ټولنیزه برخه

خورې! خپل حجاب ته دې پاملرنه وکړه!

ژباړه: ډاکټر حسيب الله سجاد

خورې…
ته له هغه څه لوړه یې چې د فاسقانو سترګې پر تا پریوځي او له هغه څه ګرانبیه یې چې د بازاري لېوانو ښکار شې، نو په خپل ځان باندې د حجاب په غورځولو د بدۍ دروازه مه پرانیزه، چې بیا به په هغه ورځ سخت تاوان ووینې؟ ]وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ, إِلَى رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمَسَاقُ[ «القیامة ۲۹-۳۰»
ژباړه: او یوه پنډۍ په بلې پنډۍ پورې ونښلي، هغه ورځ به ستا د رب لوري ته ورخوځېدل وي.

دا فکر مه کوه چې حجاب ته نه پاملرنه اړینه نه ده بلکې دا یوه لویه سرغړونه او ګناه ده، غوږ شه او په دغه آیت کې فکر وځغلوه ]وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى[ «الاحزاب ۳۳»
ژباړه: په خپلو کورونو کې مېشتې اوسئ، او د تېر جاهلي دور غوندې سینګار کړې بې ستره مه ګرځئ.

او همدارنګه الله( فرمايي: ]يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا[ «الاحزاب ۵۹» اې پیغمبره(! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې پر خپل ځان باندې د خپلو ټکریو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنلاره ده ترڅو چې هغوی وپېژندل شي او ونه ځورول شي.

نو د لیدونکو پر وړاندې د چادرۍ لرې کول او د زینت او ښایست څرګندول او د پړوني په پرانیستلو سره د خپل حجاب ماتول، دا ټول هغه څه دي چې د بې حجابۍ پیلیزه جوړوي او د رب له لوري عذاب ته لار پرانیزي، ځکه له څاڅکو څاڅکو څخه سیند جوړیږي.

خورې! زه دا ګمان نه کوم چې ته به د حجاب پوره شرطونه ونه پیژنې ځکه که د لوستي نه وي خو ستا د بدن په ژورو کې پټ دي او ستا د فطرت او سلیقې سره نېغه اړیکه لري، نو حیا ستا سلیقه او حجاب ستا حیا ده.
اِذَا لَمٰ تَخْشَ عَاقِبَةَ اللَّیَالِيْ وَلَمْ تَسْتَحْیِ فَاصْنَعْ مَا تَشَاءُ
که د شپو له ناوړه پایلو څخه وېره نه لرې او شرم نه کوې، نو څه دې چې زړه غواړي هغه ترسره کړه.
فَلَا وَاللهِ مَا فِی الْعَیْشِ خَیْرٌ وَلَا الدُّنْیَا اِذَا ذَهَبَ الْحَیَاءُ
په الله قسم که حیا له منځه ولاړه، نو بیا په ژوند او دنیا کې هېڅ خیر نشته.

غوره ګڼم چې د حجاب شرطونه درته وړاندې کړم، ځکه د مؤمنانو لپاره یادونه ګټوره ده.

شرعي حجاب اته لاندې شرطونه لري:
۱) باید د ښځې ټول بدن وپوښوي.
۲) په خپله ښایست نه وي.
۳) پراخه وي.
۴) معطر او له خوشبویۍ پاک وي.
۵) د نامسلمانو مېرمنو له لباس سره ښکاره توپیر ولري.
۶) د نارینه لباس ته ورته نه وي.
۷) مشهور لباس نه وي.
۸) پنډ او ډبل وي.
دا د حجاب هغه شرطونه وو چې د الله له کتاب، د رسول الله له حدیثو او د امت د سلفو د آثارو څخه ثابت دي.

خورې! دا فکر مه کوه چې بې حجابي د ټول آرایش په څرګنده لوڅولو ته وايي. بلکه هر هغه لباس چې د خپل کور پرته بل ځای واغوندې او د شرعي حجاب شرطونه او ځانګړنې پکښې صدق ونه کړي دا بې حجابي او ګناه ده.

په لارو باندې د پړوني او چادري پرانیستل او د څېرې ښکاره کول او د اوږو بهر ویستل د نوې بې‌حجابۍ نښانې دي چې د نوي حجاب په ډول څرګند شوي دي.

د الله( په دغه خبرو کې فکر وکړه چې فرمايي: ]وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى[ «الاحزاب ۳۳» په خپلو کورونو کې مېشتې اوسئ او د تېر جاهلي دور غوندې سینګار کړې بې ستره مه ګرځئ.

دا هغه امر دی چې د پخواني جاهلیت وخت د ښځو سره موږ ته شوی، غوږ شه چې د هغه ښځو لباس څه ډول و؟

علامه ابوحیان( وايي: د جاهلیت د وخت عادت دا وو چې آزاده او وینزه ښځه به په لوڅه څېره او د یوه څادر سره له کوره د باندې وتله.
همدارنګه وايي: د جاهلیت په دوره کې یوازې د ښځو څېرې ښکارېدلې (البحر المحیط ج۷، ص۲۵۰).

خو د اوس وخت د هغه سره څومره ورته دي…!
نو فکر وکړئ. د حجاب په اغوستلو کې ننۍ اسان نیوونه او د نامحرمو پر وړاندې هغه ته نه پاملرنه، همغه د جاهلیت د زمانې بې حجابي ده چې د جاهلیت د زمانې ښځې د دغه توغ وړونکې او سرلارې وې.

فراء وايي: (د جاهلیت په زمانه کې ښځو خپل پړوني د شا لور ته ځوړندول، مخ او سینه به یې لوڅه پرېښودله، په همدغه دلیل هغه امر وشو ترڅو ځان په پوره ډول پټ کړي، فتح الباري حافظ ابن حجر ج۸، ص۲۹.

اوس تاسې غور وکړئ چې هغوی ته امر وشو ترڅو د خپل بدن مخکنی لوری وپوښوي او په دې هم غور وکړئ چې د جاهلیت د زمانې ښځو ته دا امر یوازې د هغوی د مخ نه پټولو په اړه و نه د لاسونو او پښو د پنډیو چې دا په خپل ځای د دې دلیل هم کیدای شي چې مؤمنې ښځې ته د حجاب امر د ټول بدن بشپړ پوښل دي، یعنې د حجاب هغه ډول چې قرآن مشخص کړی او په سنتو کې د هغه عملي بېلګې څرګندې دي او د صحابه وو او تابعینو ښځو هغه خپله کړنلاره ګرځولی دی.

ذَهَبَ الَّذِیْنَ یَعَاشُ فِیْ اَکْنَافِهِمْ وَ بَقَیٰتُ فِیْ خَلْفٍ کَجَلْدِ الْأَجْرَبُ
هغه کسان ولاړل چې تر سیوري لاندې به یې ژوند کېدلو او زه په وروسته خلکو کې د پمن پوستکي په ډول پاتې شوم.

خورې! له دې څخه ډډه وکړه چې د شرم او پاک لمنۍ له جامې سره لوبې وکړې؛ ځکه هغه ستا د حیثیت ښکارندویه دي او د هغه سره لوبې کول د خپل شرف سره لوبې کول دي.

اَذُوٰدُ عِرْضِی بِمَالِی اِلَّا أَبْدَدَهُ لَا بَارَک اللهُ بَعْدَ الْعَرْضِ فِی الْمَالِ
په مال سره مې د خپلې آبرو ملاتړ کوم او هغه بېځایه له لاسه نه ورکوم – د آبرو پرته مال د بې برکته او بې مبارکۍ وي.

پخواني عرب به هم د حیثیت تر پښو لاندې کېدلو په اړه ډېر اندېښمن وو، نو د دوی د شعرونو ډېری دېوانونه له هغه شعرونو ډک دي چې د مړو پر وړاندې د دوی د ښځو حیا او پاک لمني ترې څرګندیږي.

د عربو څخه یوه کیسه په دې هکله هم راغلې چې د نعمان ښځه چې په مجرده مشهوره وه د هغه مجلس ترڅنګ تېرېدله چې په هغه کې نابغه (د جاهلیت دور یو شاعر) ناست و، ناڅاپه یې مخ پړونی ولوید او هغه په خپل ورغوي خپل مخ پټ کړ او د ځمکې لور ته کږه شوه او په بل لاس یې مخ پړونی (مخ پوښونکی) را واخیست. نعمان له نابغه څخه وغوښتل چې دغه کیسه په یوه قصیده کې راغونډه کړي. د قصیدې پیل له دغه بیتونو پیل کیږي!

أَمِنْ اٰلُ أَمِیَتَةٍ رَایِحْ أَوْ مُغْتَدِیَ عَجْلَانَ ذَا زَادَ وَ غَیْرُهُ مزودُ
آیا دا چې د اوږو د پيټي پرته سره له توښې چې تګ راتګ کوي، دا د امیه اولاده ده.
سَقَطَ النَّصِیْفُ وَلَمْ تَرِدْ اِسْقَاطُهُ فَتَنَاوَلَتْهُ وَ اتَّقَتْنَا بِالْیَدِ.

مخ پوښونکی یې ولوېده او ویې نه غوښتل چې هغه پرېږدي، هغه یې ونیو او په خپل لاس یې مخ له موږ څخه پټ کړ. یو بل اعرابي د جاهلیت د ښځو د مخ پوښونکي په اړه وايي:
جَزَی اللهُ البَرَاقِعَ مِنْ ثِیَابٍ عَنِ الْفُتْیَانِ شَرًّا مَا بَقِیْنَا
ترڅو چې موږ ځوانان ژوندي وو، الله( د مخ پوښونکو ته بده بدله ورکړي.

یُوَارِیْنَ الْحُسَانَ فَلَا نَرَاهَا وَ یَسْتُرْنَ الْقِبَاحِ فَتَزْ دَرِیْنَا
کله چې ښکلې ښځې پټې کړي، موږ هغوی نه وینو او کله چې بدرنګې پټې کړي او هغوی بیا د موږ سپکاوی کوي.

خورې…! نو کله چې په حجاز کې د جاهلیت نه تر ننه پورې ډېری ښځې د خپل شرف په اندېښنه کې دي؛ نو آیا دا غوره نه ده چې ته هم په اسلام کې د دغه فضلیت او شرف ساتونکې شې او د دنیا عزت او د آخرت ثواب ترلاسه کړې! لږ غور وکړه.

نو خورې خپل ټول بدن پوښونکی پړونی پر سر کړه او حیا ته دې جدي پاملرنه وکړه، خپل کور کې کینه او په لارو او د بازارونو په دروازو کې په فاسقانو خپل ځان په ارزانه مه خرڅوه.

تاسې ته به معلومه وي چې د قریشو او هوازن ترمنځ د فجار جنګ اصلي علت د «کنانه‌اي» ځوانانو هغه ښځې ته لاس اوږدول وو تر څو خپله څېره لوڅه کړي، چې په همدغه وخت کې یادې ښځې چیغه وکړه: اې د عامر اولادې (مرسته)! او د بني عامر تورو هم هغه ته لبیک وویلو.

افسوس چې اوس ډېری نجونې د تلیفوني اړیکو خوراک شوې او خپل ځان یې د تباهۍ تر پولې رسولی، او دا څه لویه تباهي ده چې د ناپوهه نجونو ور یې ورټکولی! تردې چې دا کیسې په داسې جالبو کیسو اوښتې چې پخواني یې وروستنیو ته بیانوي.

مسلمانې خورې! له شک پرته چې د نن ځوانانو له دردوونکو پېښو به خبره وې او ښايي د هغه له تلیفوني اړیکو څخه به هم ډار ولرې، خو بیا هم ډېری ناپوهې نجونې دغه ډول اړیکې د خپلې تفریح تګلاره جوړوي.

خو بیا هم که د دغه ډول آسانه نیوونکو تلیفوني اړیکو او د هغه د دردونکو پایلو څخه ناخبره وې او ستا کورنۍ هم دا بابېزه ګڼي دغه خواشینوونکې کیسه ولوله.

دا د هغه پېغلې نجلۍ کیسه ده چې د تلیفوني اړیکو ښکار شوې وه خپله کیسه په دې ډول بیانوي:

زه یوه ۱۵ کلنه نجلۍ یم، کورنۍ، ټولنیز او زده‌کړه‌ایز ژوند مې په طبیعي ډول روان وو او د الله( په فضل له کومې ستونزې پرته مې لومړنۍ زده‌کړې بشپړې کړې او د هغه وخت له پېښو هېڅکله اغېزمنه نشوم او ښايي دلیل زما کم سن او عمر وي چې په هغه وخت کې ما د ژوند حقیقت نه وو پېژندلی؟ خو کله مې چې خپل قدم د منځنیو زده کړو په دوره کې کېښود نو په بې‌لارۍ مې سر شو. په لومړیو کې به د وړو ګناهونو په ډنډ کې لوېدلم تردې چې د لویو ګناهونو سمندر ته هم ورټیل وهل شوم. لویه ګناه مې هم وکړه، دغه وخت کې ما داسې احساسوله چې زه په اور سوزم او لومړی قدم دا وو چې د یوه ناپېژند سړي سره مې تلیفوني اړیکه پیل شوه.

یوه ورځ په خپله کوټه کې د درسونو سره په مطالعه بوخته وم، خور مې ويده وه، ورور مې په بل ښار کې و او پلار مې هم په کور کې نه و او مور مې هم د کور له کارونو بې‌خبره وه.

تر ټولو مهمه دا وه چې یوازې وم او د آرامۍ او اطمینان په فضا کې په مطالعه باندې بوخته وم، الله( مې له زړه خبر دی! په همدغه وخت کې ناڅاپه تلیفون ته زنګ راغی، دا چې په کور کې څوک نه وو نو مجبوره شوم چې ځواب ورکړم، تلیفون ته په ځواب ورکولو مې د لېوه ډوله او لېوه صفته انسان غږ تر غوږونو راورسېد چې په نرمو او پستو خبرو یې زه مخاطبه وګرځولم. د دغه ډول کلمو اورېدل زما لپاره عادي نه وو؛ نو دغه وخت کې مې وجود لړزې واخیست که څه هم د خبرې کوونکي خبرې نرمې وې.

ماته یې وویل: دغه د فلاني کور دی؟ ورته ومې ویل: شماره او نمبر دې خطا کړی. خپله هم پوهېدلو چې نمبر مې اشتباه کړی خو بیا یې هم په صداقت سره راته وویل چې خبرې راسره وکړه.

ورته ومې ویل: څه غواړې ویې ویل: غواړم له تاسره پېژندګلوي پیدا کړم. په لومړیو کې مې یې وړاندیز په کلکه رد کړ، ځکه دغه ډول اړیکې ماته عادي نه وې او مخکې مې هم تجربه کړې نه وې، که څه هم په مکتب کې مې ملګرو دغه ډول کیسې راته کړې وې او یا ډېری نجونو تجربه کړې هم وې، خو ما حتی د دغه ډول نجونو څخه ځان لرې ساتلی و او دا فکر خو مې هېڅ نه و کړی چې زه به هم له هغوی څخه یوه شم.

له دوی څخه یوه مې ټولګیواله هم وه، د مشورې په نیت مې هغه خبره کړه؛ خو هغه بده مشاوره وه او زه یې په ډېره ټینګه سره دغې کار ته وهڅولم ترڅو ادامه ورکړم.

په ځانګړي ډول چې دغه کار له ما مخکې هغې سره هم شوی و؛ خو زما لپاره یو نوی شی و او له هغه څخه خبره نه وم او هېڅکله مې په خپل ژوند کې تجربه کړی نه و.

تر ټولو د تعجب او حیرانتیا ځای دا دی چې ما یې څنګه شیطاني نصېحتونو ته غوږ کېښود، څنګه چې زه له مخکې له دغه ډول تلیفوني اړیکو وېرېدلم نو یو د حیرانتیا خبره وه، نه پوهېدم چې عقل مې له سره څخه کوم ځای کډه کړې وه او دا مې هېره کړې وه چې الله( زما په کارونو باندې لیدونکی دی، تردې چې ځان مې هم هېر کړی و، هغه هم په دې ډول چې د الله( نه وېره او ډار او له دغه ډول اړیکو ډار هرڅه له مانه تللي وو، تردې چې ما فکر کولو چې کومه ستونزه نه لري یا زما د تلیفوني ملګري د صفت پر بنسټ دا زما لپاره د آرامۍ او تفریح یوه لار ده!!

بنسټیزې او د عمل وړ سرچینې د الله( کتاب او د پیغمبر( مبارک احادیث وو، هرڅه مې هېر کړي وو؛ نو په زړه کې مې وویل ولې دا ځل دغه ډول اړیکې نه تجربه کوم، ښایي په دې کې هغه ډول نېکمرغي ترلاسه کړم د کومې چې زه پلټنه کوم نو په عملي ډول مې د هغه ځوان (لېوه) سره خبرې پیل شوې او هر سهار به مې ټولې هغه خبرې چې زما او زما د تلیفوني ملګري ترمنځ کارته او پورته کېدلې خپلې ملګرې ته کولې او ما به په خپله ژبه هغه څه ورته ویل څه به چې زما تلیفوني ملګري ماته ویلي وو.

حتی تردې چې له توبې وروسته او د هغه ورځو له یادونې وروسته به مې دا احساسوله چې ما په څومره بې‌عقلۍ د هغه خبرو ته غوږ نیولو او د هغه ګوټې په شان چې یو څوک یې په لاس کې ښکته او پورته کوي ما هغه ته ځان سپارلی و.
یوه ورځ له ورځو څخه کله چې د هغه شیطان سره په خبرو بوخته وم، هغه ورور مې چې له سفر څخه راغلی و ټولې دغه خبرې واورېدلې. څومره لویه رسوایي!!! په هغه وخت کې ما دا فکر وکړ چې نور زه مړه شوم او له شرم او ډار څخه اوبه شوم. له دغه پېښې وروسته مې د رېښتینې توبې قصد وکړ او څه چې زما ایمان او اسلام باندې تور داغ وي له هغه څخه ځان وژغورم.

خورې! دغه نجلۍ خپله کیسه او رسوایي په خپل کور کې د خپل ورور پر وړاندې پای ته رسولې، خو داسې ډېرې پېغلې نجونې شته چې رسوایي یې د کور له دیوالونو بهر شوې او د ډېرو مزاحمتونو له مخې یې خبره تر لیدنو او کتنو رسېدلې او د ځینو خو آن برخلیک د فحشا تر بریده رسېدلې، نور یې د هدف له پوره کېدلو وروسته یوازې پرېښې او د تل لپاره یې د خپل کور او کورنۍ او ټولنې لپاره یو ننګ ګرځېدلې او هغه وخت یې سرته ماغزه راغلي او پښېمانه شوې چې نور نو ګټه نه ترې حاصلیږي.

بِیَدِ الْعَفَافِ أَصُوٰنُ عِزَّ حِجَابِي وَ بَعِصْمَتِي أَعٰلُوْ عَلٰی اَتْرَابِیْ
د پاک لمنۍ پر عزت مې د خپل حجاب ساتنه کوم او پر سپېڅلتیا مې له خپلو همزولو مخکېوالی ترلاسه کوم.

وَ بِفِکْرَةٍ وَ قَادَةٍ وَ قَرِیْحَةٍ نَقَادَةٌ قَدْ کَمَلْتُ اٰدَابِيْ
او په روښانه فکر او باریکې سلیقې زما آداب پوره شوي دي.
مَا ضَرِنٰی أَدَبِی حُسْنُ تَعْلُمِی أَلَا بِکَوْنِیْ زُهْرَةِ الْأَ لْبَابِ
ټول شموله ښکلي ادب ماته څه تاوان نه دی را رسولی، بلکې له دې پرته چې زه د عقلونو یو ګل ګرځېدلې یم.

مَا عَاقَنِیْ خِجْلِی عَنِ الْعُلْیَا وَلَا سَدَلَ الْخِمَارُ لُمْبِتِی وَنِقَابِیْ
زما حیا او شرم زه لوړتیا ته له رسېدو نه یم ګرځولې او د لوی پړوني په وسیله د ویښتیانو او مخ پټولو څخه یې زه نه یم منع کړې.

له “داسې پېغله او ځوان شه!” کتاب څخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x