ورزش

لالیګا لیګ: ریال مدرید لوبډلې له کمزوري سیال ماتې ومنله – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په هسپانوي فوټبال لیګ «لالیګا» کې د ریال مدرید ستره لوبډله خپل کوربه کمزورې لوبډلې ته د ماتې په جال کې ولوېده او له سختې ماتې سره مخ شوه.

په داسې حال کې چې د لالیګا په جدول کې دوهم مقام لپاره د ریال مدرید، برسلونا او اشبیلیه لوبډلو ترمنځ جنګ دوام لري، ریال مدرید د خپل اسان سیال «لیوانتې» پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.

د لالیګا لیګ په ۲۱م پړاو کې ریال مدرید لوبډله د لیوانتې نهم مقام لرونکې لوبډلې سره مخامخ شوه، چې په کې د ریال مدرید له لوري په ۱۳مه دقیقه کې مارکس اسینسیو ګول وواهه، د لیوانتې لوبډلې له لوري لیویس مورالیس په ۳۲مه دقیقه کې ځوابي ګول وواهه او د لوبې لومړۍ نیمایي مساوي پای ته ورسېده.

په دویمه نیمایي کې د ریال مدرید ګول ساتونکي بیلجیکي ټیبو کورتوا د پینالتي سربېره د یو شمېر ګولونو په زړه پورې مخه ونیوله خو په ۷۸مه دقیقه کې د لیوانتې لوبډلې له لوري روجر مارتي ګټونکی ګول وواهه او ریال مدرید ته یې په ۲-۱ ماتې ورکړه.

اوسمهال ریال مدرید لوبډله د لالیګا په جدول کې ۴۰ پواینټونه لري او په دوهم مقام ده، ورپسې د اشبیلیه لوبډله چې ۳۸ پواینټونه لري په دریم نمبر ده، په څلورم مقام کې برسلونا لوبډله ده چې ۳۹ پواینټونه لري، په داسې حال کې چې د اتلاتیکو مدرید لوبډله په ۴۷ پواینټونو لومړی مقام لري.

په تېرو پنځو سیالیو کې اتلاتیکو مدرید ټولې ګټلي، ریال مدرید ۲ مساوي، ۲ بریاوې او یوه ماتې خوړلې، اشبیلیه ۴ بریاوې یوه ماتې او برسلونا ۴ بریاوې او یوه لوبه یې مساوي کړې ده.

باید وویل شي چې برسلونا لوبډله یکشنبه د شپې په ۱۲:۳۰ بجې د اتلاتیک کلب لوبډلې پر وړاندې مهمه سیالي لري. اتلاتیک کلب لوبډلې برسلونا ته څو ورځې وړاندې د کوپا سوپر کپ پایلوبه کې ماتې ورکړې وه.

د لوبې لنډیز:

https://www.youtube.com/watch?v=FmIceEaz-qw

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx