روغتیا

د واکسین اخیستلو سربېره، د امریکا د کانګرس دوه غړي په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس کې د دیموکراتیک دفتر مرستیال سټيفن لینچ څرګنده کړې چې د امریکایي «فایزر-بیونټیک» واکسینو دوه ډوزه ترلاسه کولو وروسته یې د جمعې په ورځ د کرونا PCR معاینات کړي چې پایلې یې مثبتې راغلې دي.

دغه دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، د ماساچوست ایالت مرستیال دیموکرات د کرونا دوه ډوزه واکسین ترلاسه کړي وو، او د جنوري په ۲۰مه نېټه د جوبایډن د پرانیستې مراسمو وړاندې یې د کرونا معاینات منفي ښودل شوي وو.

دفتر زیاته کړه چې سټيفن لینچ د کرونا ویروس د تشخیص لپاره بله ازموینه وکړه چې پایله یې مثبته وه، دا په داسې حال کې د سټيفن د دفتر یوه کارمند د اونۍ په پېل کې په کرونا اخته شوی و.

ویل کیږي چې په سټیفن لینچ کې د کرونا نښې نه لیدل کیږي خو په مثبتو پایلو به هغه تر ټاکلې مودې قرنطین وي، او په کانګرس کې به خپلو فعالیتونو ته له لرې او یا د ویدیو له لارې دوام ورکوي.

له نوموړي وروسته د کانګرس دوهم غړي د کرونا پایلې هم وروسته له هغې مثبتې ښودل شوي چې د کرونا پر ضد د واکسینو دوه ډوزه یې ترلاسه کړي وو او له دې وړاندې یې پایلې منفي ښودل شوې وې.

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته د کرونا واکسین ترلاسه کولو وروسته هم د ماسک اغوستلو، د خلکو ترمنځ د واټن ساتلو او لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوي.

د واکسینو اخیستلو وروسته پر کرونا د اخته کسانو شمېر کم دی، خو که چیرې دغه شمېره زیاته شي د خلکو به پر واکسین شوی باور له منځه ولاړ او د درملو ستر شرکتونه اندېښمن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx