نظــر

د نجیب تکرار!

فيض ځلاند

دلته ځینې د ټامیانو مزدوران، د ټامهوریت خیاطان غواړي هر څه مسخه کړي، تر څو د دوی غلا، چور، مرداریو ته د ولسواکۍ او اساسي قانون پوښ ورکړي او دوی د سولې روان بهیر درې کاله نور وځنډوي.

د نجیب تاریخ ګروموف، مایوروف، لاوروف… پخپلو کتابونو کې لیکلی دی، شورويانو له افغانستان څخه د وتلو تکل له ۱۹۸۲ څخه کړی و، په ۱۹۸۶ کې هوکړه پرې وکړه، په ۱۹۸۸کې پیل او ۱۹۸۹ کې دا کار تکمیل کړ.

نجیب ته شورویانو وویل چې له خپلو مخالفینو سره جوړه وکړه، همدا دې د وطن پخیر دي، هغه ورته وویل چې سمه ده. نجیب د خپل واک د ساتلو د پاره د نن په شان جمهوریت اعلان کړ، د (وطن) پنوم ګوند يې جوړ کړ، دنجات ورځ يې اعلان کړه، د سولې ډنډوره يې پیل کړه،  مجاهدینو ته يې وویل چې مشترک حکومت جوړو، د مجاهدینو له مختلفو ګوندونو سره يې په عراق، لبیا، ازبکستان، ایران کې پټې غونډې وکړي چې که مجاهدین دېته راضي کړي چې مشارکتی حکومت جوړ کړي.

مجاهدینو ته سوال مخکې وو: که مجاهدین له ډاکتر نجیب سره ګډ حکومت جوړولی شي نو بیا جهاد د څه دپاره و؟

د همدې پوښتنې د نه ځواب له امله مجاهدین اړ شول چې جګړې ته ادامه ورکړي.

نجیب د دوستم (ګلم جم) ملیشې جوړې کړي، په خوست، ننګرهار، کندهار کې دې وحشي ملیشو داسې لوټماران وکړ چې ټول افغان ولس د نجیب خلاف راووت.

نجیب مات شو، نجیب چې پوه شو چې مرګ يې حتمي دی، مخ په هوايې ډګر، چې ځانګړې الوتکه ورته ولاړه و، وتښتیده، د دوستم ملیشو له الوتکې را کوز کړ، بیرته يې ښار ته راوست او ورته ويې ویل چې ددې وحشت حساب به په ګډه ورکوو.

نو، دا چې نن ډنډورې کوي چې موقت حکومت، جمهوریت او ټرت، لغت د نجیب د تکرار کیسه ده دا په لوی لاس تاریخ تحریفوي. نجیب کله هم موقت حکومت ته غاړه نه اېښوده، نجیب د غني په شان مشارکت غوښت، د تش پنوم جمهوریت (ټامهوریت) د دوام په پلمه يې د خپل واک ادامه غوښته.

دویم دا چې نجیب په وطن سر نه دی ورکړی، نجیب تښتیده، خپلو ملیشو را تاو کړ، د هغوی په بدل کې و وژل هم شو، که د غني او ټامیانو سرونو ته خطر هم وي, له خپلو ملیشو، کړنو او خپلو نژدې کسانو به ورته پیښیږي. دا د نجیب د تکرار. کیسه ده.

دریم دا چې نجیب مشارکتی حکومت غوښته چې مجاهدینو ورسره نه مانه، لکه نن يې چې غني غواړي، که طالبان پنجابیان وي، ددې وطن دښمنان وي نو بیا مشارکتی حکومت ورسره ولي جوړوي؟ که حکمتیار هم ورته کس و، نو بیا دې سوله ولې ورسره وکړه؟

نن غني هم د خپل واک، چور ساتلو دپاره مشارکتی حکومت غواړي طا لب يې نه ورسره مني، دا د نجیب د تکرار کیسه ده.

د مشارکتی حکومت امکان نشته، ښه دا ده چې سرپرست د سولې تر نامه لاندې حکومت راشي چې د نجیب د تاریخ د تکرار مخه ډب شي.
څلورم دا چې اساسي قانون یواځې یوه ماده چې کابل د افغانستان پايتخت دی، نه ده تر پښو لاندې شوي، نور ټول اساسي قانون غني او ټامیانو داسې بې عزته کړ چې ماشومانو هم داسې شی نه و خراب کړی.

غني د غلا دپاره ټامي په افغانستان بانک کې چور ته کېنولی، بېسواده يې پوهنې وزارت ته، ناصالح يې پښتون وژني ته, د نجیب د ملیشو(ګلم جمو) قومندان ته يې مارشالي ورکړه، لور يې ورته سناتوره کړهر ځوی يې ورته د سولې مرکچي. دا د نجیب د تکرار کیسه ده.

ان شاء الله چې د خپلو همدې نادودو له امله به ښه مجهزه سزا ويني!

په ۲۰۰۱ ز کال کې, پرته له سر پرسته حکومت، موقت حکومت له رباني څخه کرزي ته واک نه انتقالیده، همدا نن چې ددې جمهوریت د ملاتړې ډنډورې وهلی کیږي دا د ۲۰۰۱ د ۳ کلن انتقالي او موقت حکومت نتیجه ده، موږ په لومړي ځل جمهوري حکومت ۲۰۰۴ کې د ټاکنو له لارې خپل کړ.

له ارګ بهر خلک ۱۸ډوله غوښې نه خوري، چې هر څه ټام بابا او ټامیان ووايې موږ به ورته چکچکې وهو!

څوک چې د ټامهوریت ملاتړي دي، د جمهوریت دښمنان دي، پرته له حساب، کتاب باید له وطنه د تښتیدو اجازه ورنکړل شي!

یا رب توفیق!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ځلاند صاحب ځلیدلی اوسي ښه او په زړه پورې مالومات دې وړاندې کړي کور دې ودان

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx