لیکنېنظــر

تاوتريخوالی او تور لېست

عبدالغفار سربڼ

“په تاریخي قصو کې به راشي چې یاغي ګري دا ځلې نهه میاشتې نه بلکې څلویښت کاله اوږده شوه.”

کله چې لاندې پوښتنو ته د باور او ایمان له مخې ځواب ورکړل شي نو د دغې اوږدې تاوتریخوالې او یاغي ګرۍ عاملین او ترسره کوونکي به اسانه وپيژندل شي.

لومړی: خپل سري یاغي ګري او تاوتریخوالی ولې پيل کيږي او څوک یې شروع کوي؟
هغه چې په خپله برخه قناعت نه لري او په وېش راضي نه دي.

دویم: د نظام او امن په نه شتون کې څوک ګټه پورته کوي؟ دا فهرست او نوملړ زمونږ هیواد کې اوږد دی، د دغو اشخاصو نومونه حتی کوچنیان هم پيژني.
دا هغه ماجرا غوښتونکی فرصت طلبه بې باوره او بې وجدانه بې رحمه غله لاره شکونکی قاتل وګړي دي چې هم په حکومتي مامورینو او پوځي افسرانو او همدارنګه په هر قوم او ټولنیزې ډلې کې شتون لري.

کیڼ پلوو په تاوتریخوالي کې اول واک یرغمل کړ بیایې په تېښته کې زر او ډالر روسیې او غرب ته وویستل.

د جهاد له برکته چې واک باید لزوما اسلامي نظام ته رسیدلی وای د یاغي تش په نوم مجاهدینو د نفاق او یاغیګرۍ او جګړو په نتیجه کې خود سری قومپرستي پاټک سالارۍ د اسلامي نظام ځاي ونیولو.

بیا دوی ددغو تاوتریخوالو په ذریعه واک ووېشه او د هیواد او د یتیمانو شتمني یې لوټ کړه.
له دوی نه خصوصاً هغه ډلې چې دا دېرش کاله  په یو یا بل شکل د قدرت په خرۀ سپاره دي ښې ډېرې روپۍ او زر چور کړل او بهر ته یې ولېږل.

په دوی کې یوه ډله په لومړي جهاد کې هم له روسانو سره د پيسو او بډو اخیستو په بدل کې انډیوالي وه او په دې اوسني اشغال کې خو دوی د جګړې او د امریکایي او غربي مرستو او پېسو اختیار والا وو او دی.
د دوی هر یو وزیر او وکیل او جګړه مار قومندان په ترتیب ملیاردر او ملیونران شول، چا ویل چې د پنجشیر او بدخشان د جنرالانو شمېر شپږ سوو تنو ته رسیږي.
دا چې له مرستو او بیت المال نه دوی څومره روپۍ غلا کړي حتماً یوه ورځ بربنډه کیږي.
په دغه نارامۍ او وژنو او دهشت کې فقط د دوی ګټې نغښتي دي.

دریم: ددې هیواد په بې ثباتي او ناامني کې د ایران او پاکستان او حتی د هند او منځني اسیا د مداخلې او لاسوهنې زمینه جوړه وه.

همدا نا امني او تاو تریخوالی و چې د ناټو او امريکې د لاسوهنو او د امارت اسلامي پر خلاف د نظامي یرغل سبب وګرځید.

یاغي ډلو په یوه لوېشت خاوره باندې هم تسلط نه درلود خو د روس، ایران او هند په مرسته یې ځان امریکې او اروپایي پارلمان او ناټو ته ورساوه او دوی یې په چل ول تجاوز او اشغال ته راضي کړل.

نو امریکې هم داسې بلله چې دننه هم اجیر انډیوالان لري او په مفته لس سترې نظامي اډې ورپه برخه شوې نو بیخي خوشحاله و تر هغو چې څو محکم درزونه یې وخوړل.

څلورم: دا نن تاو تریخوالی او وژنې د چا په ګټه دي، فقط د کابل د ادارې په ګټه دي او یقیناً د هغو په ګټه دي چې د غرب په نه شتون کې او د بلواکې ادارې د ړنګیدلو په صورت کې خپله واکداري‌ له لاسه ورکوي.
د دوی مفاد او عواید دا ۴۵ کاله د یاغیګرۍ او نا امنۍ ثمره بلل کیږي.

په هغه ورځ چې دلته یو نظم او ثبات راشي واضح ده چې د هرې روپۍ پوښتنه به ولس له دوی کوي. نن سبا د دوی غربي امران هم له دوی د پيسو او  اختلاس حساب غواړي.

طالبانو نه دا غوښتنه کیږي چې اوربند وکړي، خو د کابل پوځ پر ولس او طالبانو تعرض او یرغل کوي او بیا دا مطالبه کوي چې دفاع مه کوئ او پریږدئ چې تاسې لکه دا شل کاله ووژنو او بندیان مو کړو.
دا ډېره یو شیطاني لوبه ده، ځکه د دوحې په تړون کې د  تاوتریخوالي د کمولو خبره شوې ده او کابلی فوج او اداره طالبان په چل ول او خدعه هڅوي او تحریکوي چی دوی ته تلفات واړوي او بیا دوی دنیا او امریکا ته چیغې ووهي چې هله راورسیږئ مړه یې کړو.دا تروریستان دي وغیره.

هر ملکي وګړی، هر خبریال، هره ښځه او کوچنی چې وژل کیږي دغه جاهله خو ظالمه اداره هغه د ځان له پاره فایده ګڼي. فاسده فاسقه حاکمه اداره څومره چې د قربانیانو لیست اوږد شي هغه د ځان په ګټه لیکي.

دا د قمار بازانو ډلګۍ دي چې د مظلومو افغانانو په وینو داو لګوي يعنې د قمار میدان کې روپۍ نه لګوي بلکې وینې د پيسو  پر ځای لګوي، ځکه بلوګی دا وایي چې یواځې د دوی پوځیان چې وژل شوي شمیر یې کله ۴۵ زرو ته رسیږي او داچې دوی له غرب نه په دفاع کې په اول خط کې دي نو که دده اداره او فوج نه وي طالبان به اروپا امریکا او دنیا ړنګه او ورانه کړي!؟

د طالب زبر زبر ځواک؟؟!
طالبان ښه پوهیږي چې که اسلامي نظام راشي نو د فاسقو یاغیانو هاغه زهري غاښونه چې د هغو زر او ډالر دي راوباسي او ولس ته به یې ور وسپاري نو  بهرنیان چې په وتو کې وي د اجیرانو واک هم ختمیږي نو هیڅ ډول تاوتریخوالی او د جګړې شدت د دوی په ګټه نه دی، په شرط ددې چې پر دوی تعرض ونه شي.

دا درواغ نه دی، ارګ هره ورځ باټې وهي چې تعرض کې دی او په زرهاوو طالبان یې وژلي. دوستم هم شروع کړې ده.

پنځم: د خندا خبره خو داده چې بندیان نه ایله کوي، هاغه اوه زره چې د بین الافغاني مذاکرتو په شروع کې باید ازاد شوي وای، خو ایله شوي بندیان په خپلو کورو کې وژني.

بیا سره له ټولو یاغيګرۍ او عهد ماتونو دغه  د څلوېښتو کلونو باغیان او یاغیان او د واک غاصبان او قاتلان په هیڅ یو تور لیست کې نه دي درج شوي او د دوی نومونه حتی د جنګي جرمونو د محکمې او د بشر د حقوقو د ناقضینو  په تورو لیستونو کې هم ندي لیکل شوي، سره له دې چې دغو ټولو ادارو دا اقرار کړی چې د دوی په لاسونو دلته جرمونه تر سره شوي دي حد اقل خپلو منځو کې یې خپل دولتي مشران وژلي دي، بیاهم دوی ته کوم تهدید نه دی متوجه.

عجب منطق دی، جرم ثبت شوی مجرم درک نه لري.

لا زیاته د خندا وړ خو دا ده چې د طالبانو د مشرانو نومونه د چا او د چا په تورو لیستونو کې درج او ثبت دي خو نه د دوی جرم ثبوت شوی او نه هم د دوی توقیف او بند ته کوم حقوقي بنیاد یا د اتهام سند جوړ شوی.

د بند د سبب  تعریف هم نه لیدل کیږي، ځکه دوی ته خاص لیست جوړ شوی و او د تروریستانو له تور لېست نه بېل دی.

اوس وطنوالو تاسې انصاف او عدل وکړئ چې د چا نومونه باید د مجرمینو یاغیانو او مفسدینو په فهرست کی ولیکل شي؟

وَالَّلهُ الْمُسْتَعَانٌ. سورة يوسف ١٨ أية

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx