شعـــــرونه

زلفو کې وږم د سپرلي راوړمه/ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

زلفو کې وږم د سپرلي راوړمه وا دې ورېدل؟
زړۀ به دي زړۀ لره بندي راوړمه وا دې ورېدل؟

زۀ ژوند ته نۀ، ژوند به و ماته دوه لاسي سلام کړي
ليونی زور په زندګي راوړمه وا دې ورېدل؟

تۀ مې په تور د جهادونو وژنه، وخت به راشي
دار به دي سر لره قاضي راوړمه وا دې ورېدل؟

د سترګو جنګ بالا بېشکه بې مرګونو جګړه
د سترګو کسي په سيالي راوړمه وا دې ورېدل؟

د ارغنداب له زړۀ در وړم ښاره شمله د بريا
درته پټکی له پنجوايي راوړمه وا دې ورېدل؟

ميني جانان به روغ رمټ درلره وسپارمه
لاش د کافرې جدايي راوړمه وا دې ورېدل؟

تۀ دې لاسونه راچمبه کړه شفاعت ريحانه!
زۀ درته زيری د لالي راوړمه وا دې ورېدل؟

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx