ټولنیزه برخه

د یوه یهودي د اسلام منلو ګټوره کیسه

حامد افغان

د ښایسته سړي ښکلې جامې پر تن وې، د عباسي خلیفه مأمون الرشید مجلس ته ورغی او مجلس کې یو ځای کېناست، د خبرو پر مهال هغه مأمون وپېژاند ورته کړه یې: ته یهودی یې؟ هغه ورته وویل: هیله کوم ما مه شرموه او خلکو ته مې مه ښیه. مأمون ورته وویل: که اسلام ومنې ښه معاش به درته مقرر کړم او له خپل قوم نه به دې هم وساتم. یهودي ورته وویل: زما د پلرونو دین یهودیت مې اسلام ته نه پرېږدي، فعلاً ما پرېږده چې د اسلام په اړه فکر وکړم، وروسته که مې قناعت ترلاسه کړ درته رابه شم.

مأمون یهودی پرېښود او ولاړ. کال وروسته یهودی عباسي خلیفه مأمون الرشید ته راغی، په داسې حال کې چې اسلام یې منلی او موحد و! مأمون سره ډېر خلک ناست وو، دوی ټول دې سړي ته حیران دریان پاتې شول! هغه به چې په فقه کې غږیدی لوی فقیه و، په قران کې یې هم زیات علم ترلاسه کړی و، ځکه ټول ورته حیران ول! کله چې د مجلس خلک پورته شول، مأمون دی وروغوښت، ورته کړه یې ته خو هماغه یهودی نه یې چې زما نه دې مهلت او وخت غوښتی و؟! هغه ورته وویل: هو، زه هماغه یم، مأمون ورته وویل: هغه مهال دې زما په خبره اسلام ونه مانه، څه وجه ده چې اسلام دې منلی دی؟ یهودي خپله د اسلام منلو کیسه په لاندې ډول ورته پیل کړه.

مسلمان شوي یهودي مأمون ته وویل: زما ډېر ښه خط دی، زه چې له دې ځایه ولاړم، د تورات درۍ نُسخې مې ولیکلې، زیاتوالی او کموالی په کې وکړ او خرڅلاو ته مې وړاندې کړې، خلکو هغه رانه واخیستلې، زیاتوالي او کموالي په اړه یې چا هیڅ هم ونه ویل. سړي پسې زیاته کړه: بیا مې د انجیل درۍ نُسخې ولیکلې، هغو کې مې هم زیادت او نقصان وکړ، کلیسا ته مې د پلور لپاره یووړې، خلکو رانه واخیستلې او هیچا هم څه ونه ویل.

سړي خبرې وغځولې او زیاته یې کړه: کله مې چې قران ته اراده وکړه د هغه مې هم درۍ نُسخې ولیکلې او زیادت او نقصان مې په کې وکړ، کله مې چې کتاب پلورونکو ته وروړې، هغوی په دقت سره وکتلې او زیادت او نقصان یې په کې پیدا کړ، هغه زیات ځایونه یې ماته پر مخ راوویستل او ډېر په سپکه یې راته وکتل. مسلمان شوي یهودي زیاته کړه نو پوه شوم چې دا کتاب محفوظ دی او دا ایت رایاد شو: ( إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ) سورة الحجر. یعني بېشکه قران موږ نازل کړی دی او موږ به یې حفاظت کوو.

مسلمان شوي یهودي زیاته کړه چې زه پوه شوم دا کتاب په حقه دی، مخ او شاته باطل نه شي ورته راتلی او همدا مې د اسلام منلو سبب شو. زه شاهدي وایم چې له الله پرته بل د عبادت وړ خدای نشته او محمد د الله رسول دی. اشهد انه لا إله إلا الله وأن محمدا رسول الله صلى الله عليه وسلم. المنتظم فـي تاريخ الملوك و الأمم لابن الجوزي رحمه الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx