نړۍ

اټومي تړون؛ ایران د نورو مذاکراتو او د نوو غړو شاملول رد کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ایران د بهرنيو چارو وزارت د تهران او نړيوالو قوتونو ترمنځ پر شوي اټومي تړون د نورو مذاکراتو او د نوو غړو شاملول رد کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د ایران د بهرنيو چارو وزارت د وياند سعيد خطيب له قوله ليکلي، چې اټومي تړون يوه ګڼ اړخيزه نړيواله هوکړه ده او د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم تاييد کړې، چې اوس په کې بدلون ناشونی دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت دا غبرګون وروسته تر هغه ښوولی، چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون وړمه ورځ ويلي و، چې له ایران سره د اټومي تړون په مذاکراتو کې دې سعودي هم شامل شي.

د فرانسې ولسمشر له العربيه ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، چې له ایران سره پر اټومي تړون مذاکرات کول به ستونزمن وي او بايد سعودي هم د دې خبرو برخه شي.

ماکرون ويلي، چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال په اټومي تړون کې د سيمې هېوادونو سره مشوره نه ده شوې او دا يوه ستره تېروتنه وه، چې بايد مخنیوی يې وشي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون

بل پلو د امريکايي ولسمشر جو بايډن نوې ادارې هم ويلي، که ایران د اټومي تړون ټولې ژمنې عملي کړي، نو واشنګټن به يو ځل بيا د دې تړون برخه شي.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيزه توګه له اټومي تړونه ووت او پر ایران يې نوي بنديزونه ولګول.

ایران هم له دغو بندیزونو وروسته د يورانيمو غني کول پيل کړي دي.

د اټومي تړون له مخې امريکا، چين، فرانسې، روسيې، برتانيې او جرمني د اټومي پروګرام د څار په بدل کې پر ايران لګيدلي بندیزونه پورته کړي وو.

اټومي تړون کې څه دي؟

د ایران او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنځو مستقلو غړو هېوادونو او جرمني ترمنځ دا تړون په ۲۰۱۵ کال کې لاسليک شوی، چې يو شمېر بندونه يې په لاندې ډول دي.

  • ایران به له پنځه سلنه زيات يورانيم نه غني کوي او تر منځنۍ کچه د غني شوو يورانيمو زېرمې به له منځه وړي.
  • د اراک سيمه کې پر اټومي پروګرام به نور کار نه کيږي.
  • د اټومي وسلو د څار نړيوالې ادارې څارونکو ته به اجازه ورکول کيږي، چې هره ورځ له اټومي بنسټونو څخه ليدنه وکړي.
  • که ایران په پورته ژمنو عمل وکړي، پر ایران به نوي بندیزونه نه لګول کيږي.
  • د ګرانبیه کاڼو او هوايي کرښو اړوند ځينې لګېدلي بندیزونه به پورته شي.
  • د ایران د تېلو د پلورلو روانه اندازه به پر خپل ځای وي، چې له امله به يې د ایران خزانې ته څلور ميليارده او دوه سوه ميليونه امريکايي ډالر ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

که مسلمانان پرقرآنکریم عمل وکی لکه چه قرآنکریم فرمایی دین پرډلومه ویشۍ متحد اوسی دشیعه اوسونی اونوروډلوجوړونکی یی مشرکین بللی دی، له منځه ولاړسی ټول۵۷- اسلامی ملکونه به یوسی بیابه دکفارودسیسی اوبیشرمۍ له منځه ولاړی سی دسعودی اوداسرائیلونن څه فرق دۍ ایران اوترکیه نن تنهاغیرتمنداسلامی ملکونه دی چه دفلستین قبضه داسرائیلوپه ظلم نه تسلیموی عرب خونن دکفاروسره ملګری دی اودکفاردعیاشیوتفریحی مرکزونه دی چه الله په قرآنکریم کی ددوی دجملی بللی دی ،تاسی عربی اماراتوته ولاړسۍ مسجداوفاحشه خان څنګ پرڅنګ دی په کفاروملکوکی داسی بیشرمی نسته آیااسلام دی ته وایی آیادوی ته موږدمحمد(ص)قوم ویلای سو.عبدالواحداڅګزۍ

حاجی بیانزی

بخوا زمانه کی به یو ساده علاقه دار هم دومره پخی خبری کولی چه پخو پخو علما به یی پلانو او خبرو ته حیران او عاچزی پاتی وی مګر نړیوال خانان داسی کړنی او ویناوی ترسره کوی چه سړی ورته حیران پاتی وی. په دی خو لوی واړه پوهیږی چه امریکا د شیعه اخوندی ایران او سنی شیخ سعودی ترمنخ سطرنج پیل کړی کله یو او کله بل لاس کی نیسی په دی کار له یوی خوا د سعودی توره طلا د ویستلو په بیه او هغه هم د ایران له ویری د ټانکو او الوتکو په بیه کی ترلاسه… نور لوستل »

مجاهد

دا هسی د نړیوالو سترګو کی د شګو شیندنه او د خاورو اچونه ده چه سعودی باید د تفتیش په ټیم کی ونډه ولری کیدی شی د دی خبری په اصلی ماهیت باندی یی ایران او سعودی سره اصلی تفاهم نه یی شوی ، ایران او سعودی امریکا ته د سطرنج مهری دی لوبه پری کوی او په دی لوبه د اسراییلو د کنترول لاندی د شیخانو بله اضلاع متحده جوړوی . دا په اسلامی نړی یو ډول توهین او خندنی هم ده ، له افغانستان غیره یی ټوله اسلامی نړی د خپل تسلط لانی راوستی چه امریکا ورته وایی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx