افغانستان

طالبانو په کابل کې د خپل مرستیال والي نیول کېدل رد کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): طالبانو په کابل کې د خپل مرستیال والي د نیول کېدو دولتي ادعا ردولو ترڅنګ ویلي، چې نیول شوی کس اصلا طالب نه دی.

د طالبانو ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې نه خو نیول شوی کس دوی پيژني او نه هم هم حاجي لالا د کابل مرستیال والي دی او بله داچې د ملي امنیت لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښودل شوی کس هم حاجي لالا نه دی.

تردې وړاندې د کابل حکومت د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کړې وه چې د کابل لپاره یې د طالبانو مرستیال والي نیولی دی.

بل لورته په کابل کې د طالبانو مرستیال والي مولوي حجت الله د تیلیفوني پیغام له لارې نن ټکي اسیا ته د خپلې روغتیا په اړه د ډاډ ورکولو ترڅنګ ویلي، چې د کابل حکومت غواړي د درواغو ادعاوو په کولو سره کابل کې د طالبانو بریدونه پیکه وښيي.

نوموړي داسې ویلي: «ټول ملګری مطمئن اوسئ مونږ ته الحمدلله خیرده وارخطادوښمن همیشه دوارخطایی په وخت کی له داسی تبلیغاتو کار اخلی اوپه کابل کی دکارنده بریدونه پیکه کول غواړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د کابل حکومت مسئولینو څو ځله د طالبانو د یو شمېر والیانو د نیولو او وژلو ادعاوې کړي، چې وروسته بیا ناسم ختلي وو.

اووه میاشتې وړاندې د کابل حکومت د دفاع وزارت چارواکو ادعا کړې وه چې د بدخشان لپاره یې په هغه وخت کې د طالبانو والي قاري فصیح الدین په هوايي برید کې وژلی دی، کومه ادعا چې وروسته د قاري فصیح الله لخوا د ویډیو پیغام له لارې رد شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x