شعـــــرونه

ډاډمن لاړ/ د قاري سعید شعر

(قاري عبدالستار سعید)

یو سړی و، له جهانه ګیلمن لاړ

غریو نیولی د ګیلو لباس په تن لاړ

موږ خو وې ښایي سبا به هم دلې وي

خو ناځوانه تلواري و،  لاړو، نن لاړ

د نغمو د ترانو فصله خزان شوې

سرغنه د بلبلانو له ګلشن لاړ

د وطن مورې خبره شوې که نه شوې

ورک بچی دې په ارمان ستا د دیدن لاړ

د کلام او د قلم په کور ماتم دی

چې شاعر لاړ، چې لیکوال اهل سخن لاړ

څه سرشاره د ادب دنیا ته راغی

څه بې وخته له دنیا د هنر فن لاړ

کاش، چې زړه یې وای تش کړی او بیا لاړ وای

سربسته لکه صدف لکه مخزن لاړ

د سعید په زړه کې څړیکه شوله تېره

چې غږ وشو، (خپلواک) لاړلو (ډاډمن۱) لاړ

ــ

۱ – مطمئن صاحب به مو کله ناکله ډاډمن باله چې د مطمئن پښتو معنی ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x