
عبدالرحمن «کافي»
د طالبانو تازه ديپلوماتيکې هلې ځلې او مختلفو هيوادونو ته سفرونه او مطبوعاتي کانفرانسونه په سياسي لحاظ د چابک قدم اخيستلو اقدام دی چې بايد له مخکې څخه همداسې ګامونه اخستل شوي وای او دوام یې پيدا کړی وای ، د طالبانو دغه کار د ستايلو وړ ځکه دی چې بايد ټولو خواوو ته واضحه کړل شي چې د سولې په مخ کې څوک خنډ دي؟
ايا طالبان نه غواړي چې د سولې پروسه په مخ ولاړه شي که په کابل کې په ارګ حاکمه کړۍ؟
سولې ته افغانان او خپله طالبان ضرورت لري چې له کړاوونو او مشکلاتو سره مخ دي ، چاپې ورباندې وهل کيږي ، وژل کيږي او زندان ته اچول کيږي ، کورونه یې په بمونو الوزول کيږي ، په نيمو شپو له کوره د باندې په ساړه ژمي کې يخ ته درول کيږي، له کلي او کور څخه کډه کولو ته مجبور شوي دي او مجبوريږي ، له هر راز مشکلاتو سره مخ دي نو ځکه دوی په هرصورت سولې ته خوښ دي ، سوله غواړي ، په سوله پسې ستړي دي او سوله يې يو ورک ارمان دی.
خو بلې خواته ارګيان نه سوله غواړي او نه يې په سوله کې ګټه شته ځکه دوی نه په جنګ کې وژل کيږي ، نه یې کورونه الوزول کیږي ، نه يې بچي يتيمان کيږي ، نه په نيمه شپه له کوره وتلو ته مجبوريږي ، نه يې څوک زندان ته بيولی شي او نه يې محکمې ته راکش کولای شي ، نه چاپه ورباندي لويږي او نه بې رحمه ډرون بريدونه ورباندې کيږي ؛ که يې عسکر وژل کیږي د دوی پرې هيڅ پروا نشته ځکه هغه د دوی بچیان نه دي چې پرې ودرديږي ، هغه خو د ملت بچيان دي که لس وژل کيږي خدای دې وکړي چې شل ووژل شي خو د ارګ ، پارلمان او وزيرانو سر ته دې خير وي ؛ دوی د بل چا درد څه درک کولای شي ځکه له دوی خو ښه درانه سيمټي ديوالونه تاو دي ، که د ارګ په فضا د طالبانو د ډرون طيارو د راتګ وېره وي نو په يوه فرمان ټولې طيارې د ارګ په فضا بندولی شي ، که ډیره ورباندې راسخته شوه نو په کومه لار چې راغلي په هماغه لاره به ډک جېب بيرته ولاړ شي ؛ نور يې دوی څه غم کوي ، غم او درد خو په ولس تيريږي نو دوی به ولې سوله کوي ، دوی به ولې د سولې په مخ کې خنډونه نه ايجادوي ، ځکه سوله خو له دوی څخه همدا چوکۍ اخلي ، سوله خو په دوی دا پرېمانه پيسې دروي ، سوله خو له دوی څخه دغه مزې او چړچې ختموي او که سوله راغله نو دوی دلته د خپل ژوند بقا نه مومي ځکه خو دوی چې څومره وس ولري هغه به د سولې په مخنيوي کې نه دريغوي.
يوې خواته د سولې او اوربند کاذب شعارونه ورکول خو بلې خواته عملياتونه اعلانول او عملياتي قوې په ولس ورمارش کول ، يوه طرف ته د امنيت ټينګولو په بهانه په ښاريانو بنديزونه او قيودات لګول خو بل طرف ته هدفي او مرموزې وژنې ترسره کول او پړه يې هم په مخالف لوري اچول او یو اړخ ته د سولې کږه غاړه ښودل چې ګواکې مونږ خو سولې ته پوره ژمن يو او له مقابل لوري سره هرڅه منو خو بل اړخ ته بيا مقابل جانب ته اخطارونه ورکول او په دې حساس حالت کې د اعدامونو سرندې غږول هغه څه دي چې د ارګيانو پټه منحوسه څېره ښه روښانه کوي.
هرڅوک دې په دې سوال ژور سوچ وکړي چې آيا هغه څوک چې سولې ته اشد ضرورت لري هغه به د سولې په مخ کې خنډونه ايجادوي او که هغه څوک چې په جنګ کې يې مزې وي او سوله هر څه ترې اخلي ؟!.
لکه چی ویل کیږی ً لیوه د شغل ورور دی ٍ په دی دواړو خواو د صلحی چیغو باندی ولس اعتبار نلری که د غلام دولت د صلحی غړیو لست ته ولیده شی نو ټول د کمونستانو ، تنظیمونو قاتلان په کښی ګډون لری او همدارنګه د غلامو طالبانو صلحی لست کښی کمونستان او د پنجابی پاکستان غړی شامل دی لنډه دا چی دا د صلحی غوغا د ملت غولول دی که دی اجنبیو غلامانو واقعآ اوصادقانه د ملت وژلو ختمیدو تمایل درلودای نو د صلحی ګروپ د ملی عنعنی په اساس باید جوړ شوۍ وای او جوړ شی اوس… نور لوستل »
کریم جانه دا مرداري خو ستا د شهزادګانو ميراث دی چې ټول لاړل او هیواد یې مردار پرېښود !
pattang johna , که هغه وخت ( ۱۹۹۶ کال ابتدا کښي ) د تاسو بادار خلیلزاد او پنجابی پاکستان د سلاح جمع کولو پروګرام ( د قاتلو تنظیمونو څخه ) څخه سوء استفاده نه وای کړی او د خپلو مطیع روی کارکیدل ئي د خپلو شومو پلانو لپاره نه وای رامینځ ته کړۍ نو اوس به په افغان ملت باندی داسی وحشت نه وای راغلۍ د افغانستان خاوری ته همدی اجنبیو غلامانودوزخی اور راوړۍ دی او ددی وحشت پای نا معلوم دی او ملت ددواړو له خوا په سره اور کښي سوزی!!!! داسلام دروغ ګوئي چیغو وښودله چی حقیقی واقعیتونه… نور لوستل »
Sallam Dr. Mohammad Naim Wardag Talib Jan If you truly want a free and an Islamic Afghanistan, you should postpone talks with the Kabul admin until the complete pull out of foreign troops There is a trap for Afghans and the Isalmic Amarat. Afghans will be losing the 20 years efforts and sacrifice and will not be able to reorganize themselves at all. Believe me something is wrong, I can hear clearly and loudly the walls are talking about this trap Dr. Saib Naim! I hope you can hear me and do not forget the blood of those that exploded… نور لوستل »
که سوله کی ستاسی هدف ځنډ او خند اشغلګر وی زه درسره توافق نظر لرم او که ستا هدف د کابل غلامه اداره وی توافق نه در سره لرو ، او هغه دا چه د کابل اداره ابزار دیو یا وسله ده چه څوک یی کاروی هغه قاتل دی نه وسله ، وسله ابزار دی . غلامه اداره د بادارانو له خوا دیکته کیږی دا وکړه او دا مه کړه .
دکتور غروال صاحب فرمایی چه یو اړخ هم غلام او بل اړخ هم غلام، امریکا غلامان له ځانه سره راوړل او امریکا طالب غلامانو ویستله ، دومره ساده امریکا ده کشی دکتور غروال صاحب سره یی له اوله مشوره کړی وی خپلواک دکتور اشغال به ورته د دکتور غروال په شان خبلواک په ګوته کړی وی په تریلونو ډالر او په زرونو امریکایان او اروپایان به یی نه د خاورو لاندی کیدل ، اوس هم ناوخته نه دی د غروال صاحب په شان نشنلستان افغان ملتیان لا تراوسه نه دی کاریدلی دغه ډله په غلامی کی لمړی مقام لری اتاترک… نور لوستل »
پروفیسور دوکتور مجاهد ، افغان ملتیان هم د کابل په چور کښی فعال رول لری او هغوی د تاسی څخه په درواغو ویلو کښی کموالۍ نلری ، کوشش وکړه چی د افغانستان اوسنۍ غیری انسانی حالت موجودیت ته اتا ترک او خان غفار خان ته منډه ونکړی ، که د افغان ملت باندی د لږ زړه سوئي حس درسره موجود وی نو لطفآ لږ څه هوش ته راشی ، دا خیزونه دیو قاتل ګروپ څخه بل ته اسلامی او انسانی لار ندی او باید د خدای پاک در کړ شوۍ عقل په کار واچوی او صادقانه د ملت خوا ونیسی… نور لوستل »
کاشکی د یو طرف ناموس او بچی په افعانستان کی وای. خو هم د داکتر عبدالله او هم دا شرف غنی اولادونه په خارج کی دی. د طالب ناموس خو د پنجاب سره گرو دی. د ملا برادر # چیرته وه ؟ ##### خدای پاک دی مو په هغو کی حساب کری خدای تعالی ته خوش وی. زما په فکر داوره طرفه خاینان دی دی دواره غلامان دی خو حکومت حد اقل یو سیستم لری. یو په توپ کری شل دیرش بیگناه شهیدوی بل پر لاره په ماین لس شل شهیدوی عجیب حالت دی بیا ادعا کوی چی وطن خخه… نور لوستل »
بلی همداسی قیامت ئي په افغان ملت باندی راوستلۍ دی ، اجنبیان دا قاتلین په نوبت سره کله ئي په قدرت راولی او کله ئي په منډو له قدرته شړی ، اجنبیانو پردوی باندی د سترنج لوبه شروع کړیدی ، نه یوازی ددوی په وسیله غوښتل کیږی چی د افغان ملت ځلانده تاریخ تر خاورو لاندی کړی بلکه افغانستان خاوره د نوی شکل استعمار وګرزول شی !!! عینی وخت کښي دواړه خواوی د فریبی چیغی وهی یعنی یوه غلامه ډله د جمهوریت محکمتیا او ساتلو ادعا کوی ( د کابل حکومت او شورا د نامداره قاتلینو جاسوسانو او چورکوونکیو څخه… نور لوستل »
121069069831185 ( په همدی عددونو مشترک کلیک وکړۍ ) لطفآ دا ویډیو وګورۍ چی درته څرګنده شی چی میرمنو ته طالبان ؟ د اسلام په چوکات کښي څومره احترام لری !!!