افغانستانسولې اړوند خبرونه

ذاکر جلالي: د سولې تاریخي فرصت ژغورنې لپاره منځګړي باید را وړاندي شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د سیاسي علومو استاد او سیاسي کارپوه ذاکر جلالي ویلي چې په دوحه کې د پیل شويو مذاکراتو د ژغورنې په خاطر منځګړي هیوادونه متحرک شي او دغه تاریخي فرصت د ناکامۍ څخه وژغوري.

نوموړي ویلي چې په دوحه کې د جنوري پر پنځمه نیټه د بین الافغاني مذاکراتو ځنډیدلی بهیر بالاخیره پیل شو، خو له هغه وروسته بیا هیڅ بنسټيز پرمختګ نشته، تر اوسه یو اړخ هم د شخړې د حل په موخه پر واقعیت ولاړه حل لاره نه ده وړاندي کړې، ناڅرګنده فضا حاکمه ده، خبرې د بن بست سره مخ دي. په داسي وخت کې د دریم ګړي رول ته اړتیا لیدل کیږي. اوس وخت را رسیدلی چې قطر او او یا بل کوم لوبغاړی را مخته شي او دغه تاریخي فرصت وژغوري. په تاسف سره مونږ په خپل تاریخ کې بریالیو مذاکراتو مثال نه لري.

باید وویل شي چې د جنوري پر پنځمه او بیا د جنوري پر نهمه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو جهتونو تر منځ رسمي ناستې شوي خو له هغه وروسته په ناڅرګنده توګه د دواړو لوریو تر منځ رسمي مذاکراتي ناستې نه دي شوي چې له امله یې تشویشونه زیات شوي.

طالبان وايي چې بین الافغاني مذاکرات د امریکا سره د دوحې تړون پر اساس پیل شوي او د هغه تړون پر اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو د پیل درې میاشتې وروسته ددوی پاتې بندیان خوشي شي او د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو د تور لیست څخه وایستل شي خو د کابل حکومت او همداسي امریکا له لوري په پورته دواړو موضوعاتو کې د تاوتریخوالي کمښت او اوربند غوښتنه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مذاکرات د پردیو هیوادو د اثر لاندی دی او د هغوی په کش مکش که به هیڅ کومه مثبته نتیجه ورنکړی. زما خو هماغه یو شعار دی چی ولاکه دا وړی شړی کړی. طالبان عقب نشینی لار لری ځی او راځی کورونه یی په پاکستان کی دی هغه ځاینه دستور اخلی او هر څه چی پنجابیان ورته وایی هغسی د هغوی پر قدم پل ژدی. تر هغو چی د طالبانو شوراګانی په کویټی او پیښور کی بمبارد نشی، دوی د قطر له دفتره ونه استل شی او مرکزونه یی په پاکستان کی بمبارد نشی په ولاکه یی سولی او اوربند… نور لوستل »

مجاهد

طوطی د غنی په شان طوطی دی هماغه خبری کوی چه ورته ویل کیږی

طيب

طوطي ھمیشہ خبری دبل دخولی کوی خپلہ ښہ او بد نہ پیژنی چی څہ دی او څہ کیږ‎ی

دکتور مجاهد

دوحه کی د سولی اوسنی په سوال نه د استشهادی مټو به زور رامنځته شوی ، امریکا په ډونګو شوه او د طالبانوسره د سولی د ادرس پیدا کولو د پاره یی ورله دوحه رسمی دفتر پرانست، او له هغه وروسته د یوه برګیدیر په تبادله یی کد د رهبرۍ په کچه اوه اته مشران طالبان خوشی کړل، په کار دا وو چه د بریګیدر په بدل کی یی یو کس او هغه هم عادی طالب خوشی کړی وی، دا یی د طالبانو سره د روغ وتلو دپاره د طالبانو د خوشالولو د پاره دا حیرانونکی تعامل ترسره کړو او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx