,او د شپې لمونځ په داسې حال کې ادا کیږي چې  انسان غواړي چې الله تعالی سره همکلام شي او خبرې ورسره وکړه او توبه ورته ووباسي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx