افغانستان

کندهار کې د ماین چاودنې له کبله ۳ تنه ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د ۳ ملکیانو د وژلو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي، دا چاودنه نن سهار لس نیمې د پنجوايي ولسوالۍ په «صالحانو چمن» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملکي یو زرنج رکشه د سړک غاړې پر ماین وربرابره شوه.

نوموړی زیاتوي په پېښه د یو ماشوم په ګډون ۳ تنه ولسي خلک وژل شوي او زرنج رکشه یې هم ویجاړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx