افغانستانسولې اړوند خبرونه

وحید عمر: د سولې په معامله کې  اتلس کلنې لاسته راوړنې له لاسه نه ورکوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په عامه او ستراتيژیکو اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» وایي، نه د جګړې له لارې او نه هم د سولې تر نامه لاندې «معاملې» له لارې تېر ته ستانېدای شي.

عمر چې نن یې په کابل کې يوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې روانه اوسنۍ جګړه د «اتلس کلنو لاسته راوړنو د بقاء» جګړه ده، چې حکومت په هیڅ صورت ورڅخه نه تېرېږي «اوسنۍ جګړه د اتلس کلنو لاسته راړونو د بقاء جګړه ده. که څوک فکر کوي، چې د جګړې او یا هم د سولې په نامه د معاملې تر عنوان لاندې به دا ارزښتونه تر پښو لاندې او افغانستان به شاته تګ ته مجبور کړي؛ نو غلط فکر یې کړی، شاته تګ هم د جګړې او هم د سولې له لارې بند کړای شوی دی.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د حکومت پلاوی څو اوونۍکېږي په دوحه کې مېشت خو طالبان ورسره د لیدلو او ناستو علاقه نه لري.

عمر ددې تر څنګ طالبان تورن کړي، چې د بهرنیانو په وړاندې یې جګړه درولې او د «ولس او عامه تاسیساتو» په وړاندې په جګړه بوخت دي.

د عمر له لورې پورتنۍ څرګندونې وروسته له هغه دي، چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال «شیرمحمد عباس ستانکزي» وویل، غني دې استعفاء ورکړي او د نوي اسلامي نظام اطاعت ته دې غاړه کښېږدي؛ تر څو په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

د ستانکزي په خبره، د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې توافقنامه کې د نوي اسلامي نظام پر جوړېدو توافق شوی، او که چېرې امریکایان شوی توافق عملي نکړي، په وړاندې به یې بیا ځلې جګړه پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

What did you do during last 18 years

Yes, you did license more than 2000 girls in Kabul to sell their bodies
You did train every single officer how to steal from the public fund

طوطی

او # انسانه کومی اتلس کالنی لاس ته راوړنی، رشوتخوری، غلا، د تلویزنیونو بی حیایی، په هره اداره کی رشوت اخیستل، بی امنیتی آیا همدا لاس ته راوړنه ده؟ #ت مو پر لاس ته راوړنه شه. ټول # سره راټول شوی # دی پر غنی شی او د هغه له پارلمان سره. ټول باید له الف تر یا پوری حکومتی کسان نابود شی او پر ځای درست منطقی، پوه او با غیرته کسان راشی چی وطن ورته ګران وی هم ضد د ایران وی او هم ضد د پاکستان.

Karwan

طوطي او دا خبري، لکه چه نن په ښي اړخ راپورته شوي ئي. افرين، کله کله همداسي حقيقت وايه. موږ خو هميشه ويلي چه دا اداره يوه نوکره او ډيره فاسده، اولس دوښمنه او ډيره ظالمه اداره ده او بايد چه ګلم ئي ټول شي. کاروان

دکتور مجاهد

اتلس بیلونه لاسته راوړنی یی هماغه اتلس بیلونه دالر دی . علام عمر ته زما وړاندیز دا دی چه په هره وسیله کیږی د طالبانو له راتګ دمخه پښی خپلی کمکړه او دغه ډالری په کوم هیواد کی چه ته تری راغلی وابس نقل او هلته یی چه بینکو کی هم واچوی په میلونو سود به تر لاسه کوی د لمسو او کړوسو ګذاره به دی پری جوړه وی ، که نه او د طالبانو په کمین کی برابرشی هر څه او ډالر به هم درڅخه باتی وی دنیا او اخرت به دواړه سره ګډ وډ شی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx