ورزش

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټیسټ لوبې راتلونکې مارچ کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د راتلونکو ټیسټ سیالیو نېټه په ډاګه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د اعلان له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټیسټ سیالۍ به په راتلونکې مارچ میاشت کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ د اعلان له مخې د ټیسټ سیالیو ترڅنګ به افغان لوبډله د زمبابوې پر وړاندې درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي.

باید وویل شي چې د یادو لوبو مهالویش به وروسته اعلان شي، دا سیالۍ د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي، خو ددې لپاره لا هم د ځای انتخاب نه دی شوی.

څو ورځې وړاندې د زمبابوې کرکټ بورډ اعلان کړی و چې د افغانستان پر وړاندې سیالیو لپاره په عربي اماراتو، پاکستان او یا هم عمان کې چمتو دي.

د کرونا وبا له کبله افغان کرکټ بورډ نشي کولی له وخت وړاندې د یادو سیالیو لپاره ځای انتخاب کړي، خو امکان لري دغه لوبې په عربي اماراتو او یا هم عمان کې ترسره شي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې په عربي اماراتو کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه چې ایرلینډ ته یې په ۳-۰ ماتې ورکړه، او د کرکټ نړیوالې شورا په سوپر لیګ کې یې څلورم مقام خپل کړ.

تر دې دمه افغان لوبډلې څلور ټيسټ سیالۍ ترسره کړي دي، چې له هندوستان او ویسټ انډيز څخه یې ماتې، او ایرلینډ او بنګلدیش پر وړاندې یې بریا خپله کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx