افغانستان

د طالبانو رواني جګړه: تجارتي ډرون الوتکې  چې طالبان یې د وسلې په حیث کاروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): طالبانو په دې وروستیو کلونو کې د تجارتي ارزان بیه ډرون الوتکو څخه د څار او «پروپاګند» ویډیوګانو د ثبت لپاره کار اخیست، خو په دې وروستیو کې يې ددغه الوتکو څخه په جګړو او بمونو غورځولو کې استفاده پیل کړې ده.

د راپورونو سره سم طالبانو اوس په عراق او شام کې د داعش وسلوالو په څیر له ډرون الوتکو څخه کار اخیستل پيل کړي دي او د خپل دښمن پر پوستو او قرارګاوو بمونه غورځوي.

د تیر میلادي کال ۲۰۲۰ د اکتوبر میاشتې راهیسې طالبانو لږ تر لږه په شپږو ولایتونو کې ډرون الوتکې د جګړه ییزې وسلې په حیث کارولي دي، چې په ځینو کې افغان دولتي عسکر وژل شوي او په ځینو نورو کې يې وسلو او نورو تاسیساتو ته تاوان رسیدلی دی.

د ازادي راډیو د انګلیسي څانګې د راپور سره سم تر اوسه معلومه نه ده چې طالبانو ولي په دې وروستیو کې د ډرون الوتکو څخه استفاده پیل کړې خو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل سره د جګړو زیاتوالي سره یو ځای دغه بریدونه پیل شوي دي.

د شنونکو په نظر د ډرون کارونه کیدای شي د جګړې په ډګر کې د طالبانو وړتیا نوره هم زیاته کړي او د هغوی لپاره د پروپاګند یو ښه وسیله ثابته شي.

د جګړې په ډګر کې يې اغېز:

تر اوسه د طالبانو ډرون بریدونه هغې کچې ته نه دي رسیدلي چې د جګړې پر مسیر پرېکنده تاثیر ولري، خو د شنونکو په نظر که چیري طالبان ددغو الوتکو څخه سمه ګټه پورته کړي نو کیدای شي جدي ګواښ را منځته کړي.

د انګلستان د خلاصې سرچینې د تحقیق ګروپ (بیلینګټ) د یوه څیړونکي «نیک واټرز» په وینا، دغه تجارتي الوتکې په عام ډول ډیر کم وسلوال امکانات لري، یو یا دوه ګرنیډ په اندازه بمونه کیدای شي پورته کړي، خو که پر سم هدف دغه بمونه هم وغورځوي، نو کیدای شي ډیر تخریب وکړي.

د نوموړي په وینا طالبان کیدای شي وسلوال ډرون پر قومندانانو،  د عسکرو پر تجمعاتو، موټرونو او د وسلو پر ډیپوګانو وکاروي.

دده په خبره، همداسي طالبان کولای شي چې د ډرون په واسطه خپلو سرتېرو بریدګرو ته لارښوونې وکړي، د میزایلونو لپاره اهداف باندي وټاکي او همداسي پر ځمکه قومندانانو ته د دښمن تحرکاتو په اړه کره معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي چې ددغه ډرون الوتکو د خطر د مخینوي په خاطر په مختلفو ځایونو کې مختلف تکتیکونه کاریږي،  کله هڅه کیږي چې مخامخ وویشتل شي، او کله بیا د جامر (د مرکز او ډرون تر منځ ارتباط پرې کوونکی) ، او همداسی کله بیا د جال او حتی د ښکاري مرغانو څخه استفاده کیږي.

د نیک واټرز په وینا که چیري یوه کوچنۍ الوتکه له زر فوټه لوړې ساحې څخه پر یو چا برید کوي نو هغه ته به سخته وي چې څرنګه ددغې الوتکې د را غورځولو لپاره پورته یادي شوې وسلې وکاروي.

د طالبانو رواني جګړه (پروپاګنډ)

د طالبانو ډرون بریدونه د تبلیغاتي جګړې لپاره هم ارزښت لري، یا په بلې معنید رواني عملیاتو په برخه کې استفاده ځیني کیږي.

په دې وروستیو میاشتو کې طالب جنګیالیو او یا ددوی ملاتړو داسي ویډیوګانې او انځورونه پر ټولنیزو پاڼو خپاره کړل چې ددوی دغه نوې وړتیا په ډاګه کوي .

د امریکا یو غیر ربحي شناند او څیړونکې اداره کې امنیتي کارپوه «جوناتن» په وینا، هیڅ شک نشته چې د ډرون په کارونه کې د رواني جګړې عنصر موجود دی.

شنونکي د ډرون کارونه د نفسیاتي عملیاتو داسي یوه بڼه بولي لکه څرنګه چې د سرې قطعې په اړه طالبانو ایجاد کړې، کومچې د طالبانو د کمانډو عسکرو حیثیت لري او ښه روزل شوي جنګیالي دي.

د جوناتن په وینا: تکتیکي ډرون د طالبانو یوه بله هڅه ده تر څو ځان د افغان ځواکونو په پرتله قوي او منظم وښيي، او د طالبانو سره دا مرسته کوي چې د افغان ځواکونو په پرتله د وسلو او وسایلو په برخه کې په خپل وروسته پاتې والي باندي پرده واچوي.

طالبان عموما د جګړې په ډګر کې د راکټ، هاوان، کوچنیو وسلو، ماینونو او موټر بمونو څخه کار اخلي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر احمد ضیا سراج په تیره نومبر میاشت کې ولسي جرګې غړو ته وویل، طالبان چې کوم ډرون الوتکو څخه کار اخلي، هغه په مارکیټ خرڅیږي چې عموما د ویډیو جوړونې لپاره کاریږي.

نوموړی دغه خبرې په داسي وخت کې کولې چې یوه میاشت وړاندي طالبانو په کندز ولایت کې د ولایت پر مقام بمونه وغورځول چې په ترڅ کې يې ۴ تنه ووژل شول او اته کسان نور ټپیان شول.

دا په افغانستان کې د طالبانو لومړنی ډرون برید وبلل شو، خو له هغه وروسته طالبانو په بغلان، بلخ، پکتیا، لوګر او فاریاب کې هم ورته بریدونه وکړل.

په یوه وروستي برید کې چې د جنوري پر ۱۵ په کندز ولایت کې تر سره شو، طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړه چې له امله یې دوه تنه دولتي عسکر ټپیان شول او یو هلیکوپتر زیانمن شو.

په همدې جنوري میاشت کې ارګ په کابل کې د ولسمشر ماڼۍ په فضا کې د هر رنګه ډرون الوتکو استخدام ممنوع اعلان کړ.

له ډرون څخه ځان ساتنه:

د شنونکو په نظر طالبانو د ډرون کارونې چل په عراق او سوریه کې د داعش څخه زده کړی.

داعش هم په پیل کې د ډرون څخه د څار لپاره کار اخیست، خو وروسته یې د وسلوالو بریدونو لپاره کار اخیستنه ترې پیل کړه.

په ۲۰۱۷ کې چې داعش د ډرون الوتکو څخه استفاده کوله، امریکا ډیره اندېښمنه وه، او د مخنیوي لپاره یې د ۷۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت یو پروګرام پیل کړ، تر څو داسي تکتیکونه او ټیکنالوژي را منځته کړي چې په واسطه یې د ډرون الوتکو مخنیوی وشي.

د نیک واټرز په وینا ، د عراق په جګړه کې د داعش ډرون ډیري ګټورې وې، دوی به هر وخت د جګړې په سستوالي کې رول لوبوی او حتی د جګړې په ډګر کې د پرمختګ مخنیوی به یې کوئ، او پر ځمکه عسکر به اړ وو چې لومړی د ډرون سره تعامل وکړي او بیا ځمکې ته متوجه شي.

تر دې چې د ډرون الوتکو ږغ به د وسلې په توګه کاریدی، ځکه چې پر ځمکه به عسکرو واورید، هغوی به اړ وو چې لومړی ځان لپاره یو سرپناه وګوري او ځان خوندي کړي.

مګر د څیړونکو په نظر لا وخت شته او طالبانو ته به سخته وي چې په افغانستان کې د ډرون الوتکو څخه داسي کار واخلي لکه څرنګه چې داعش په عراق او سوریه کې ترې اخیست، دا ځکه چې د هغوی جګړه زیاتره په ښاري سیمو کې وه، خو بر عکس په افغانستان کې جګړه اکثره په لیري پرتو او صحرايي سیمو کې ده او افغان ځواکونه د هیواد په مختلفو برخو کې پر شاوخوا ۱۰ زره پوستو باندې ویشل شوي دي.

د جوناتن په وینا په خلاصو سیمو کې که چیري دولتي عسکر ډرون بریدونو ته متوجې وي نو کیدای شي د ناڅاپې او ناببره برید سره مخ نشي، خو بیا هم دغه الوتکې یو ګواښ دی د ټولو پوستو او نورو غټو پوځي تاسیساتو لپاره او حتی هغه چې په ښارونو کې دي.

سرچینه: د ازادي راډیو انګلیسي څانګه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان نباید پدی پلاستیکی الوتکو د خپلو جنګیالیو مورال قوی کړی. داسی الوتکی نن سبا په ۳۰ ډالرو بازار کی خرڅیږی. دا خوسي خبری پریږدی او اساسی لاره د خبرو ونیسی دی به مو خیر وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx