شعـــــرونه

مطمئنه یاره!/ احسان الله الهام

احسان الله الهام

مخ ته دې ښه! اخ اسوېلی خو دې ایستلی نه وای
زړګيه!داسې ګیله من خو رانه تللی نه وای

ای په کمر خزانه ګله! له موږ ټولو هېر وې
کاشکې تنها زه ملامت وای ما پاللی نه وای

لا خو دې وړانګو پخولې د ادابو میوې
دومره په بېړه ژړی لمره چې لوېدلی نه وای

ما به خطاب د راڼه ستوري درته څنګه کاوه
چې د ادب په شنه آسمان کې ځلېدلی نه وای

منم له ما هم کرکه وشي پدې سپینه وینا
ډاډ منه! کاشکې په افغان کې ټوکیدلی نه وای

څنګه شم صبر ځوانیمرګه مطمئنه یاره!
یا مې لیدلی نه وای یا خو مې لوستلی نه وای

ستا د کمال ښایست چې دوی راسره نه منلو
زه ورته پړ وم که الهام هم ته لیدلی نه وای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
#عبدالعلی عثمانی یم

الله ج وونازه وه مطمئن صاحب مرحوم مه هیره و ی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x