شعـــــرونه

کله کله مې چې تیر وخت راپه زړه شي/ بدري

اسد بدري

کله کله مې چې تیر وخت راپه زړه شي
کله کله مې غمونه مېلمانه شي

د ورک یار تصویر مې زړه پورې جوخت نېسم
څه ناڅه مې د زړه درد ورباندې ښه شي

سړی وژني ستا د حسن ځواک چې یو شي
کوږ اوربل، خوږه مسکا او مړه کاته شي

که یو وخت دې پر مونږ خوږ دیدن پیرزو کړ لالهانده تږی زړه به مې اوبۀ شي

ستا هجران خو دومره هم اسانه نه ده
ای! په تاپسې به مات زما باڼه شي

دا اسد بدري د چا غمو ځپلی
بس په نه خبره ژاړي او خفه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx