افغانستانسولې اړوند خبرونه

معصوم ستانکزی: د سولې فرصت ضایع کول د ولس سره جفا ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی بالاخیره د بین الافغاني مذاکراتو د درېدو وروسته ټویټر ته مخه کړه او په خپل ټویټ کې ویلي چې په پلمو سره د سولې فرصت ضایع کول د ولس په حق کې جفا ده.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان او اسلامي نړۍ عالمانو په هیواد کې جنګ او وینه تویدنه حرام، د جنګ بندېدل او اوربند واجب ګڼلی.
او زیاته کړي يې ده چې علماء یې د اسلامي نړۍ د عالمانو په حضور کې اماده دی چی په افغانستان کې د جګړې نا مشروعیت ثابت کړي.

نوموړی په داسي وخت کې دا خبره کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو مذاکرات د پيل څخه دوه ورځې وروسته ځنډېدلي او تر اوسه رسما څرګنده شوې نه ده چې د ځنډ وجه څه ده.

طالبان له خپله اړخه په خپلو مرکو او بیانیو کې وايي چې د دوحې تړون پر اساس باید د دوی بندیان خوشي شي او د تور لیست د ختمېدو په برخه کې عملي ګامونه اوچت شي خو په امریکا کې د حکومت له بدلېدو وروسته هر څه د ځنډ سره مخ ښکاري او د بایډن ادارې څرګنده کړې چې د دوحې تړون بیا ارزونه به کیږي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د کابل مذاکراتي ټیم ویاند نادر نادري هم شکایت کړی وو چې طالبان د ۹ ورځو راهیسي مذاکراتو ته نه دي حاضر شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بالکل دا فرصت نباید ضایع شی. طالبان خو په چکر وتی او د خپلی ګیډې نه بس لګیا دی خبری کوی. یو یی یو څه وایی او بل یی بل څه. متوجه ندی چی آینده یی څنګه ده. ایران ورته فاطمیون تیار کړی، امریکی ورته داعش په سنګر کی ساتلی دی دوی خوشحاله دی د پاکستان ډول ته اتڼونه کوی چی امریکه مو ماته کړه باید هر څه ټول زمونږه شی. په ولاکه دی همدا پاکستانیان پریږدی چی د حکومت ځیښتنان شی.

Karwan

طوطي، ما فکر کاوه چه ته يوڅه اصلاح شوي ئي، اما متآسفانه بيا د چټيات شروع کړي، الله د حدايت درته وکړي. کاروان

طوطی

کاروان ته: ولی ریښتیا خبری درباندی بدی لګیږی؟ له کله چی طالبان له پاکستان څخه راغلی کومه ورځ یی د سولی خبرو کی اشتراک کړی؟ کله ایران ته او کله هم روسانو ته ور منډی کړی. کوم توافقات یی د تړون عملی کړی دی صرف یو چی هغه پر امریکایانو حمله نه کول دی. افغان وژنه خو همداسی روانه ده. انډیواله دوی دواړه دی ورک شی هم حکومت او هم طالب.

الحاج استاذ بیانزی

کمونست معصوم ستانکزی د نجیب او غنی ښی لاس هماغه د کمونستی کودتاوو راپه دی خوا ځان د روبل او ډالرو په جوړولو کی څلویشت کاله مصروف دی په هر کار کی دی د دالرو اخور ته ولاړ وی اوس هم سوله نه غواړی سوله کی خو طالبانو ته حکومت رسیږی او طالبانو ته حکومت رسیدل د ددوی د اعدام په معنی ده هغه هسی د سولی د فرصت فرصت خبری کوی

طوطی

بیانزی صیب: ستانکزی خو دواړه کمونیستان دی. طالبان د تړون کومه برخه عملی کړی چی سوله وشی صرف پر امریکایانو حملی نکوی نور خو جنګ همداسی روان دی. انتحار، ویجاړول، د پښتنو وژل، سړکونه خرابول نو سوله څنګه وشی؟

عبدالواحد

ستانکزیه فقط زه یوه پوښتنه کوم دملحد کمونسټ حکومت چه دناټوپه زورپرافغانانو ۹۹٪مسلمانانووتفل سوجایزدۍ،تاسوچه دغه کلی بمباروۍ سپینږیری ،زنانی اوماشمان شهیدانوۍ دمحاکمی نه بیریږۍ ترڅوبه امریکا ستاسوظالم حکومت پرافغانستان وتفی،ملت لکه غرداسی دۍ ملت لکه واوره ډیری واوری ولاړی غرونه پرځای ولاړدی،وایی سپی هډوکۍ تیراوۍ وتلوته یی پام نه ووستاسومثال ددغه سپی دۍ ژربه دمحاکمی میزته راکش سۍ .عبدالواحد اڅګزۍ

ملا جانان

معصوم ستانکزی او شیر محمد عباس ستانکزی د افغانانو لپاره د رول ماډل حیثیت لري. تاسي وګورئ څومره ځان سپارني، ایثار، قرباني، لوریني او پیرزویني ډک خلګ دي. دواړه په دې ښه پوهیږي چي د صلحي په پایله کي چي نظام متحد سي نو د دوئ د کورنۍ اثرورسوخ شاید ۵۰٪ کم سي. اوس په دواړه خواوو کي دوې چوکۍ لري شاید د صلحي وروسته افغانان ووایي چي دلته نوري کورنیاني هم سته. ټوله قدرت باید د دې یوه فامیل په لاس کي نه وي. خو دوئ بیا هم د زړه د اخلاصه د صلحي لپاره هلي ځلي کوي. الله… نور لوستل »

طوطی

ستانکزی ماشاءالله لږ ندی بیا ټول سره پوه کسان دی. چی دا دواړه نوی سل نور به انشاءالله میدان ته راځی هم د قلم کسان، هم د علم او دانش مخورین. له خوست څخه نیولی تر کندز، مزار، ننګرها، بغلان، لوګر او کابل دا ټولو کی ستانکزی آباد چی ټول یی نام خدا د قلم او علم خاوندان دی. پکی کمونیست نشته اوس د کمونیست اصطلاح زړه شوی وخت نوی دی او نوی خبری باید وشی.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx